په روژه كې عبادت د نور وخت په پرتله ډېر ثواب لري

په روژه كې عبادت د نور وخت په پرتله ډېر ثواب لري

د روژې په مياشت كې هڅه وكړئ چې ډېر عبادت وكړئ ځكه چې په دې مياشت كې عبادت د نورو مياشتو په پرتله ډېر ثواب لري او هڅه وكړئ چې ځان له هر ډول كوچنيو او لويو ګناهونو څخه وساتئ، ځكه چې په دې مياشت كې د جنتونو دروازې پرانيستې دي او د دوزخونو دروازې بندې دي. نو كه غواړئ چې په دې مياشت كې د لوى څښتن (ج) له بښنې څخه برخمن شئ له هر ډول ګناهونو څخه ځان وساتئ. د روژې يوه لويه ګټه داده چې مسلمان په حقيقي روژې نيولو سره كولاى شي چې خپل وجدان او خپل اندامونه له ګناهونوڅخه وساتي او د لوى خداى (ج) له بښنې څخه برخمن شي. ځكه كله چې د روژتي د نفس علاقه له ګناهونو سره لږه شي، له ګناهونو سره مخه ښه وكړي نو كولاى شي، چې وروسته له روژې هم په همدې ډول عادت شي او لكه څنګه يې چې په روژه كې له ګناهونو سره مخه ښه كړې وه وروسته له روژې هم خپلې پخوانۍ تګلارې ته ادامه وركوي. چې د روژې يوه له لويو ګټو څخه هم له ښو كارونو سره علاقه ډېرېږي او له بدو څخه ځان ساتي.

روژتى د روژې په مياشت كې خپل ځان د لوى خداى (ج) په يوه درانه عبادت کې بولي او کله چې يې نفس ورته د دروغو ويلو، چم، ناوړه کارونو، ښکنځلو، د بل د حق خوړلو او داسې نورو ناروا بلنه ورکړي نو دى وايي: زه به څنګه دا ګناهونه وکړم، په داسې حال کې چې زه روژتى يم، څنګه کولاى شي له دغه ستر عبادت سره ګناه يو ځاى کړم؟ زه چې د خداى (ج) په دې لوى عبادت بوخت يم نو څنګه كولاى شم چې ناروا كارونو ته مخه كړم، څنګه كولاى شم چې د خپل مسلمان ورور غيبت وكړم، څنګه كولاى شم چې غلا وكړم، د رشوت په كارونو كې ونډه واخلم، بهتان ووايم، دروغ ووايم او له مسلمان ورور سره ظلم وكړم.

دا د مسلمان لپاره يوه ډېره ګټوره مياشت ده، ځكه چې دا د رحمتونو، بركتونو او مغفرتونو مياشت ده، كه چېرې مسلمان په دې مياشت كې په سمه توګه عبادت وكړي كولاى شي چې له ټولو تېرو شوو ګناهونو څخه پاك شي، دا يو مسلمان ته له انصافه څخه ليرې خبره ده، چې په يو مهال هم عبادت کوي او هم ګناه، هم يې د روژې د عبادت په دود خوله تړلې وي او هم له هغې سره منافي کارونه ترسره کوي.

د دې په پلمه چې ما روژه نيولې ده له خلكو سره لفظي يا هم فزيكي شخړې كوي. د دې لپاره چې ورځ ورباندې آسانه تېره شي ټوله ورځ ويده كېږي، او ټوله ورځ هم له دنيوي ژوند او هم له عبادت څخه پاتې او خپل وخت په خوب تېروي، د دې په ځاى چې ټوله ورځ خوب وكړي بايد چې په دې مياشت كې د سپېڅلي كتاب قرآن عظيم الشان تلاوت وكړې ځكه چې په دې مياشت كې د قرآن يو ځل ختم د عمرې د حج ثواب لري، او بله دا چې د روژې په مباركه مياشت كې قران عظيم الشان نازل شوى دى، لوى خداى (ج) فرمايي، ژباړه: د روژې مېاشت هغه مېاشت ده، چې قران په كې نازل شوى، په داسې حال كې چې د خلكو لپاره لارښود دى او د لارښوونې څرګند دلايل او د حق او باطل تر منځ بېلونكى. د اسلام ستر لارښود حضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) فرمايي، ژباړه: كه كوم څوك په دې مېاشت كې د قران كريم يو آيت تلاوت كړي نو دومره ثواب وركول كېږي، لكه په نورو مېاشتو كې چې پوره قران ختم كړي، نو د دې لپاره چې خپل وخت په خوب او يا داسې نورو كارونو تېر كړي د سپېڅلي قران ختم دې وكړي چې الله (ج) په يو ځل تلاوت سره د عمرې ثواب وركوي نو مسلمان ولې دومره بې پروا شي. روژه بايد د يوه تدريب او تمرين په توګه وکارول شي او انسان له دې څخه په الهام اخيستلو همېشه پر خپل نفس کابو ولګوي.‏ خپل نفس تل په خپل واك كې وساتي، او تل په خپل ځان واكمن وي، ډېر كسان نه شي كولاى چې خپل ځان كنټرول كړاى شي. ځكه چې په ځان نه كنټرول لرونكي اصلاً خپله ځواكمنه اراده نه لري، يو مسلمان بايد چې تل په خپل ځان ځواكمنه اراده ولري، كه چېرې ځواكمنه اراده ولري نو كولاى شي چې ځان له ګناهونو څخه وساتي.

په روژه كې له خپل مسلمان ورور سره نيكي كول، د خپل مسلمان ورور د احوال اخيستل، د ناروغانو پوښتنه كول، د هر مسلمان دنده ده.

 مولوي عبدالحليم