ګينجی شعر

 

ګينجی شعر

 

يو ځلی لاړمه د ښار په لوري

هلته مې وليدل بشماره خلک

چا خپل دوکان کولو چا اخيستله سودا

څوک هم موټر کې ناست وو

څوک هم په پښو روان وو

 سخت بيروبار سړکونو په سر

او سرګردانه ترافيک په ښار کې

دوکاندارانو خپل دوکان اخيستی

ورسره څنګ پيادرو اخيستی

د ښاروالی نه شکايت کوي ټول

ځکه چې اخلي پيارو ټکسونه

ديخوا د ګوړې بازار ګرم ښکاری

ښارهم وړوکی شانته ښکاری راته

خدايه ته لوی کړي د نورو په شان

ليکوال

مبارز بيدار