طالبانو په میدان وردک ولایت کې مدرسو ته ګواښ وکړ
2011-07-17 01:50:20
طالبانو په
میدان وردک ولایت کې مدرسو ته ګواښ وکړ
د میدان وردک
ولایت مقامات وايي چې سخت دریځو طالبانو په چک ولسوالۍ کې د دیني مدرسو د بندولو
ګواښ کړی دی.
طالبان له تېرو اتو کلونو راهیسي په ښوونځیو پسې راخیستې او په مختلفو پلمو
یې د هغو بندولو او سوځولو ته ملا تړلې وه خو دا لومړی ځل دی چې په یوه ولایت کې د
طالبانو له لوري دیني مدرسو ته هم خبرداری ورکول کېږي.د میدان وردک ولایت د
مطبوعاتي دفتر له یوې خبرپاڼې سره سم طالبانو تېره اوونۍ د میدان وردک په جک
ولسوالۍ کې دیني مدرسو ته خبرداری ورکړ چې تدریس ودروي.
دا په داسي حال کې ده چې د
افغانستان د معارف وزارت د دې لپاره چې د ګاونډي پاکستان په دیني مدرسو کې د دوی
په وینا تروریستان او ځانمرګي روزل کېږي د ټولو ولایتونو په ولسوالیو او مرکزونو
کې د دیني مدرسو او دارالعلمونو جوړولو کار تېز کړی او اوس تقریباً په ټولو
ولایتونو او ولسوالیو کې مدرسې فعالې شوې دي.
د میدان وردک ولایت چارواکو په خپله خبرپاڼه کې د طالبانو دا اقدام غیرانساني ، غیر افغاني، غیر دیني او غیر اسلامي ګواښ بللی او هغه یې غندلی دی.د دغه ولایت په مطبوعاتي اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې دا د افغانستان د مسلمان ملت پر مخ د الله د معرفت پیژندنې د دروازو د تړلو په مانا ده.د خبرپاڼې په دوام کې د طالبانو د دې اقدام دلایل او هدفونه په دې ډول څرګند شوي دي:
۱:غواړي د افغان دیني مدرسو دروازې د افغانانو پرمخ و تړي او د دیني مدرسو طالبان مجبوره کړي چې د دینی زده کړو لپاره چې د ولس یو له ضرورتونو څخه ده، د ګاونډیو هیوادونو مدرسو ته مخه کړي. څو له یو طرفه د هېواد پالنې مېنه په کې ووژني او له بل طرفه یې له هغو جاسوسي شبکو سره چې دوی روزي اړیکو جوړولو ته وهڅوي.
۲. له دې لارې غواړي خپل صفونه په کوچنیو طالبانو، هغه چې بل ملک ته د تللو توان نلري، تقویه کړي.چک ولسوالۍ په وروستیو کې د طالبانو او حزب اسلامي د غړیو ترمنځ د خونړیو جګړو شاهده وه.