روژه د فضيلتونو مياشت
2009-08-25 02:48:34
روژه د فضيلتونو مياشت
د روژې د مياشتې فضيلتونه خو ډېر زيات دي، خو په دې برخه كې غواړم د دې مباركې مياشتې ځينې مهم فضيلتونه له خپلو مسلمانو وروڼو سره شريك كړم. د روژې د مياشتې لوى لوى فضيلتونه مې په لاندې شپاړسو شمارو كې تاسې درنو لوستونكو ته بيان كړي دي.
لومړى: د روژې د مېاشتې له ځاګړتياوو څخه يوه هم د قران عظيم نزول دى، لوى خداى (ج) فرمايي، ژباړه: د روژې مېاشت هغه مېاشت ده، چې قران په كې نازل شوى، په داسې حال كې چې د خلكو لپاره لارښود دى او د لارښوونې څرګند دلايل او د حق او باطل تر منځ بېلونكى.
قران كريم د دې امت لپاره يو اساسي قانون دى، د انسانانو د ژوند ټول طرزالعمل او كړنلاره په كې روښانه شوې، قران هغه نېغه او سيده لاره ده، چې د لوى څښتن د رضا او د هغه د بې شمېره نعمتونو پر لور تللې، هغه ستركتاب دى چې هم په كې نافرمانو ته وعيد وركړل شوى او هم په كې سمو انسانانو ته وعيد راغلى هغه كتاب دى، چې څوك پرې لاس ونيسي سمه لاره مومې، هغه چاته چې حلال يې حلال وګڼي او حرام يې حرام د لارې مشال دى، د حق او باطل تر منځ بېلونكى دى، او د سمې لارې لارښود، همدا لامل دى، چې لوى څښتن (ج) دغه ستر كتاب په خپله دغه ستره مېاشت كې نازل كړى، نو موږ مسلمانانو ته ښايي، چې هر مهال په دغه الهي كتاب پورې لاس ونيسو، د ځان ملګرى يې وګرځوو او په خپل ژوند كې ورته ځانګړى ځاى وركړو، په كار ده دغه ستر اسماني كتاب قران عظيم ياد كړو، ويې لولو، تفسير يې كړو، غور او فكر په كې وكړو او په خپل دنيوي ژوندكې يې عملي كړو.
دويم: د روژې مېاشتې له ځانګړتياوو څخه، په دې مېاشت كې د جنتونو د دروازو خلاصون، د دوزخونو د دروازو بندېدل، د نافرمانو او سركښو شيطانانو تړل كېدل او لوى خداى (ج) عبادت ته د مسلمانانو د زړونو فراغت دى، پيغمبر (ص) فرمايي، ژباړه: كله چې د روژې مېاشت داخله شي، د اسمانو دروازې پرانيستل شي، د جهنم ورونه وتړل شي او شيطانان په ځنځيرونو بند كړل شي، او په يوه بل روايت كې راځي، چې كله روژه راشي نو د جنتونو دروازې پرانيستل شي. (البخاري)
درېيم: د روژې مېاشتې بله ځانګړتيا دا ده، چې په دې مېاشت كې ثوابونه ډېرېږي.
د اسلام ستر لارښود حضرت محمد (صلي الله عليه وسلم ) فرمايي، ژباړه: كه كوم څوك په دې مېاشت كې د قران كريم يو آيت تلاوت كړي نو دومره ثواب وركول كېږي، لكه په نورو مېاشتو كې، چې پوره قران ختم كړي، كه څوك په دې مېاشت كې نفلي لمونځ وكړي نو لوى خداى (ج) به ورته له اوره د خلاصون پاڼه وليكي، كه څوك په دې مېاشت كې فرض عبادت ترسره كړي نو د نورو مېاشتو د اوياوو فرضونو ثواب به يې په برخه شي، او كه څوك په دې مېاشت كې پر ما(محمد (ص)) ډېر درود ووايي، نو لوى خداى (ج) به يې په هغه ورځ چې بارونه په كې سپكېږي د ښېګڼو بار دروندكړي.
څلورم: هغه څوك چې په دې مياشت كې چاته روژه ماتى وركړي نو د هغه د روژي بشپړ ثواب يې په برخه كېږي پرته له دې، چې د هغه له ثواب څخه څه كم شي، پيغمبر (ص) فرمايي، ژباړه: څوك چې روژه لرونكي ته روژه ماتى وركړي، د هغه د روژې غوندې ثواب وركول كېږي، پرته له دې چې د هغه له ثواب څخه څه كم شي. (حسن صحيح رواه الترمذي)
پنځم: بله دا چې په دې مېاشت كې د قدر شپه ده، هغه شپه چې تر زرو نورو مياشتو غوره ده، په دې شپه كې د ټول كال پېښېدونكې پېښې ليكل كېږي، له لوح محفوظ څخه د كال ټولې پېښې د ملكو په كلنيو كتابونو كې كاپي كېږي، كه كوم څوك د دې شپې له فضيلت او بركت څخه بې برخې شي، داسې به وي لكه چې ټولې ښېګڼې يې له لاسه وركړې وي، پيغمبر (ص) فرمايي: په روژه كې يوه شپه ده، چې د قدر (درنښت ) شپه بلل كېږي، دا شپه الله (ج) ته تر نورو زرو مېاشتو غوره ده، په دې شپه كې عبادت كول د نورو زرو مياشتو له عبادت څخه هم ډېر دى، كه څوك دا شپه په پوره اخلاص او باور په ويښه تېره كړي او د خداى عبادت په كې وكړي، نو ټولې مخكينۍ ګناوي به يې ور وبښل شي او كه څوك د دې شپې له عبادت څخه بې برخې پاتې شو نو بيا له دې اجر څخه بې برخې دى.
شپږم: بله هم دا چې د ډېرو ملكو راښكته كېدل دي لوى خداى (ج) فرمايي، ژباړه: په دې (قدر شپه كې، چې په روژه كې ده) ملكې راښكته كېږي او روح هم [د ډېرو مفسرينو پر وينا روح جبراييل عليه السلام دى، چې د خداى ځانګړى مقرب ملك دى ]. القدر (۴ آيت)
اووم: په دې مياشت كې پېشلمى دى، چې له مخې يې زموږ او نورو مخكنيو امتونو روژې سره بېلېږي، د اسلام ستر لارښود حضرت محمد مصطفى (ص) فرمايي، ژباړه: زموږ (مسلمانانو) او نورو اهل كتابو د روژې توپير د پېشلمي په كولو سره دى، تاسو پېشلمى كوئ، ځكه په پېشلمي كې بركت دى [په مخكنيو امتونوكې داسې و، چې ماښام تر خوب وروسته بيا خورراك روا نه و، ځكه نو هغوى د پېشلمي له كولو بې برخې وو]. متفق عليه.
آتم: په دې مېاشت كې د بدر ستره غزا رامنځته شوې، دا هغه غزا وه، چې لوى خداى د خپل پيغمبر او مسلمانو د مرستې لپاره اسماني ملكې راكښته كړې او د مسلمانانو په پلوي يي په عملي توګه په جګړه كې ونډه واخيستله، په دې غزا سره مومنانو بې جوړې برى تر لاسه كړ، مشركانو سخته ماته وخوړه او د اسلام د غلبې او ځواك ازانګه په نړۍ كې خوره شوه.
نهم: په دې مېاشت كې مكه مكرمه فتحه شوې، مكه مكرمه چې د اسلام د ستر لارښود پلرنى ټاټوبى دى، د خداى كور په كې دى او د اسلامي نهظت مركز ګڼل كېږي، په همدې مياشت كې فتحه شوې، د مكې فتحه د اسلام د بريا او د نړۍ په ټول تياره نيولي افق د اسلام د ځلا پيلامه وه، د مكې په فتحې سره د مشركانو مركز ړنګ شو، ختيځ او لويديځ ته د اسلام د قوت او ځواك اوازې ولاړې، د رومېانو او فاړسيانو زړونه ولړزېدل او ډلې ډلې انسانان د الله (ج) په دين كې شامل شول، لوى خداى فرمايي، ژباړه:كله چې د خداى (ج) مرسته راشي او مكه فتح شي، ته به ډلې ډلې خلك ووينې، چې د الله په دين كې داخلېږي، نو ته د خداى پاكي در په زړه كړه او بښنه ترې وغواړه، بېشكه خداى(ج) توبه قبلونكى دى.
لسم: په دې مېاشت كې له حج سره د عمرې برابرېدل دي، پيغمبر (ص) فرمايي: د روژه په مباركه مياشت كې عمره له حج سره برابره ده.
يوولسم: د روژى مياشت د ګناهونو كفاره كولو او بښنې لامل ګرځي، پيغمبر(ص) فرمايي، ژباړه: پنځه لمونځونه، جمعه تر بلې جمعې او روژه تر بلې روژې د دوى په منځ كې د شويو ګناهونو كفاره كوړنكي دى. مسلم
دوولسم: په دې مياشت كې مسلمانان د قران كريم ختم ترسره كوي او لوى څښتن ته دعاګانې او زارۍ كوي، چې دا د روژې له مياشتې څخه پرته نه ترسره كېږي.
ديارلسم: د روژه مياشتې له ځانګړتياو څخه بله هم په دې مياشت كې د عملونو څو ګونوالى دى، چې په نورو مياشتو كې دا ډول څوګونه والى نه وي، د اسلام له پيغمبرحضرت محمد (ص) څخه وپوښتل شول، كوم عبادت چې په دې مياشت كې تراويح لمونځ ترسره كېږي، تراويح د اسلام د ستر پيغمبر خاص سنت دي، په بيت الله الحرام، مسجدنبوي، مسجداقصى او د نړۍ په نورو ټولو جامع ګانو او جوماتونو كې نارينه او ښځينه مسلمانان سره يو ځاى كېږي، او په ګډه د تراوېح لمونځ غوره دى؟ پيغمبر(ص) ورته په ځواب كې وفرمايل، چې په روژه مياشت كې خيرات كول ډېر ثواب لري. }الترمذي والبيهقي.
څوارلسم: په دې مياشت كې د خلكو سخا او خلاص لاس دى، د صحيح بخاري او صحيح مسلم تخريج دى، د حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما روايت دى فرمايي، چې پيغمبر(ص) تر ټولو انسانانو سخي و، خو د سخا ډېر تبارز يې په روژه کې تر سترګو کېده.
پنځلسم: په دې مياشت كې روژه نيول د اسلام له اركانو څخه يو مهم ركن دى، چې پرته يي د يوه مسلمان اسلام نه بشپړېږي، ترسره كول يې پر هر مسلمان فرض دي او ور څخه انكار كول يې كفر ګڼل كېږي، لوى خداى (ج) فرمايي، ژباړه: اې مؤمنانو پر تاسو روژه فرض شوې څنګه چې له ستاسو څخه پر مخكنيو امتونو فرض شوې وه، د دې لپاره چې ښايي تاسو د تقوى څښتنان و اوسئ. د البقره سورۀ ۱۸۳ ايت.
همدا راز د اسلام ستر لارښود حضرت محمد (ص) فرمايي، ژباړه: اسلام پر پنځو ستنو ولاړ دى، د الله پاك پر يووالي او د محمد(ص) پر رسالت شاهدي وركول، لمونځ كول، زكات وركول، د روژى د مياشتې روژه نيول او د بيت الله الحرام حج كول. متفق عليه
شپاړلسم: د روژې بله ځانګړنه داسې ځانګړنه ده چې هغه په نوور مياشتو كې نشته،هغه د ښېګڼې او خير ښېګڼې د خاوندانو ډېرښت دى، په دې مياشت كې د مسلمانانو تر منځ خواخوږي زياتېږي، له يو بل سره مرستې، همدردۍ او يو د بل د لاسنيوي روحيه په خلكو كې غښتلې كېږي، په زياته پيمانه مسلمانان د جماعت د لمانځه ترسره كولو لپاره جوماتونو ته ځي، اعتكافونه ترسره كوي او د قران كريم تلاوت كوي.
مولوي عبدالحليم