د ډرامې عنوان (د داسې زوی څخه لور هم ښه ده)

د ډرامې عنوان (د داسې زوی څخه لور هم ښه ده)   

ليکوال : مبارز بيدار

لوبغاړي : مبارز بيدار ( د پلار په لور کې ) ، ښځه او زوی

لومړی د کلي افکټ

وروسته د کور څخه زوم شاټ اخېستل پداسې حال کې چې ښځه د غنمو په پاکولو مصروفه ده او ځان سره وايي چې نه پوهيږم چې د جمال پلار د شپې چيرته لاړ تللی دی خدای د خېر پېښ کړي تر اوسه رانه غی

پلار : د بيړې په حالت کې ( دکلي په منځ کې راراوان دی ناڅاپه يو سپی چې د کور دروازې مخې ته پروت دی جمال پلار پسې منډه اخلي د جمال پلار مخته او سپی ورپسې باالخره په منډه د کور دروازې ته راسيږي د وېرې دروازه په زوره زروه وهي

ښځه : ( په وارخطايي سره ) وايي خدای خېر پېښ کړې چې څه خبره ده چې په دومره زور زور دراوزه وهي غږ کوي دا دې درغلم لاسونه دې مات شه کله چې ښځه دروازې ته راسيږي پوښته کوي څوک يې؟

پلار :(( د وېرې په حال کې) د جمال پلار يم دروازه خلاصه کړه

ښځه : په بيړه دروازه خلاصه وي او خاوند ته وايي چې شوکر دې چې په خېر راغلې چېرته ورک وې

پلار : د ستومانی په حال کې ورته وايي ښځې ډېرې پو ښتنې مه کوه يو غړپ اوبه راوړه چې زړه مې خولې ته راغی

ښځه : په منډه ځي او يو ګلاس اوبه راوړي

خاوند : اوبه څکي او شوکر اوباسي ښځې ته وايي چيرته دی دا نالايقه زوی دې نه کار لاري او نه روزګار

ښځه: ورته وايي د جمال پوښته مه کوه سړيه يوه خبره مې نه مني تمامه ورځ په هجره کې پروت وي نه يې لمونځ شته او نه اودس

پلار : ښځې دا ټول ستا د لاسه زه چې دې هلک ته ناصيحت کوم ته په منځ کې ځان راواچوې وايې چې بيا به داسې نه کوي ورشه غږ ورته وکړه چې پلار دې غواړي

ښځه : سړيه زما خو يوه خبره هم نه مني ته په خپله ورپسې ور شه

پلار : په غوصه د خپله ځايه جګيږي او د هجرې په لورې ورځي ګورې چې ګوشکی غواږو ته اچولي دي او ټيپ ورته چلاند دی په غوصه غږ ورباندې کوي پاڅه تاته وايم

جمال : پلار ته وايي دا څه غل ماغل دې اچولې دی ځما د خيالونو پاچاهي دې ټوله ورانه کړه

پلار : چوپ شه نالايقه کار او روزګار ته دې لاس نه ټيټيږي تماما ورځ مفتې ډوډۍ ګانې خورې او د کور يو کار هم نه کوې

جمال : کار له کومه شو

پلار : کار به زه اوس درته پيدا کړم لاړ شه غوا ته يوه پنډد واښه راوړه

جمال : لاړ به شم لږ صبر وکړه

ښځه : دا څه غل ما غل اچولی دی دا ګونډيان به څه وايي

پلار : ښځې ته خبرې مه کوه چې زه د دې هلک سره څه وکړم

ښځه : خېر دی هو سړيه دومره غوصې مه کوه ښه به شي

پلار: بس ښځې زما په کارونو کې غرض مه کوه

جمال : مور باندې غږ کوي مورې يو غړپ چای خو راکړه

پلار : تر څو دې چې واښه نه وي راوړي چای مای نشته

ښځه : ښه درته وايي دې تا پر ځای چې خدای يوه لور راکړي وی د کور ټول کارونه به مې پرې سمبال وی

جمال:  چې چای وانه څکم يو کار به هم ونکړم

ښځه : او خدای پدې کور کې څه کار راوان دی دخدای ته فضل وکړې

پلار : بس ښځې زه اوس پوهيږم چې زه څه وکړم همدا اوس دا دې کوره اوځه تا ته پدې کور کې د اوسيدو ځای نشته

جمال : په ژړا غوني اواز مور ته وايي ګوره مورې ته ورته ووايه بيا به په خيمانه وي

مور : وايي اې زوی جانه که ته د پلار او مور خبره منلی اوس به دا حال نه وی

پلار : په غوصه ورته وايي اوځه درته وايم چې ځه کله چې سړي توب ته برابر شوې بيا به د کور ته راځې

جمال: په زړه سره له کوره حرکت کوي اوځان سره وايي چې والله چې د کلي ټول مشران راپسې راوليږې که بيا زه دې کور ته راشم

پلار : د دې نه خو چې هيڅ په کور کې نه وې دې نه ښه ده