داسلامي انقلاب دحکمتونوڅواړخونه
2008-12-28 04:50:08
سیرةٌ النَّبِي (صلی الله علیه وسلم)
لیکونکې :دوکتور سید اسعد ګیلاني
اووم منزلراټولونکې اوژباړن : قریب الرحمن سعید
د اسلامي انقلاب د حکمتونو څو اړخه:
دويم باب :
د تبلیغ حکمتونه
ددین د تبلیغ کار چې څومره په حکمت او پوهې سره پیغمبر صلې الله علیه وسلم پیل کړ اوبیایې پاې ته ورساوه نو هغه ددعوت د تاریخ یو ځلانده فصل تشکیلوي . دهغه صلې الله علیه وسلم ددعوت موخې دهغه حق دین په لوری بلنه وه چې هغه صلې الله علیه وسلم ورته د الله مخلوق را باله ، دا دعوت د قریشو له پاره بلکل نا آشنا و ، دهغوي په ګمان کې هم نه و چې د هغوی تر منځ دې دغه اوسيدونکې شریف او صدېق انسان ، چې دوې ورته د امین او صدېق لقب ورکړې و ، دوي په داسې یوه ازمیښت کې واچوي چې دهغې په واسطه به د مکې په اوسيدونکو ، کورنیو او قبیلو کې کشمکش را پورته کیږي او دمکې د ښار حال به په مکمله توګه بل منګه شي، اودهغوي په ورځنیو کارونو کې به هم بدلونونه را برسیره شي او هغوي به د دغه بلنې اودعوت په موافق او یا دهغې پر خلاف په هر ډول یې چې غواړي ځواب ورکوي .
هغوي هيڅکله د پیغمبر صلې الله علیه وسلم څخه دا توقع نه درلوده چې دهغې په واسطه دې د مکې په ټولنه کې داسې یو بدلون را پیدا شي. هغوی ټولو هغه خپل دوست ، همدرده او یو د بې ضرره انسان په تو ګه پیژانده ، خو دا چې ددې صلې الله علیه وسلم په واسطه به په کور کور کې کشمکشونه را پیدا کیږي د هغوي د توقع نه لري خبره وه .
په همدې روحی جنجالې وخت کې په نا څاپی توګه رسول الله صلې الله علیه وسلم ته د عام دعوت په لور حکم و شو ، هغه پو هيده چې قریش به دېوه ډول ازمیښت سره مخ شوي وي ، هغه په دې هم پوهيده چې په هر وخت کې چې هر قوم د خپل پیغمبر په کومه توګه استقبال کړې و نو په همغه توګه به قریش هم دهغه ښه راغلاست وکړې. عیسایې پوه ورقه بن نوفل خو د همغه لمړنۍ ورځې څخه د وحی دحقیقت په اوریدو سره دخپل پخوانی علم په اساس دا وينا کړې وه چې یوه ورځ به ستاقوم تا له کوره باسي او په هغې وخت کې رسول الله صلې الله علیه وسلم په دې خبره حیرانتیا ښکاره کړې وه ، په هر صورت کله چې په ښکاره توګه دعوت پیل شو نو هغه صلې الله علیه وسلم په خپل دعوت او تبلیغ کې د انسانی نفسیاتو او د تبلیغ د حکمت په پوره توګه لحاظ کاوه تر څو مخاطب خلک په اسانۍ سره قانع کړای شي او د قایلولو ورورسته هغوې ددعوت په لور را تاو کړې . ددعوت په پیل کې هغه صلې الله علیه وسلم د حکمت په توګه د ټکرد پیدا کیدو ،د کشمکش د را منځته کیدو ، او یا دهغوي په منځ کې د ضد او عناد د جذبې د راپارولو څخه لري والې کاوه. هغه صلې الله علیه وسلم د خلکو سره ډیره زیاته فیاضانه ، په پراخه زړه او نرمۍ سره تلنه کوله ، ددعوت د عام حکم د ورکولو وروسته کله چې هغه صلې الله علیه وسلم د صفا غونډۍ ته و خوت د مکې خلک یې را و بلل ، او ټول یې را ټول کړل ، نو لمړۍ یې دهغوي څخه دخپل ځان او شخصیت په هکله اعتراف واخیست اوبیایې دا ډول وفرمایل:
« ای د قریشو ډلې ، که چیرې زه تاسې ته دا خبر درکړم چې یو لښکر ددې غره شاته دې نو آیا تاسو به زما په دې خبره باور وکړئ ؟ خلکو وويل : بلې ! ته زمونږ یو باوری وګړې یې ، مونږ هيڅکله هم له تا څخه درواغ نه دې اوریدلې . کله چې د صداقت او امانت دا اعترا ف وشو، نو رسول الله صلې الله علیه وسلم ورته وفرمایل : نو زه تاسې د یوه سخت عذاب څخه ويرووم »
د صداقت ددې اعتراف وروسته، هغه خلکو چې دده صلې الله علیه وسلم ددې دعوت څخه یې مخ واړاوه ، نوښکاره ده چې دهغوي ضمیر به هغوي دننه خوړلې وي او دا د تبلیغ حکمت و چې په قریشو یې د حقیقت د ښکاره کولو حجت پای ته ورساوه.
ددې پرته رسول الله صلې الله علیه وسلم د هيڅ کوم داسې امر تبلیغ نه دې کړې چې په هغې یې پخپله عمل نه وي کړې او په عملې توګه یې نه وي ښوولاې ، دا هغه عملې تبلیغ و چې دهغې په واسطه خلکو د اسلام په حقیقت ایمان راوړ ، او په دې وپوهيدل چې په په دې کار کې خیر او ښیګڼه ده ، په دې تر تیب هغه صلې الله علیه وسلم دداسې یوه علم تبلیغ کاوه چې د ژبې څخه به تیريده او په زړونو کې به یې ځاې نیوه.
رسول الله صلې الله علیه وسلم به د تبلیغ په وخت کې دې خبری ته زیات پام کاوه چې دخلکو ارامتیا په نظر کې و نیسي، هغه صلې الله علیه وسلم به نه بې ځاېه تبلیغونه کول او نه به یې دومره زیات دعوت وړاندې کاوه چې خلک ترې مخ واړوي او ستړی ستومانه شي ، په دې ډول هغه صلې الله علیه وسلم په داسې ځاې کې تبلیغ نه کاوه چې خلک په ځينی نورو مهمو کارونو مصروف اوسي ، دهغه صلې الله علیه وسلم تبلیغ د قران په تعلیم او ښوونه بنا شوي و ، چې په خپل ذات کې ډیر زیات اغیزمن کلام و ، هغه به تل په عامه او آسانه ژبه خبری کولې ، او خپلې خبری به یې د مثالونو په واسطه څرګندولې ، هغه به تل خپلې خبری څو ځله تکرارولې ، چې که چیرې یو چا ته یو ځل خبره پوره نه وي رسیدلې نو هغه ته هم ور ورسیږي او په ښه توګه یې په ذهن کې کښینی. درسول الله صلې الله علیه وسلم د تبلیغ ملګری سیدنا علې رضی الله عنه د خپل تبلیغ د حکمت په هکله فرمایي : «په زړونو کې څه غو ښتنی او میلان را پیدا کیږي کله هغه د خبرو اوریدو ته تیار وي خو کله تیار نه وي ، نو دخلکو په زړونو کې ددې میلاناتو په وخت کې ورننوځي او همغه وخت خپله خبره وکړې چې هغوي یې اوریدلو ته تیار وي ، په دې خاطر چې د زړه حال دادې چې کله هغه په کومه خبره مجبور کړل شي نو هغه ړندېږي او دخبری د منلو څخه انکار کوي . (کتاب الخروح، ابويوسف).»
په دې خاطر د بهترین مبلغ په هکله فرمایي چې :
بهترین عالم او مبلغ هغه دې چې خلک د خپل وعظ په واسطه د الله د رحمت څخه مایوسه نه کړې ، او نه د الله څخه د نافرمایۍ په لور هغوي رخصت کړي او د الله د عذاب څخه دهغوي ويره کمه کړې . ( کتاب الخراخ)
تبلیغ کې دې ته زیاته پاملرنه شوي ده چې انسان د مخاطب د لوری دکومی مقابلې ، خنډ ، مسخره کیدو ، او استهزاء پروا و نه ساتي نو هر څومره خنډونه چې په مخ کې وو او یا یې دهغه صلې الله علیه وسلم په لاره کې پیدا کړه نو رسول الله صلې الله علیه وسلم د هغوي هيڅ پروا وه نکړه بلکه خپله د تبلیغ دنده یې په پوره تدبر او هو ښیارۍ سره د ورځې او شپی پر مخ بوتله ، هغه صلې الله علیه وسلم په اعلان شوي غونډو کې هم تبلیغ او په ځانګړي لیدنو کتنو او ځانګړيو غونډو کې هم د الله پیغام خلکو ته رسولې ، او هغوي ته یې درب د بندګۍ په لور بلنه ورکړې ، هغه صلې الله علیه وسلم دخلکو ټیټې کړنې په نظر کې نه نیولې او هيڅکله یې هم د هغوې په بې ډبه کارونو باندې نا خوښی ، قهر او یا خفګان نه ښکاره کاوه ، دهغه دا شریفانه تګلاره په دومره عالې ظرفۍ ولاړه وه چې د کفارو د زړونو په منځ کې یې د رسول الله صلې الله علیه وسلم سره مینه زیاته کړه ،قریش دهغه په ازادۍ ، استقامت او په خپل هدف دومره کلک ودریدلو باندې سخت حیران ول ، او دهغوي په ډله کې دنیک فطرته خلکو په زړونو کې د رسول الله صلې الله علیه وسلم د صداقت په هکله اعتراف نور هم زیاتیده. رسول الله صلې الله علیه وسلم د خپل تبلیغ په ټول وخت کې د الله په دې فرمان عمل کړې چي:
« فقولا له قولا لینا لعله یتذکراو یخشي » (طه ۳۴)
[ ته ( او هارون دواړه ورونه ) د هغوې سره په نرمۍ خبری وکړئ ، شاید چې هغوي پند واخلي ، او دالله نه وويریږي ]
پیغمبر صلې الله علیه وسلم د نرمۍ اوشفقت او دخپل قوم سره د مهربانۍ او د مصیبتونو په مقابل کې د صبر او استقامت یو بې نظیره مثال قایم کړ . هيڅ نبې به دومره نه وي ځورول شوي او نه به کوم نبې د خپل قوم له پاره دومره دعاوي کړي وي څومره چې رسول الله صلې الله علیه وسلم دخپل قوم د هدایت او لار ښوونی له پاره کړې دې. هغه شپه او ورځ یوه کړې وه تر څو خپل قوم نیغی لارې ته رهنمایې کړې . هغه هيڅکله دخلکو سره په ترېو تندې خبری نه دې کړې او نه یې کله ددعوت په وړاندې کولو کې بې پروایي او بې نیازی کړې وه . په خپله الله ورته دا لار ښوونه کړې وه چې د الله د هر بنده په لور برابره توجه وکړې او دهدایت رسولو کار پرته له کوم امتیازه جاري وساتي .
په دې کي هيڅ شک نه شته چې هغه صلې الله علیه وسلم به هغه خلکو ته ډیر اهمیت نه ورکاوه چې د الله څخه باغی او ددنیوي وجاهت پسی لیونی او متکبره او مغروره وو . همدا راز رسول الله صلې الله علیه وسلم داسې خلکو ته هم دعوت ورکول نه غوښتل چې دهغې خبری اوریدو ته به تیار نه وو. هغه خلکو به چې دحق څخه بې پروایي کوله نو هغه صلې الله علیه وسلم به هم ددعوت د وقار د په نظر کې نیولو په اساس دهغوي پسی نه ورته خو په عام دعوت کې یې هيڅ کمی نه دې کړې .
رسول الله صلې الله علیه وسلم به د تل له پاره په اسانه ډول دعوت وړاندی کاوه ، تل به یې ددې خبری خیال ساته چې څوک ددعوت څخه د ګټې اخستلو له پاره تیاروي او په چا کې به چې دحق په لور د راتللو تیارې لیدل کیږي ، نو هغه صلې الله علیه وسلم به همغه خلک تر نظر لاندې نیول اودهغوي په ښوونه او روزنه کې به یې ځانګړې پاملرنه کوله . هغه صلې الله علیه وسلم به چې دهر چا په زړه کې دالله ويره احساسوله، نو هغه ته په نصیحت اوروزنه کې به یې ډیره هڅه کوله،د رسول الله صلې الله علیه وسلم دا کړنلاره قرانکریم داسې بیانوي :
« فذکر انما انت مذکر ، لست علیهم بمسیطر »
[ نو ای پیغمبره ، نصیحت کوه ، ته بس یواځې نصیحت کوونکې یې اوپه هغوي څه جبر کوونکې نه یې . ]
نو هغه صلې الله علیه وسلم دهمدې الهي حکم په اساس په پرلپسی توګه ددین په لور دعوت ورکاوه ، نه د استکبار کوونکو او متکبرینو څخه غمګین کیده او نه د انکار کوونکو د انکار څخه ورته زړه بداوي پیدا کیده ، اونه دهغوي د مخالفت څخه مایوسه شوي چې خپل کار پریږدې . د همدې ازادۍ او استقلال په پایلو کې د حق دکلیمې په بیابیا اوریدلو د چا په زړه کې یو وخت او د چا په زړه کې بل وخت اسلام ننوت ، لالچې به یوي خواته تلل او دحق پسی ګرځیدونکی دحق د روښنایې په څنګ کې را ټولیدل ، هغه صلې الله علیه وسلم په ډیر نیک اسلوب سره ، د الله هغه صفا ت چې قریشو منل چې هغه خالق او رب دې په هغوي دا هم ومنل چې هغه (وحده لاشریک)، حاکم او پادشاه هم دې او بل هيڅوک دعبودېت په دې صفاتوکې ورسره شریک نه دې .
درسول الله صلې الله علیه وسلم په وړاندې کړل شوي الهي کلام کې دومره زیات اغیز و چې هر چا به یوځل ومانه نوبیابه دهغه له پاره د ځان او مال ځاریدو ته حاضر و ، او هغه چا به چې نه مانه نو دهغه په زړه کې به ويره او ترهه را پیدا کیده ،کله چې عتبه د قریشو د نماینده په څیر د رسول الله صلې الله علیه وسلم سره خبری وکړې او هغه ته يې ددری شيانو وړاندېز وکړ، نو هغه صلې الله علیه وسلم په پوره ارامۍ سره دهغې خبری واوریدلې ، نو ورته یې وويل چې که چیرې تا خپلې خبری خلاصی کړې وي نو اوس زما واوره :
نو « بسم الله الرحمن الرحیم» یې ولوسته ، او کله یې چې د قران کریم تلات پیل کړ نو عتبه دواړه لاسونه شاته پر زمکه کښیښوده او قران کریم یې په غور سره واوریده ، دهغه په مخ یو رنګ ته او بل را ته ، کله چې هغه درسول الله صلې الله علیه وسلم څخه دا ډول ځواب واورید نو خپل قوم ته وروګرځید ، دهغه ملګرو چې هغه د لري څخه و کوت نو ويی ويل چې :
« په الله سوګند چې د عتبه څهره ګرځیدلې او د ا هغه څهره نه وه چې هغه له دې ځاېه څخه له ځانه سره وړی وه. په هغه د رسول الله صلې الله علیه وسلم د تبلیغ دومره اغیز وشو چې خپل قوم ته یې مشوره ورکړه او ويې ویل : [چې محمد پر خپل حال پریږدئ ، هغه ته تکلیف مه ورکوئ ، که چیرې عرب پری غالب شول نو تاسې به د هغه مسؤل نه یاست ، او که چیرې هغه په عربو غالب شو نو دهغه پادشاهي به ستاسې پادشاهي وي.] دا د هغه تبلغی اغیز و چې هغه په پوره حکمت او تحمل سره د عتبه په زړه او دماغ کې راپیدا کړې و ، هغه صلې الله علیه وسلم قریشو ته دا په ډاګه کړې وه چې دا قران د الله له لورې نازل کړل شوي کلام دې ، دا په کومه بیګانه ژبه کې نه دې بلکه په عربې ژبه کی دې ، نو هغه خلک چې ددې مضامین و لولې اوبیا هم د نیغی لارې څخه تیښته کوي نوهغوي خپلو زړونو ته قلف اچولې ، خو د زړونو ددې قلفولو او د سترګو ددې تړلو سره سره په دې حقیقت کې هيڅ تغیر ممکن نه دې چې الله یو دې . دا حقیقت د هيچا د ضد په واسطه نه بدلیږي . دهغې مالک سره دشرک او کفر رويه کول ، له یوه سره ظلم ، تیري ، او خسران دې . او د الله د عذاب په لوری دعوت ورکول دې ، هغه خلک ډیر بد قسمته دې، چې دالله د کتاب په شتوالې کې هم نیغه لاره نه مومی ، او دهغه شيطان دهغه په بې لارې کولوبریالې شي . هيڅ شي به د قران په څیر ستر حقیقت ته په ماتی ورکولو بریالې نه شي.
کله چې دغه حقایق ،چې نن پری ټوقی او مسخری کیږي ، د اخرت په ورځ په مجسم شکل کې مخته راشي، نو بد قسمته انسان به واويلا کوي خو هغه وخت به ددوي واويلا دوخت نه تیره خبر وي . او دهغه هيڅ درد به دوا نه کړي .
داد تبلیغ هغه لار وه چې د قران کریم په رڼا کی رسول الله صلې الله علیه وسلم خپله کړې وه ، او دا درسالت هغه منصب و چې هغه صلې الله علیه وسلم یې د پایلو د پرواکولو پرته د الله د بندګۍ په لور د الله مخلوق ته دعوت ورکاوه ، دددې دعوت په دوران کې دهغه صلې الله علیه وسلم خپل عمل دومره پاک و چې هيچا ته پری د ګوتی د ایښولو ځاې نه و.
نیکې په خپل ځاې یو ستر قوت دې چې زړونه تسخیروي ، د نیکۍ په پرتله په بدۍ کې یوه پټه کمزوري شته چې یوه ورځ یې د پښو څخه نیسی او غورځوي یې ، نو رسول الله صلې الله علیه وسلم ته دا ښوونه شوي وه چې هغه دې د بدۍ مقابله په نیکۍ سره وکړې ، ترڅودهغه په واسطه بدې په خپله ماتی وخوري :
« و لا تستوي الحسنة ولا السیئة ادفع بالتی هي احسن ، فاذا الذی بینک و بینه عداوة کانه ولې حمیم » ( القران )
[او ای پیغمبره ! نیکې او بدې دواړه یو شان نه دي ، ته بدې په هغه نیکۍ سره دفع کړه چې بهترینه وي ، ته به و ګوري چې هغه څوک چې له تاسره په دښمنۍ اخته وي نو هغه به ستا د زړه له کومی دوست و ګرځي . ]
خو ددې حکمت خپلول د هر چا په وس کې نه د ی چې د بدۍ په مقابلې کې بهترینه ښیګڼه وکړې . ددې له پاره د ډیر زیات صبر او زغم اړتیا ده ، ښکاره ده چې د رسول الله صلې الله علیه وسلم دې صفت بالاخره دهغه دښمنان دهغه محبوبان و ګرځول ، ددې نه پورته به نور څه تبلیغي حکمت په کار یوړلې شي چې هغه خلکو چې رسول الله صلې الله علیه وسلم او دهغه ملګری د خپلو کورو څخه بې کوره کړي وو نو د قحط او وچ کالۍ په شپو او ورځو کې هغه صلې الله علیه وسلم ورته غله او نقدې روپۍ را ولیږلې دهغه وروسته چې هر څوک دهغه مقابلې ته راغله که څه هم د هغوي په زړونو کې به یو څه وو خو درسول الله صلې الله علیه وسلم د مقابلې جرأت یې نه شو کولاې.
د بدۍ په مقابله کې د نیکۍ او ښیګڼي دا طرز عمل د رسول الله صلې الله علیه وسلم تلپاتې کړنلاره وه ، هغه د ذاتی انتقام په غرض هيڅکله دانتقامی کار کولو ّهڅه نه ده کړې. دحق په خاطر د جنګیدونکو د زرګونو بدېو په مقابله کې که چیرې یوه خبره هم دهغوي د اخلاقی معیار څخه کمه دهغوي د خولې څخه ووزی نوبیا خلکو ته د زیاتو رکیکو او سپکو الفاظو د ويلو جواز پیدا کیږي ،بیانو خلکو ته د دواړه ډلو دبرابرو ګرځولو هڅی ممکن ګرځي ، یوه مشهوره پیښه ده چې یو ځل یوسړي سیدنا ابوبکر صدېق رضی الله عنه ته ښکنځلې پیل کړې ، او هغه په پوره توګه د مخالف بدې او سپکې اوریدلې ، رسول الله صلې الله علیه وسلم هم د نژدې څخه دا منظر لیده او خندل یې، اخر صدېق اکبررضی الله عنه هم ددې ښکنځلو اوریدو څخه ستومانه شو ، نو همغه وه چې دهغه په مقابل کې یې یو سخته خبره وکړه . ددې خبری په اوریدو سره درسول الله صلې الله علیه وسلم حالت بدل شو او سمدستي د هغه ځایه ولاړ ، سیدنا ابوبکر صدېق رضی الله عنه هم ورپسې روان شو ، او کله چې د پیغمبر صلې الله علیه وسلم سره یو ځاې شو نو پو ښتنه یې ترې وکړه : ای رسول الله ! ددې څه علت و چې تر هغې چې هغه سړي ماته سپکې سپورې ويلې نو تا خندل او کله چې ما ورته په مقابل کې ځواب ورکړ نو ته خفه شوي او روان شوي . رسول الله صلې الله علیه وسلم ورته و فرمایل:
«ای ابو بکره ! تر هغې چې ته چپ وي نو ستا لخوا یوي ملایکې هغه ته ځواب ورکاوه او کله چې تا پخپله پیل وکړ نوبیا دهغې ملایکې په ځاې شيطان راغی نو اخر زه دشيطان سره څنګه کښيناستی وای . »
ددې پیښی څځه را په ډا ګه کیږي چې د یو داعی له پاره دبدۍ ځواب په بدۍ نه بلکه په نیکې اوصبر سره ورکول په کار دې او په همدې کې د الله رضا پټه ده ، لکه چې مسلمانانو ته په همدې توګه تعلیم ورکوي او ورته فرمایي چې :
« خذالعفو و امر بالعرف و اعرض عن الجاهلین » (القران )
[ای پیغمبره ! د نرمۍ او عفوي لار خپله کړه ، په معروفو امر وکړه او دناپوهانو سره مه نښله.]
په دې ایت کې رسول الله صلې الله علیه وسلم ته د نرمۍ او ملایمی وينا ، تحمل او عالې ظرفۍ ښوونه شوي ده ، د مخالفینو لخوا د سختو خبرو ، بهتان، تکلیف او اذیت رسولواو د شرارت او مزاحمت د رويی په مقابل کې رسول الله صلې الله علیه وسلم ته دتحمل او عفوي کولو لار ښوونه شوي لکه چې رسول الله صلې الله علیه وسلم فرمایلې دې :
« زما پروردګار ماته حکم کړې دې چې زه د غضب او رضا په دواړو حالتونو کې په انصاف حکم وکړم ، هغه څوک چې له ماڅخه ځان غوڅ کړې دهغه سره جوړ شم، هغه څوک چې ما دخپل حق څخه بې برخې کوي زه هغه ته دهغه حق ورکړم او هغه څوک چې له ماسره ظلم وکړې زه هغه ته بښنه وکړم»
تاسې چې هر چیرته د حق د تبلیغ له پاره درومئ نو هلته ستاسې راتګ دخلکو له پاره بایددخوښۍ زیری وي ، د نفرت سبب نه وي او تاسې د خلکو د اسانیتاو با عث وګرځئ، دتنګۍ اوسختۍ ذریعه و نه ګرځئ. د پیغمبر صلې الله علیه وسلم دا صفت په قران کریم کې په دې توګه یاد کړل شوي دې .
« فبما رحمة من الله لنت لهم و لو کنت فظا غلیظ القلب لا نفضوا من حولک » (العمران ۱۵۹)
[ دد الله رحمت دې چې ته دهغوي له پاره د نرم خوي خاوند یې او که چیرې ته بد خويه او سخت زړی وایي نو داټول خلک به ستا د شاوخوا څخه خپاره شوي وای]
په بل ځاې کې فرمایي چې :
« ادع الې سبیل ربک بالحکمة و الموعظة الحسنة و جادلهم بالتی هي احسن » ( العمران )
[ ای پیغمبره ! د خپل رب د لارې په لور په پوره حکمت اونصیحت سره بلنه ورکړه او دخلکو سره په غوره او نیکه توګه بحث وکړه ]
یعنی په خوږه ژبه او شریفانه اخلاقو سره د په زړه پورې دلایلو په اساس ددعوت د وړاندې کولو ښوونه رسول الله صلې الله علیه وسلم ته ورکړل شوي وه او هغه صلې الله علیه وسلم هم په هغې عمل کړې و :
« ادفع بالتی هي احسن السیئة نحن اعلم بما یصفون » (المؤمنون ۹۶)
[تاسې بدې په ډیری غوره لار سره دفع کړئ مونږ ته دهغوي خبری چې ستاسې په خلاف یې جوړوي ښه معلومی دې . ]
دتبلیغ د حکمت په دې ډګر کې هغه صلې الله علیه وسلم خپل ځان یواځې د مکې په کلې پورې و نه تاړه بلکه د سعیدو ارواحو په لټه کې هغه صلې الله علیه وسلم د مکې څخه د باندې سیمو کې هم ددعوت د رسولو پر لپسی کو ښښونه کړې دې . هر کال به دحج په ستره ټولنه کې رسول الله صلې الله علیه وسلم د هری قبیلې ځاې ته ورته او هلته به یې هر وګړي ته دعوت ورکاوه ، د نوي نوي خلکو سره به یې کتل ، هغه خلک به چې د تجارت او یا نورو کارونو له پاره کلې ته ورتلل هغوي ته به یې دحق دعوت وړاندې کاوه په میلو او بازارونو کې به یې چې دلري لري ځاې څخه به ورته خلک را تلل ددعوت تفصیلات وړاندې کول ، تر څو ددعوت جرړی دمکې څخه د باندې هم خپری شي او د اسلامی تحریک لاس تر لري لرې ځاېو پورې و غزیږی. د همدې مقصد په خاطر یې د مکې څخه دباندې طایف ته سفر وکړ او دا دمکې څخه د باندې ددعوت پایلې وي چې بالاخره د مدینی خلکو دهغه بلنه و منله ، همد ا دتبلیغ حکمت و چې دهغې په واسطه په مکې کې را ټوکیدلې بوټي د مدینی په باغ کې و غوړیدل او تنه وره ونی ترې جوړی شوي.
د تبلیغ دنده دحق غو ښتنی او حقې وينا ستر منصب دې ، چې په کې دکومی ډلې ستاینه او د کومی بلې ډلې پر خلاف د هيڅ ډول تعصب او کینی پوښتنه نه پیداکیږي . حق غوښتونکې مبلغ د ټولو له پاره د یوه ډول سلوک خاوند وي ، چې په اصولي توګه دهغه مخالف هم په دې پو هيږي چې هغه د جاهلې ټولنو څخه دکومی ډلې وګړی نه دې. دهغه بې غرضه حق د هر چا له پاره حق دې د هغه پریکړه او کړنلاره په مکمله تو ګه د انصاف څخه ډکه او بې طرفه وی، هغه دچا دکمزوریو څځه په ګټې پورته کولو سره په هغه نه ورپریوزی، بلکه هغوي په خلکو کې د عمومی را پیدا شوي خرابیو په نښه کول په پوره حکمت او پوهي سره کوي ، څوک چې لالچې وي ، دهغې سره جګړه نه کوي او نه ورسره مباحثه کوي ، بلکه هغوي ته دحق د څرګندولو وروسته په پوره صبر ، شرافت او تحمل سره دهغوي څخه جدا کیږي . همدا کړنلاره رسول الله صلې الله علیه وسلم د خپل ټول تبلیغ په دوران کې دخپلو مخاطبینو سره کوله ، نه د چا څخه خفګان ، نه غصه ، نه دچاسره دښمني او نه د چاسره مجادله او بحث ،بې غرضه حق ويونکې و ، چې د ويلو اوپه هغه د پوهولو اسانه لار یې اختیار کړې وه ، خو ددې شریفانه عمل په مقابل کې دمخالفینو لخوا ظلم او تیري ، ټوقی ، مسخرې ، سپکې سپورې ، الزام او بهتان ، لفظی او جسماني اذیت ، ان تردې چې دهغې د قتلولو له پاره یې هم قدم پورته کړ ، خو درسول الله صلې الله علیه وسلم صبر او تحمل ، بردباری او برداشت ، نرم خويی، نرمه وينا او ..... رویه به په پر لپسی توګه جاري وه ، ددواړو خواو دې متضاد عمل او کړنلارې دهغه صلې الله علیه وسلم عالې ظرفی ، شریف النفسی ، او د اعلې درچې اخلاقی لوړوالې داسې را په ډاګه کړ چې په تدریج سره د مخالفینو څخه هم یو زیات شمیر ، که څه هم د لالچې او ضدې توب په واسطه یې په ښکاره ډول تر یوه وخته پورې دهغه مخالفت کاوه خو په زړه کې یې ويره اورعب، د ذهن روښانه کیده او دسینی پراخيده پیل شوي و . مخالفینو دهغه دستر انسانیت تر مخه خپل موقف او اخلاق دواړه کمزوری محسوسول ، کله کله به یې په پټه قران کریم اوریده او کله کله به یې په خپل منځ کې په حق اعتراف هم کاوه، ابوجهل خو په اخر کې په صافه توګه وويلې : د پخوا څخه ټول فضیلتونه بني عبدمناف سره را ټول شوي وو، او اوس وایي چې نبوت هم له دوي سره دې .
ددې څخه را په ډاګه کیږي چې په مکې کې دهغه صلې الله علیه وسلم (۱۳) کلن حکیمانه تبلیغ او لوړو اخلاقو د مخالفینو اخلاقی محاذ دداخل حځه بلکل خوړلې و . هغوي په ضدې توګه په مخالف محاذ کي ولاړ و ، خو دهغوي داخلي اخلاقی قوت ماتی خوړلې وه، دهغه صلې الله علیه وسلم په را تلونکو کامیابیو کې دهغه د تبلیغ حکمت ډیر زیات اغیز درلود.
صلې الله علیه وسلم