زه ډېره خوشاله يم چې مسلمانه شوم (عايشه وايټ)

زه ډېره خوشاله يم چې مسلمانه شوم (عايشه وايټ)

ژباړه: عبدالغفارجُبير

دا يوه امريکايي مېرمن ده چې(Patel White)  پيټل وايټ نومېده په (لاس انجلس) کې په جنوري، 25، 2009 کې مسلمانه شوه او دغه لاندنۍ کرښې د دې خپله ليکنه ده:
زما له کوچنيوالي څخه له مذهب سره ډېره مينه وه، د بې مذهبه شخص څخه مې کرکه وه لکه د سيکولر، کمونيست او داسي نورو څخه، په امريکا کې خو دومره ازادې ده چې لور مور ته او پلار زوى ته دا نه شي ويلاى چې ته دکوم مذهب يا غيرمذهب پيروان يې؛ د زده کړې پر مهال مې هم له مذهب سره ډېره زياته مينه وه، ژوندتېرېده، د هر مذهب خلک، رسوم، عقايد او خرافات به مې تر سترګو تېرول کله خواشينې او کله بيا خوشاله، د تعليم په سلسله کې و (Bible College) بايبل کالج (د انجيل پوهنځۍ) ته ورسېدمه؛ په بايبل کالج کې يوازې د اوسني انجيل (Bible) د حقانيت، د عيسايت، د قران خلاف توطيې، د مسلمانانوپه يونوم نه په يونوم تورول او بدنامول، د اسلام په خلاف پروپاګندې او تورونه، مسلمانان هر ځاى ځپل، د محمد (ص) سپكاوى ثواب ګڼل او د اوسني عيسايت ريښتنوالي او داسې نور د دې کالج مهم درسونه و، پوره دوه کاله مې په بايبل کالج کي تېر کړل تر دې چې ترې فارغه شوم، اوس نوموږ ته دا دنده راکول شوه چې عملي کار وکړو، مطالعه وکړو، څېړنه وکړو او څه وليکو ترڅو بيا دولت موږ ته انعام راکړي او په ټولنه کې نفوذ ومومو، نو له ځان سره مې دا پرېكړه وکړه چې په انجيل خو خبره يې ښه به دا نه وي چې د مسلمانانوپه کتاب (قرانکريم) هم خبره شم؟!، چې دوى وايي دا د خداى (ج) کتاب دى، د هندوانوپه کتاب (ويدا او نورو) هم خبره شم دوى هم وايي چې دا هم د خداى (ج) کتاب دى او داسې نور۔۔۔ تر هر څه مې لومړى دا هوډ وکړ چې په اسلام ځان پوه کړم، نوپه دې تکل کې شوم چې يوه مسلمانه ملګرې پيدا کړم، ډېر نژدې په ګاونډ کې مې يوه مسلمانه پرتمينه مېرمن چې (فاطمه محمود) نومېده اوسېده، دې په يوه اسلامي مدرسة امحصنات کې ښوونکې هم وه، کور ته ورغلم د سهار ناري (Breakfast)لپاره دا ډېره په مينه، ورين تندي او په خنداسره راووتله، زما هرکلى يې ووايه، ښه راغلاست مې يې وکړ او څومره عزت يې چې په وس کې وه په هغه اندازه يې زماميلمه پالنه وکړه، په خندا مې ورته وويل: تاسې مسلمانان تر ټولوخلکو مېلمه پال ياست۔ دې ځواب راکړ: زموږ خوږ پېغمبر (ص) موږ ته امر کړى دى چې تاسې د خپلو مېلمنو عزت وکړئ بيامې ورڅخه وپوښتل: تا زماسره دومره ښکلې رويه په خندااو ورين تندي وکړه چې زماڅخه دې ټول غمونه هېرکړل! دې وويل: زموږ خوږ پېغمبر (ص) تر ټولوانسانانو لوړاخلاق لرل، او هغه موږ ته ويلي دي: هر څوک چې له يوچا سره په ورين تندي ملاقات وکړي او له هغه څخه پرېشاني ليرې کړي نو لومړى به الله (ج) له دې سړي ګناهونه ليرې كړي او بيابه يې جنت ته داخل کړي۔ د دې هرې خبرې په اورېدو سره مې د زړه په کوګل کې د بدلون احساس کاوه، دا خبره مې ورسره شريکه کړه چې مابايبل کالج پاى ته رسولى که مې د اسلام مطالعه کوله نو ته به هرومرو را ته لارښوونه کوې، او کتابونه به را ته پيدا کوې، خوپه خندا کې مې ورڅخه وپوښتل چې د قرانکريم قېمت خوبه ډېرګران نه وي؟ دې را ته وويل: لومړى خو قرانکريم وړيا دى، او که وړيا نشي پيدا نو ستاسو د يوه انجيل په قېمت زموږ پنځه (5) قرانکريمونه رانيول كېږي. نوره پسې خوشحاله شوم، دا ځکه چې امريکا له ډېر بد اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دى، او بانک مې ډېر پوروړى دى او حال دا چې په بانک كې هېڅ ډالر نشته د يو نيم ساعت تېرولو څخه مې د اجازې غوښتنه وکړه، اجازه يې راکړه، د خپل مبايل، فاکس، ايمېل پتې اونمبرونه مې ورکړل، اوس نو زه د دې مسلمانې مېرمنې هر څه څارم، د راوتلو پر مهال يې زما څپلۍ سمې کړې او دا يې راته وويل چې لومړى ښۍ څپلۍ په پښه کړه او بياکيڼه، ما وويل دا ولي؟ دې ځواب راکړ چې زموږ خوږ پېغمبر (ص) امر کړى دى چې خوراک په ښي لاس کوى، چې کله جامې اغوندى نو له ښي لوري يې پيل کوى، او چې کله څپلۍ په پښوکوئ نو لومړى ښۍ او بيا كيڼه په پښو كړئ زه پر همدغه ځاى باندې هک پکه حيرانه شوم او له ځان سره مې په زړه کې وويل: څومره ښه دين دى، (1400)کاله وروسته د پيغمبر يوکوچنى امر څومره په مينه او لېوالتيا سره دا مسلمانان پر ځاى کوي، دا واقعا يوه غټه معجزه ده او دا پېغمبر سل په سلو کې ريښتنى دى دا ځکه چې ډېر غټ طاقتور خلک او پاچايان تېر شوي دي خو سل کاله وروسته د هغه نوم او نښان ټول ورک شي. او دا د دې پيغمبر معجزه ده چې هره خبره يې هر مسلمان په خپل ژوند کې عملي کوي؛ په خوښۍ سره راووتلم او خپل کور ته راغلم، له خپل ځان سره مې نيم ساعت فکر وکړ کښېناستلم يوه پياله قهوه مې وڅښله اوپه دې سهارني لنډ سفر کې مې فکر وکړ، ډېره خوشاله او هوډ مې وکړ چې دا مسلمانه به ستا دوسته او هر ځاى چې تللې درسره به وي۔ نوى کال را روان دى د نوي کال (2009) په مناسبت مې د پخوا د عادت په خلاف دې مسلمانې خور ته ټليفون وکړ چې ته او ستاسره لس نورې مسلمانې مېرمنې راوله او سبا شپه زماپه کور کې زما مېلمنې ياست، دې راسره ومنله، او ما خپل تيارى پيل کړ، ګلان مې رانيول اود کرېسمس ونه مي هم راوړه، هر څه مې تيار کړل، اوس نوزما موخه دا ده چې څه پوښتنې ګروېږنې د قران اوانجيل په اړوند وکړم، چې يقينا دا ورځ زما د ژوند يو نوې پړاو ستر انقلاب پيل دى، چې زه هم ورته ډېره لېواله يم، د تش په نامه عيسويت څخه مې د کرکې سلنه مخ په لوړېدو ده، د فاطمې له ملاقات وروسته طبعا ډېره خوشاله ښکارم، چې هر ملګرى مې وويني نو راته وايي پټل وايټ، څومره روښانه او خوشاله ښکارې! زه په مسکا سره ځواب ورکوم او نور ورته هېڅ نه وايم، او د خوښۍ له کبله مې په ټول بدن کې يونه ليدونکى خوځښت پيدا شوى دى چې زه يې ډېر ښه ادراک کولاى شم، هغه ورځ چې شېبې  مې ورته شمېرلې راورسېده او د پنجشنبې (زيارت) ورځ او د جنورې د (2009) کال لومړۍ نېټه ده، هغه وخت چې ما فاطمې ته ټاکلې وه پر هغه مهال دوى راورسېدلې، د حورو په شان ښکلې مسلمانې چې د خوښۍ او د مخونو ځلا يې له ورايه جوتېده راغلې، ما داسې فکر وکړ چې دا څه ښکلې رڼاوې زما کور ته راننوتې، کېداى شي دا بشر نه وي، له ډېرې خوښې څخه مې اې زما خدايه! چيغه له خولې ووته، فاطمه پوه شوه چې دا هيجاني شوه نو يې په غېږ کې ټينګه کړم، ما ورته ښه راغلاست ووايه او ټول کښېناستلو، د دوى په مزاج زه څه پوه وم هغه څه چې په اسلام کې حلال و، هغه مې ورته برابر کړي وو، تر هر څه مې لومړى ډوډۍ ورکړه، ډوډۍ په ډېرې خوشالۍ سره وخوړل شوه، ماپه دغه ورځ دومره ډوډۍ د فاطمې په څنګ وخوړله چې په ژوند کې مې په ياد نه راځي او د هغې ډوډۍ خوند مې د ژوند له يوې ښې خاطرې څخه ده؛ د ډوډۍ له پروګرام څخه مې وروسته له فاطمې وپوښتل چې تاسې زموږ د انجيل او عيسويت په اړه څه واياست؟ دې ځواب راکړ چې اسلام يوازينى غير عيسايي دين دې چې وايي: هېڅ مسلمان، مسلمان کېداى نه شي که پر دې ايمان رانه وړي چې حضرت عيسى (ع) پيغمبر نه دى، او انجيل د خداى (ج) کتاب نه دى، موږ په دې ايمان لرو چې حضرت (ع) د الله (ج) ګران پيغمبر دى، هغه د بي بي ميريم (رض) څخه په معجزانه ډول سره بې له پلاره پيداشوى دى، هغه د الله (ج) په امر سره مړى راژوندي کول، له موره پيداشوي ړانده يې بيناکول، د پيس د ناروغۍ علاج يې کاوه او داسې نور د الله (ج) په امر او اجازې سره. بيا مې ورڅخه وپوښتل چې تاسې پر انجيل ايمان لرې نو داخو هم د الله (ج) کتاب دى؟ فاطمې په خندا را ته وويل چې ته خواشينې نه شې او احساسات دې ژوبل نه کړم، ورغبرګه مې کړه چې ته خو لومړى مېلمنه يې او ما ته حق راوښيه هر څه چې دي منم يې او قناعت به راکوې؟ دې را ته وويل، خپل بايبل دې را واخله زه ولاړه شوم او له المارۍ څخه مې (King James Version Bible) کينګ جيمز ورژن بايبل راواخيست، له ما څخه يې وپوښتل چې دا اوسنى انجيل خوانجيل يوحنا، انجيل لوقا، انجيل مراقس او انجيل متى دي انجيل عيسي چېرې دى؟ موږ پر هغه ايمان لرو، زه يقيناخجالت اوخاموشه شوم، بيا يې راته وويل، دا خپل انجيل دې خلاص کړه ما هغه خلاص کړ دې راته وويل، چې لومړى کتاب لومړي مخ او لومړۍ ليکې ته راشه، ما د متى کتاب خلاص کړ او په لومړي مخ کې ېې د حضرت عيسى (ع) د نسب لړې ده چې د حضرت عيسى (ع) د يوسف نجار زوى دى، بيا فاطمې راته وويل چې دا ياد وساته او دويم کتاب خلاص کړه، ما دويم کتاب چې د مراقس په نوم دى خلاص كړ په هغه هم د حضرت عيسى (ع) د نسب لړۍ ده چې په هغه کې حضرت (ع) د ابراهيم زوى دى، بل ځاى مو خلاص کړ چې هلته د نعوذبالله د خداى زوى دى، بيا يې مخ راته را واړاوه چې دا څنګه د خداى کتاب دى يو پيغمبر او څو پلرونه، زه يقينا بې ځوابه وم، او داسې شل نور ځايونه يې راته وښودل چې خپله انجيل اياتونه سره په ټکر کې وه او ما ته يې وويل، چې زه يوکوچنى کتاب (Booklet) لرم چې په هغه كې د اوسني انجيل (101) تعارضونه پکې راغلي دي او درته به يې راولېږم، بل ځاى يې انجيل خلاص کړ چې پکې ليكل شوي وو:
يوه ورځ عيسى وږى شو، او دا نځرو ونې ته ورغى چې انځر وخوري، په داسې حال كې چې د انځرو وخت نه و، ونې خالي او سپېرې وې نو يې انځرنه کړل پيدا چې بيا يې انځرو ته ښيرا وکړه او (2000) ونې يې له منځه يوړې.
بيا فاطمې مخ را ته راواړاوه چې اوس په امريکا کې هر کوچنى په دې پوهېږي چې د انارو وخت کوم دى، د مڼو وخت کوم دى، او هم داسې د هر شي وخت که سبزي وي اوکه مېوه وخت يې معلوم دى، او حضرت عيسي (ع) چې د خداۍ يو نازولى پيغمبر و، نو ده ته لا دا نه معلومېده چې کله د انځرو وخت دى، نو داټول له ځان څخه ليکل شوي دي او دا د الله (ج) کتاب نه دى؛ د انجيل (24000) نسخې ليکل شوې دي او دوې يې هم يو ډول نه دي، دا ځکه چې دا د بندګانو له خوښې سره سم کتاب دى، په دې اوسنيو انجيلونو کې په (King James Version) کې تثليث شته مګر په (Revised Version)  کې بيا دا ايات نشته دا ولې؟ زه په دې وخت کې د خاموشۍ پر بستره ناسته وم او نه مې تور تر خولې وتل او نه هم سپين۔ بيا مې وپوښتل چې موږ خو (Salvation) نجات لرو او هغه دا چې حضرت عيسى (ع) زموږ د ګناهونو پېټى پر غاړه اخيستى او خپل ځان يې قرباني کړ او موږ به خامخا جنت ته ځو، فاطمې بايبل خلاص کړ او دا ايات يې راته ووايه:
زوى د پلار اوپلار د زوى معاوض نه شي کېدلاى يا نې يو د بل په ګناه نه نيول کېږي۔ کله چې مې دا وليدل نورنګ مې ولاړ او خپله مې ورته وکتل چې دې ښځې خوبه څه جادو نه وي درباندې کړى، هغه واقعا همداسې وه، له ځانه سره مې وويل، چې زه څومره غولېدلې يمه، اوټول عيسويت د خرافاتو او بې بنسټه عقيدو څخه ډک دى؛ او دا ټوله قربانې چې ماپه عيسويت کې ورکړې ده، هغه ټوله له اوبو سره لاهوشوه، اوکله چې مې دې ايات ته وکتل نو هغه په سره رنګ باندې ليکل شوي دي دا زما انجيل) (Red light Bible دى مطلب دا چې هغه کليمې چې حضرت عيسى (ع) ته منسوبې دي هغه ټولې په سره رنګ سره ليکل شوې دي، او د حضرت عيسى (ع) ويناوې د ټولو څلورو انجيلونو(10) په سلو کې دي او هغه نور چې په تور رنګ سره ليکل شوې دي هغه د ده وينانه ده، نو مې ښه يقين شو چې دا خو د حضرت عيسى (ع) وينا ده نو دې څنګه زموږ ګناهونه پر خپلو اوږو اخلي، له دې پوښتنو او ځوابونو څخه وروسته زه په خپل دين (عيسويت ) کې نوره هم شکمنه شوم، او وفاطمې ته مې وويل، چې که ما هر وخت درته ټليفون وکړ نو ماته به خامخا ځواب راکوې او وخت به راکوې، او له نن څخه به ما ته يوټوک قرانکريم سره له ترجمې او تفسيره او څه نور اسلامي اړين کتابونه پيدا کوي او زما کور ته به يې راوړې۔
درې ورځې وروسته مې پارک ته د تلو بلنه ورکړه، فاطمې راسره موافقه وکړه دا راغله او دواړې پارک ته په بس کې روانې شوو، چې زما او د دې پر ټوله لاره باندې د بحث تود ټکى اسلام او عيسويت وو، کله چې پارک ته ورسېدو نو ما ټيکټان راواخيستل او داخل شوو، د پارک مرکزي برخې ته لا نه وو رسېدلي چي پر ما د زړه يوه کوچنۍ دوره راغله او بې هوښه شوم، يو وخت چې په هوښ کې راغلم چې ومې کتل په روغتون کې پر کټ باندې پرته يمه سپين رخت مې په ځان دى او زما خوږه دوسته فاطمه مې ښې لور ته ناسته ده، په خبرو مې پيل و كړٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍٍ په کرار سره يې راته وويل، چې زه ستا د زړۀ ګراف ته ګورم له خبرو څخه منع يې، د زړه په ګراف کې دې بدلون راځي او په تکليفېږې، دې دومره په مينه سره وضعه کوله لکه له يوې ډېرې خوږې خور سره د دوو ورځو تېرولو وروسته زما د زړه حرکتونه سم شول او روغه شوم کله چې کور ته راغلو نو مې ورته وويل: زما خورې په پارک کې به دې پرېښودلې وم چې مړه شوې واى ولې دې روغتون ته يوړم؟ دې ځواب راکړ چې زما ګرانې خورې ته زما د بدن يوه غړې يې اوالله (ج) په قران کريم کې موږ ته فرمايي:
که مو يو چا ته ژوند ورکړ لکه ټولو انسانانو ته مو چې ژوند ورکړى وي.
له دې ټولو حالاتو وروسته مې د لوى خداى (ج) په مرستې سره مې د (2009) کال د جنورۍ په ۲۵ مه په مدرسة المحصنات کې چې مخکې مې له د اسلامي اصولو سره سم غسل وکړ او اسلامي جامې مې په تن وې د ډېرو مسلمانانو په حضور کې اسلام راووړ او د شهادت کلمه مې وويله او په خپله خوښه مې خپل نوم چې (Patel White) و، په (Ayesha White) عايشه وايټ بدل کړ، او دا اسلام دومره غټه هستې ده چې زه يې په ژوند کې شکر نه شم ادا کولاى.