په كومو څيزونو روژه مكروه كېږي؟

په كومو څيزونو روژه مكروه كېږي؟

د روژې په مباركه مياشت كې هغه کړه وړه چې بايد روژه لرونكى له هغې څخه ځان وساتي او دا چې په هغې باندې روژه مكروه كېږي نو له دې امله بايد چې د امكان تر كچې پورې هڅه وشي چې له دې كارونو څخه ډډه وشي. چې د روژې له مكروهاتو څخه ځينې په دې ډول بيانېږي.
په روژه كې د ورځې له خوا ډېر زيات خوب کول روژه مكروه كوي، بايد چې روژه لرونكى دومره خوب ونكړي چې د روژې په مباركه مياشت كې له نورو عبادتونو څخه ځان بې برخې كړي، ځكه چې د روژې په مباركه مياشت كې عبادت د نورو مياشتو په پرتله ډېر زيات ارزښت لري ډېر زيات ثواب لري.

سره له دې چې په روژه كې له ډېر خوب څخه ځان ساتل په كار دي، بايد چې په روژه كې له اندازې څخه ډېر خوراك او څښاك هم ونه شي، ځكه چې په روژه كې له اندازې څخه ډېر خوراک او څښاک کول په معدې باندې ډېر فشار راوړي، دا چې له پېشلمي څخه بيا تر ماښامه پورې نه څه خوړل كېږي او نه هم څه څښل كېږي، يوازې له ماښام څخه وروسته د خوراك او څښاك وخت نو له دې امله معده نه شي كولاى چې په دې لږ وخت كې دومره ډېر خوراك هضم كړاى شي. په معده باندې ډېر فشار راوستل په خپله د بېلابېلو ناروغيو لامل ګرځي. نو هر روژه نيوونكي ته لازمه ده چې د خپلې روغتيا په خاطر او په دې خاطر چې په روژه كې ډېر خوراك او څښاك مكروه دى له ډېر خوراك او څښاك څخه ډډه وكړي.

روژه نيوونكى بايد چې پشلمى دومره وختي ونكړي، چې د سهار تر لمانځه خوب وشي يا هم ټوله شپه ويښه تېرول تر پشلمي پورې چې بيا د سهار لمونځ قضا يا خو ناوخته اداء شي. مانا دا چې په اسلام كې هر څه كې منځلاري ښه لاره بللې.

د تراويحو لمونځ چې پيغمبر (ص) شل ركعته په خپلو امتيانو سنت ګرځولى نو بايد چې د تراويح په لمانځه كې سستي كړل روژه مكروه كوي، نو له دې امله چې روژه مكروه نه شي او له بلې له موږ څخه حضرت محمد (ص) خوښ او خوشاله وي نو بايد چې د تراويح لمونځ قضا نه شي.
په روژه كې په بې ځايه لوبو ځان بوختول هم روژه مكروه كوي. د کور او دنيا په کارونو باندې د ځان ډېر بوختول او د ډېر وخت ضايع کول هم روژه مكروه كوي، نو بايد چې د دنيا د كارونو په څنګ كې عبادت چې په دې مياشت كې ډېر زيات ثواب لري هم وشي. داسې نه چې خپل ټول وخت په دنيوي كارونو تېر كړي، داسې نه چې ټول دنيوي كارونه يې روژې ته ساتلي وي.
په روژه كې بايد له ناروا کارونو لکه، دروغ، غيبت، بهتان، کينه، تور لګول، بدګماني او داسې نورو بدو كارونو څخه ځان وساتي ځكه چې روژه مكروه كوي.
ځينې كسان د دې لپاره چې د روژې ورځ بېګاه كړي په بېكاره خبرو او بېهودو كارونو خپله ورځ تېروي، د دې لپاره چې روژه يې مكروه نه شي بايد چې ځان ترې وساتل شي. ټول هغه څيزونه چې مؤمن د خداى (ج) له عبادت او يادولو څخه وباسي بايد چې ځان ترې وساتل شي او مسلمان ورور ته يې هم د ځان ساتلو او له هغه څخه د پرهېز کولو يادونه وکړل شي. ځکه د اسلام مبارک دين هر چا ته په نصيحت کولو ټينګار کوي.
حضرت محمد (ص) وايي، څوک چې د روژې په مياشت كې دروغ ويل او بې ځايه کارونه پرې نږدي نو د ده د ډوډۍ نه خوړل او اوبو نه څښل هم کوم ارزښت نه لري (روژه يوازي دې ته نه وايي چې خوراک او څښاک پرېښودل شي او بس) ځکه الله(ج) خو هېڅ ته هم اړتيا نلري، ابن المنير وايي، چې د الله (ج) د نه اړتيا (فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةْ) مانا دا ده چې روژه يې نه قبلېږي.

نو ګرانه مومنه او مسلمانه وروره! د دې لپاره چې روژه دې ډېر ثواب ولري او خداى (ج) او د هغه رسول (ص) در څخه خوښ او خوشاله شي د روژې له پورته مكروه كوونكو څخه ځان وژغوره ځكه چې د روژې پورته ياد شوي مكروه كوونكي نه يوازې دا چې روژه مكروه كوي بلكې ګناه هم بلل كېږي.

مولوي عبدالحليم