د روژې حكم او فرضيت
2009-08-31 05:19:07
د روژې حكم او فرضيت
روژه د اسلام درېيم رکن دى، چې په لغت کې مطلق بندوالي ته وايي او په شريعت کې د نيت په بنا له ټاکل شوو توكو څخه په ټاکلي وخت د يو مکلف شخص له خواپه خپل نفس باندې بنديز لګول دي، څرنګه چې روژه بې له نيت څخه نه صحيح کېږي، نو د رمضان مبارک د مياشتې د روژې او د ټاکل شوې روژې نيت له شپې څخه تر زواله پورې سم دى او همدارنګه د نيت ټاكل هم اړين دى. لکه د قضايي، نفلي او کفارې روژې نيت نيسو، له نيت څخه مقصد اراده کول دي او په خوله باندې د کومو خاصو الفاظو ويل اړين نه دي.
د رمضان د مياشتې روژه فرض ده او د فرضيت دليل يې د بقرې د سورې (١٨٥) آيت شريف دى، چې ژباړه يې ده: (څوک چې حاضر شول له تاسې څخه د روژې مياشتې ته نو روژه دې ونيسي). او د همدې سورت په (١٨٣) آيت شريف کې د روژې پر فرضيت باندې دلالت کوي، چې ژباړه يې ده: (فرض کړاى شوې ده، په تاسې روژه، لکه چې فرض کړل شوې وه، په هغو کسانو چې په تاسو څخه مخکې و). روژه ډېر فضيلتونه لري، چې په کتاب الله او نبوي احاديثو سره ثابت شوي دي، لکه د همدې سورت (١٨٥) آيت شريف چې ژباړه يې ده: (د روژې مياشت هغه مياشت ده، چې قرآن په کې نازل شوى دى).
په روژه كې که خوراک او څښاک په داسې حالت کې وشي، چې روژه يې هېره وي يا محتلم او شيطان يې وغولوي، يا ځان غوړ کړي يا رانجه پورې کړي يا څه ګرد او غبار يې تېر شي يا په ليدو او فکر کولو سره يې انزال صورت ومومي روژه يې نه ماتېږي.
په دې اړوند حديث شريف هم راغلى دى، چې د روژې په فضيلت باندې دلالت کوي، له حضرت ابوهريره (رض) څخه روايت دى، چې رسول الله (ص) فرمايلي دي (چا چې د روژې مياشت روژه په بشپړه عقيده او د ثواب په نيت ونيوله، نو ټول مخكني ګناهونه به ورته وبښل شي) په بل حديث شريف کې ذکر شوي دي، (د هر نېک عمل اجر يو په لس او تر اووه سوه پورې ورکول کېږي لا تر دې هم زياتېږي) خو د روژې د اجر په باره کې په يوه قدسي حديث شريف کې الله (ج) فرمايلي دي:(روژه زما د پاره ده اجر او ثواب يې زه ورکوم) دا چې خداى (ج) يې د ثواب ورکولو نسبت ځان ته کوي معلومه ده چې دا ډېر لوى اجر لري.
يو بل حديث شريف په دې هکله دى، چې خداى (ج) فرمايلي (د روژه لرونكي د خولې بوى ما ته له مښکو نه هم بهتر دى). په بل حديث شريف کې ذکر شوي دې، چې (په جنت کې د ريان په نوم يوه دروازه ده چې پرته له روژه نيوونکو څخه به په دې دروازه بل څوک نه ننوزي.
خداى (ج) زمونږ روژو ته کومه اړتيا نه لري، د روژې فضيلت او بهتري يوازې په لوږه او تنده کې نه ده، بلکې بهتري او فضيلت يې په پوره روژه کې دى او پوره روژه هغه ده، چې روژه لرونکى له خوراک، څښاک او جماع څخه ځان وساتي، له دروغو، فساد، د حرامو د ليدلو او حرامو خوړلو، غيبت ويلو او نورو منکراتو څخه هم د خداى (ج) د خوښې لپاره ځان وساتي او لمونځ په جماعت سره په مسجد کې ادا کړي او هغه څه چې د خداى (ج) رضا پرې حاصلېږي، په ډېر اخلاص سره هغه وکړي، له جنګ او جلال څخه پرهېز وکړي او څوک يې شخړې ته اړ هم کړي بايد شخړه ونه کړي او ورته ووايي، چې زما روژه په خوله ده.
مولوي عبدالحليم