زه ډېره خوشاله يم چې مسلمانه شوم (عايشه وايټ)

له ځانه سره مې وويل، چې زه څومره غولېدلې يمه، اوټول عيسويت د خرافاتو او بې بنسټه عقيدو څخه ډک دى؛ او دا ټوله قربانې چې ماپه عيسويت کې ورکړې ده، هغه ټوله له اوبو سره لاهوشوه.

په نړۍ كې د مسلمانانو شمېره د ډېرېدو په حال كې ده

دا ډېره د خوښۍ او نېكمرغۍ خبره ده چې نن ورځ د امريكايانو د احصايې ټولنې هم دا خبره په ډاګه كوي، چې په نړۍ كې ....

د الله (ج) د قدرتونو يوه څرګنده نښه

كه چېرې څوك د اسلام پر حقانيت او د لوى څښتن په يووالي باور نه لري، بايد چې لوى خداى (ج) مخلوقاتو ته فكر وكړي چې لوى څښتن څومره لوى ....

د روژې په مياشت كې اعتكاف مسنون عبادت دى

عايشه (رض) په بل ځاى كې فرمايي: رسول الله (ص) چې به كله اعكاف كاوه بيا به هغه كور ته بې (انساني) ضرورته نه را د ننه کېدلو. اعكاف كوونكى بايد د خپل اعتكاف په ځاى كې خوراك او څښاك وكړي. اعتكاف كوونكى به خوراک او څښاک د اعتکاف په ځاى کې کوي، ځکه چې خوراک او څښاک داسې اړتياوې دي، چې هغه يې د اعتکاف په ځاى کې سرته رسولاى شي. ځکه خو د هغه لپاره د اعتکاف له ځاى څخه د وتلو اړتيا نشته. عروه (رض) له عايشې (رض) څخه روايت کوي، چې هغې وفرمايل: د اعتكاف كوونكي لپاره دا سنت دي چې د رنځور پوښتنې ته ور نه شي، په جنازه کې ګډون ونه کړي، له ښځې سره ځان يا لاس ونه لګوي، جماع ورسره ونکړي، د هېڅ کار لپاره به د اعتکاف له ځاى څخه نه وزي مګر که داسې اړتيا وي چې بله چاره ونه لري.

په روژه كې عبادت د نور وخت په پرتله ډېر ثواب لري

په روژه كې له خپل مسلمان ورور سره نيكي كول، د خپل مسلمان ورور د احوال اخيستل، د ناروغانو پوښتنه كول، د هر مسلمان دنده ده.

په كومو څيزونو روژه مكروه كېږي؟

د روژې په مباركه مياشت كې هغه کړه وړه چې بايد روژه لرونكى له هغې څخه ځان وساتي او دا چې په هغې باندې روژه مكروه كېږي نو له دې امله بايد چې د امكان تر كچې پورې هڅه وشي چې له دې كارونو څخه ډډه وشي. چې د روژې له مكروهاتو څخه ځينې په دې ډول بيانېږي. په روژه كې د ورځې له خوا ډېر زيات خوب کول روژه مكروه كوي، بايد چې روژه لرونكى دومره خوب ونكړي چې د روژې په مباركه مياشت كې له نورو عبادتونو څخه ځان بې برخې كړي، ځكه چې د روژې په مباركه مياشت كې عبادت د نورو مياشتو په پرتله ډېر زيات ارزښت لري ډېر زيات ثواب لري.

د روژې حكم او فرضيت

روژه د اسلام درېيم رکن دى، چې په لغت کې مطلق بندوالي ته وايي او په شريعت کې د نيت په بنا له ټاکل شوو توكو څخه په ټاکلي وخت د يو مکلف شخص له خواپه خپل نفس باندې بنديز لګول دي، څرنګه چې روژه بې له نيت څخه نه صحيح کېږي، نو د رمضان مبارک د مياشتې د روژې او د ټاکل شوې روژې نيت له شپې څخه تر زواله پورې سم دى او همدارنګه د نيت ټاكل هم اړين دى. لکه د قضايي، نفلي او کفارې روژې نيت نيسو، له نيت څخه مقصد اراده کول دي او په خوله باندې د کومو خاصو الفاظو ويل اړين نه دي.

روژه د فضيلتونو مياشت

د روژې د مياشتې فضيلتونه خو ډېر زيات دي، خو په دې برخه كې غواړم د دې مباركې مياشتې ځينې مهم فضيلتونه له خپلو مسلمانو وروڼو سره شريك كړم. د روژې د مياشتې لوى لوى فضيلتونه مې په لاندې شپاړسو شمارو كې تاسې درنو لوستونكو ته بيان كړي دي.

د روژې په مباركه مياشت كې د مسلمان دندې

روژه د بركتونو، رحمتونو، مغفرتونو او عبادتونو مياشت ده، د اسلام پيغمبر(ص) فرمايي، هغه څوك بدبخته دى، چې د روژې مياشت ورباندې تېره شي، خو خپل ځان په كې له ګناهونو پاك نه كړي، ځكه نو موږ ته ښايي، چې په دې درنه مياشت كې لوى خداى ته مخه كړو، له دې فرصت نه په ګټې اخيستلو سره نفسونه پاك كړو او ځانونه د لوى خداى(ج) د رحمتونو مستحق وګرځوو.

د اسلامي شريعت له مخې نېشه يي توكو ته كتنه

د نېشه يي توكو كارول تقريبا د نړۍ په ډېرو دينونو كې بدګڼل شوي دي، خو اسلام هغه يوازنى مذهب دى چې د شك او تذبذب ټول اړخونه يې بيخي له منځه وړي دي او په دي برخه كې يې په وروستۍ كچې يوه غوڅه پرېكړه نافذه كړي ده او پر هغو ټولو خلكو يې چې د نېشه يي توكو كارول د لوى خداى (ج) لعنت ويلى دى نه يوازې پر هغوخلكو يې لعنت ويلى دى. چې دغه توكي كاروي بلكې د دغو توكو پر پلورونكو، رانيوونكو، جوړوونكو، كه يې هغوى د خپل ځان لپاره جوړوي او يا هم د نورو لپاره او د دغو نېشه يي توكو پر وړونكو او همدارنګه پر هغه چا چې د ده لپاره وړل كېږي، په ټولو يې لعنت ويلى دى. كه چېرې دغه مسئله تر څېړنې لاندې ونيول شي نو په ډېره ښه توګه به ورته څرګنده شي چې د اسلام سپيڅلي دين په دې هكله څومره سخت قانون وضعه كړى دى. پر دغو ټولو ياد شوو خلكو يې د خداى (ج) لعنت ويلى دى او له دغو خلكو سره يې په پوره توګه كركه او نفرت ښكاره كړى دى، اسلام د نېشه يي توكو د حراموالي اعلان په داسې جامعيت سره كړى دى، چې هېڅوك د دغو توكو د كارولو په هكله هېڅ تصور هم نه شي كولاى. د لوى څښتن وروستي استازې محمد رسول لله (ص) لومړى ټول نېشه يي توكي تر يوه نامه او يوې قاعدې لاندې راولي او بيا يې د حراموالي حكم كوي: ((كل مسكر خمر وكل خمر حراما)) ژباړه: هر نېشه راوستونكى شى شراب دي او هر نېشه راوستونكى شى حرام دى.