په کابل ښار کې ځانمرګى بريد وشو

د کابل جلال آباد پر لويه لاره  څرخي پله  ته څېرمه ، همدا نن سهار ( د غبرګولي په  ٩مه ) د امريکايي سرتېرو پر يوه کاروان ځانمرګى بريد وشو .

 

د کابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيق رييس مل پاسوال عليشاه پکتياوال ، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځانمرګى بريد د يوه موټر په وسيله شوى دى .

 

 نوموړي ددغه بريد له امله د اوښتي ځاني زيان په اړه معلومات ورنه کړل .

 دغه بريد د زن آباد او قلعه وزير ترمنځ شاوخوا ٨:٢٠  تر سره شو .

 

په سيمه کې  د بهرنيانو دوه زيانمن شوي موټر ولاړ دي  ،د چاودنې سيمه په وينو لړلې ده او امنيتي ځواکونه نږدې څوک نه ور پرېږدي .

 

 په سيمه کې عيني شاهدان وايي چې په دغه بريد کې دوه امريکايان او درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ملکي کسان ټپيان دي .

 

 ددغه بريد مسووليت د پخوا په څېر طالبانو په غاړه اخيستى دى .

 

 ددغې ډلې يوه وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته د ټېلېفون په کرښه وويل چې  په دغه بريد کې يې د امريکايانو دوه موټر ويجاړ کړي او نهه امريکايي پوځيان يې وژلي دي . 

 

 په دې اړه تراوسه امريکايي ځواکونه څه نه دي ويلي .