نوم: جلال آشنا
ښار: ميدان ښار
د خوښې کتابونه: وروستى مرچل ،چينارخبرې كوي ،پاڼه ورژيده
د خوښې شاعران: مصطفى سالك ، سيدجيلاني جلان ،كاروان ،عزت الله ځواب
د خوښې سندرې: دنغمې ،ټكر ،عبدالله مقري ،محمدالله كټوازي ،فيض كاريزي
لنډ ژوندليک:
ژوندليك هــغه نــــوم چې كــو رنـۍ راتـه غــوره كـړى عبدالمحمد دى ،خو پـخپله ”جلال اشنا“ ځان ته ګران او خپل ګڼم او د ډيرى وګړو ترمنځ په همدې نوم ياديږم . پلارمې سلطان محمد نوميږي هغه هم ”جلال“ تخلص كوي ، دنده يې ډاكټري ده اوكرۍ ورځ د خپلو ناروغانو درملنه كوي. كابو ۲۱ كاله وړاندې مې توكرك نومې سيمه كې دې نړۍ ته سترګې رڼې كړې، او لومړۍ چيغې مې د ملا جلال اخند په كورنۍ كې وهلي، توكرك هغه سيمه ده، چې د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په غرو رغوكې راتاوه شوې ده اولوى الله ورته يوه ځانګړې ښكلاوربښلې ده . لومړۍ زده كړې مې د شهيدقاضي ګل محمد په منځني ښوونځي كې ترسره كړې او دغه رازمې اووم ټولګى په شهيد صابريار ښوونځي كې سرته ورساوه ، تردې وروسته مې خالد بن وليد(رض) عالي لېسې ته مخه كړه اوبلاخره مې له نوموړې لېسې څخه د بري پاڼه خپله كړه . په همدغه كال مې سمدستي دكانكورپه آزموينه كې هم ونډه واخيستله دنوموړې آزموينې پايلې دكابل پوليتخنيك پوهنتون دالكتروميخانيك پوهنځي ته بريالى ښودلى وم ،په نوموړي پوهنتون كې دا دى د خپل څلورم كال اوږدې ورځې اولنډې شپې تيروم اوخداى خبرچې كله به ترېنه په خوښۍ مخه ښه وكړم . نوموړي پوهنتون كې دانجنيرۍ په زده كړوبوخت يم ،ادب نړۍ ته مې هسې مخه وكړه،بايدووايم چې انجنيري مې مسلك ،ادب مې ژوند ،شاعري مې مينه اوژورناليزم مې مجبوريت دى. ادب نړۍ ته مې هغه مهال سترګې ورواړولې ،چې لسم ټولګي كې په زده كړو بوخت وم . شعرته مې مخه كړې وه اوترډيره بريده پكې غښتلى هم وم ،خوچې كله به ترې ناهيلى ښكاره شوم نوسمدستي به هرات كې مېشت تكړه ژورنالېست شرف الدين ستانكزي په روانه لاره وهڅولم اوبيابه په همدې لاره راته تګ غوره ښكاره شو .هغه ؤچې ديوې ناچاپې شعري ټولګې خاوندشوم هركله چې راسره الله مرسته وكړه اودچاپ توان يې راكړچاپ به يې كړم اودګرانولوستونكومخې ته به يې كيږدم. ښوونځي كې راته ننګيارناشنا پرادب شعراوشاعرۍ دمئنتوب خبرې كولې اودادب نړۍ يې په دې نړۍ ښكلې ګڼله زه يې په هغې نړۍ كې دژوندلپاره اړ وېستلى وم. دهمدې دوه تنو نه هيرېدونكې هڅې وې ،چې دادى ترننه پورې مې له ادب اوژورناليزم سره اړيكې ټينګې دي . ليكنې مې د ۱۳۷۹لمريزكال راپه دېخوا دبېلابېلو مجلواو ورځپاڼوله لخوا خپرې شوې دي اونوموړې لړۍ همداسې روانه ده . له ادب اوژورناليزم سره دډيرې مينې پايلو دېته اړوېستم چې دلمروړانګې په نوم ادبي اوعلمي مجله دادب ډګر ته راوباسم اوپخپله يې د مسؤل مدير دنده هم پرمخ بوزم . دغه مې د ۲۱ كلنې دورې بېلابېل پړاونه وه ،چې ځينې مې درته په ګوته كړل،د روان ژوند په اړه راته ډيرې دعاوې وكړئ ،دادرنه هيله كوم . په همدې هيله جلال (اشنا) ميدان ښار د توكرك هسكې څوكې