د روژې په مياشت كې اعتكاف مسنون عبادت دى
2009-09-12 00:39:25
د روژې په مياشت كې اعتكاف مسنون عبادت دى
د روژې په مباركه مياشت كې د عبادتونو له ټولګې څخه هم يو له اعتکاف دى. اعتكاف دې ته وايي چې يو مسلمان روژه لرونکى يوازې د الله تعالى د عبادت په نيت په مسجد کې د ټاکلي وخت لپاره ځان ايسار کړي او اعتکاف د ټولو امامانو په اتفاق يو مسنون عمل دى امام احمد (رح) وايي چې هېڅ داسې کوم عالم نشته چې د اعتکاف په مسنونيت کې اختلاف ولري.
د عباداتو په مشروعيت کې زيات رازونه او پټ حکمتونه وي دا ځکه چې د اعمالو د قبلېدلو تعلق تر نيتونو پورې وي او اعتکاف د زړونو د اصلاح يوه غوره وسيله ده او د بخاري او مسلم د صحيح حديث له مخې کله چې زړه اصلاح شي د انسان ټول جسم او له هغه څخه پېښېدونکي عملونه هم ټول اصلاح کېږي.
کوم شيان چې زړونو ته زيان اړوي او هغه فاسدوي هغه د دنيوي ژوند هغه مصروفيتونه دي کوم چې انسان د الله تعالى له بندګۍ او مناجات څخه مشغول ساتي لکه د ښو خوراکونو او د خوندورو مشروباتو اشتهاء، له ښځې سره جماع کولو ته شوق، پالتو او بې ګټې مجلسونه او خبرې اترې، بې اړتيا او له اندازې ډېر خوب او بېځايه ملګرتيا پالنه او داسې نور څه چې ورباندې مشغول کېدل زړونه تيت او پرک کوي او د الله تعالى له عبادت څخه يې اړوي.
ځکه خو الله تعالى او د هغه رسول (ص) ځينې داسې عبادتونه مشروع ګرزولي دي، چې هغه زړونه له دې دنيوي مصروفيتونو څخه فارغ کړي او د الله تعالى لور ته يې واړوي لکه روژه چې روژه لرونکي، د روژې په ورځ کې له حلال خوراک څښاک او جماع څخه د لمر لوېدلو تر وخته پورې ايساروي ترڅو په زړونو کې د الله تعالى طاعت او عبادت ته تقويه ورکړي او د شهوت او اشتهاء له ژولنو څخه يې ازاد کړي.
همدا راز اعتکاف مسلمان له زيات خوب کولو څخه راګرزوي ځکه چې اعتكاف كوونكى د دې لپاره په مسجد کې نه اوسي چې وخت په خوبونو تېر کړي، بلکې هغه خپل زيات وخت د الله تعالى په عبادت، نوافلو او د قرآنکريم په تلاوت تېروي.
څرنګه چې د روژې او اعتکاف دواړو عبادتونو مقصدونه د زړونو روزنه ده، چې له دنيوي مصروفيتونو څخه يې بندوي او د الله تعالى عبادت ته يې متوجه کوي، ځکه خو فقهاء وايي چې غوره تګلاره دادى چې انسان د روژې په حالت کې معتکف شي ابن القيم (رح) فرمايي: له رسول الله (ص) څخه يو هم داسې روايت نه دى شوى چې هغه دې بې روژې اعتکاف کړى وى بلکې عايشه (رض) فرمايي: بې له روژې اعتکاف نشته. (أبو داود)
د سلف صالحينو د اکثريت په نزد راجح قول دادى، چې روژه نيول د اعتکاف لپاره شرط دى شيخ الاسلام ابن تيميه (رح) هم دېته ترجيح ورکړې. له عبدالله ابن عمر او عبدالله ابن عباس څخه هم داسې روايتونه شوي دي د امام ابوحنيفه او امام مالک او امام اوزاعي همدا نظرونه دي، چې روژه نيول د اعتکاف لپاره شرط دى.
دا چې مونږ وايو د رمضان د مياشتې په درېيمه لسيزه کې اعتکاف کول يو سنت عبادت دى د دې دليل لاندې صحيح حديث شريف دى، چې رسول الله( ص) د رمضان د مياشتې په وروستيو لسو روژو کې اعتکاف کولو عايشه (رض) فرمايي.
ژباړه: رسول الله( ص) د وفات تر وخته پورې هر کال د روژې د مياشتي په وروستۍ لسيزه کې اعتکاف کولو او چې کله هغه وفات شو بيابه د هغه مېرمنو أمهات المؤمنين اعتکاف کولو.
امام بخاري يو بل روايت هم کړى دى چې: ژباړه: رسول الله (ص) د وفات کېدلو په کال شل ورځې په اعتكاف كې و.
يعنې د رمضان د مياشتي وروستۍ دوه لسيزې په اعتكاف كې و.
رسول الله (ص) به د اعتکاف ځاى ته تر لمر لوېدلو مخکې ننوتلو د بېلګې په توګه که به هغه وروستۍ لسيزې اعتكاف كاوه نو د شلمې روژې په مازيګر به د اعتکاف ځاى ته د ننه شو او که به يې غوښتل، چې وروستۍ دوه لسيزې اعتكاف وكړي نو د لسمې روژې په مازيګر به خپل د اعتکاف ځاى ته د ننه شو.
ابن ماجه له نافع بن عمر رضي الله تعالي عنه څخه روايت کوي هغه فرمايي: رسول الله (ص) چې به کله اعتكاف كاوه بستر به ورته وغوړول شو او يا به د توبې د ستنې په خوا كې ورته كټ کېښودل شو.
عايشه (رض) فرمايي: رسول الله (ص) به د روژې په وروستۍ لسيزه کې اعتكاف كاوه او ما به پرده ورته جوړه کړه چې کله به يې د سهار لمونځ وکړ بيابه هغې پردې ته ور دننه شو.
عايشه (رض) په بل ځاى كې فرمايي: رسول الله (ص) چې به كله اعكاف كاوه بيا به هغه كور ته بې (انساني) ضرورته نه را د ننه کېدلو. اعكاف كوونكى بايد د خپل اعتكاف په ځاى كې خوراك او څښاك وكړي.
اعتكاف كوونكى به خوراک او څښاک د اعتکاف په ځاى کې کوي، ځکه چې خوراک او څښاک داسې اړتياوې دي، چې هغه يې د اعتکاف په ځاى کې سرته رسولاى شي. ځکه خو د هغه لپاره د اعتکاف له ځاى څخه د وتلو اړتيا نشته.
عروه (رض) له عايشې (رض) څخه روايت کوي، چې هغې وفرمايل: د اعتكاف كوونكي لپاره دا سنت دي چې د رنځور پوښتنې ته ور نه شي، په جنازه کې ګډون ونه کړي، له ښځې سره ځان يا لاس ونه لګوي، جماع ورسره ونکړي، د هېڅ کار لپاره به د اعتکاف له ځاى څخه نه وزي مګر که داسې اړتيا وي چې بله چاره ونه لري.
مولوي عبدالحليم