ورک شـــــــــــوی خر

 

ورک شـــــــــــوی خر

مزاخيــــــــــــه ډرامه

ليکوال مبارزبيـــــــدار

لوبغاړې

مبارزبيدار مرکزي کريکتريعنې داينځرګل په رول کې چې يوکليوالي هلک دی .

پلارچې په ډرمه کې لالاورته وايې پيرسيديعقوب شاه پيمال

لومړۍ :دکلي افکټ

دوهم :افکټ دحويلۍ دمينځ څخه پيل کيږي په داسي حال کې چې پلاراوځوي په کټ ناست دي اوپخپل مينځ کې خبرې کوې .

ځوي :خپل لالاته وايې لا لا زه غواړم چې پخپل خره باندي ښار ته لاړشم اوځانه ته يوجوړڅپلې واخلم نه ګوري دغه څپلې مې ټولې شليدلې دي .

لا لا:ګوره اينځرګله ښارکې به خردرڅخه ورک شي اويا به دي موټرووهې ته ماځه زه به يې درته راوړم .

ځوي :ګوره  لالا زما خرډېرهوښيارخردي نه راڅخه ورکيږي زه ځم نه پاتي کيږيم ماته روپۍ راکړه .

لالا:اؤ هلکه ته ولي زما خبره نه اوري اودومره زيات شاله يې ؟

ځوي :لالانه نه ځم اوخمامخه به ځم زرکوه روپۍ راکړه

لالا:ښه چې دومره شاله يې نو داروپې واخله ځانه ته  څپلې هم واخله  اؤګوره چې هيردنه شي ماته هغه نصوارهم درسره راوړه .

ځوي:لالاته غم ماکوه که خيروي تاته به نصوارهم راوړم اوځان ته به څپلې هم پري واخلم .

لالا:ګوره هلکه زرځه اوزر راځه چې ناوخته نکړې.

اينځرګل پخپل خره باندي سپريږي اودښارپه لوري حرکت کوي .

دوهمه پړده :دښارافکټ :دهمدي افکټ په اخيستوسره اينځرګل دخپل خره سره ښارته داخليږي .

اينځرګل :خپل خره ته وايې ګوره چې بيا ونه وايې نن به داسي سيل درباندي وکړم چې بيا به يې تل يادساتي دهمدې خبری سره سم يودوکان مخې ته راسيږي له خره نه راکوزيږي اودوکاندارته وايې ماما دزما خرخوګوره زه ځانه ته څپلې اخلم .

دوکاندار: ځه ځه زه خپله دوکانداري وکړم اوکه ستاخر پهيره داري وکړم .

اينځرګل :ښه دوکاندار ماما مې ګوره سترګې ولي راباندي را اوباسي ؟

اينځرګل حرکت کوي اوخپل خردښارپه يو ه څنډه کې په يوه وړوکې ونه پوري تړي اوځان سره وايې ګوره څه پرواکوي که دوکاندار دنه ګوري زه به دي په دغه ونه پوري وتړم ګوره خو ته هم بايد له ځايه ونه خوځيږي ورک به شي اوبيا به لالاته څه وايم ؟

اينځر ګل ځی او غواړی چې څپلی واخلی .

د څپليو دمارکيټ يو لنګ شات اخيستو سره سم اينځر ګل داخيليږي ، يو دوکاندار ته ورځی او ورته وايي ماته يوه جوړه څپلۍ راکړه .

دوکاندار : ورته وايي پښې د په کومه اندازه دي.

اينځر ګل : وايي دادی پښه مې وګوره او ددي پښو په اوږدوالي راکړه .

بااخيره څپلۍ اخلي او په ډيرې خوشحالی سره حرکت کوي .

اينځر ګل : کله چې هغه ځای ته رارسيږي چيرې يي چې خپل خر تړلی و ، په حيرانتيا سره ګوري چې خر يي نشته ، په ورخطايی سره يو خوا بل خوا منډې وهي او په ژړا پيل کوي وايي( زما خر اوس به زه لاله ته څه وايم ) د همدغه فريادونو په اوږدو کې يو ښاری سړی راځی .

ښاری سړی : ورته وايي ای هلکه څه خبره ده چې داسې په چېغو چيغو ژاړې حيرت خو به وي .

اينځر ګل : په ژاړه غوني اواز ورته وايي ، خر رانه ورک دی .

ښاری سړی : لومړی خاندي او وروسته ورته وايي ای کم غقله شکر اوباسه چې پدي خره باندې ته نه يي سپور کنی ته به هم ورک شوی وای .

څه ! ته رښتيا وايي .