نوم: هجرت الله اختيار
ښار: جلال آباد
د خوښې کتابونه: بس همدغه شانتې ښه يم، د ښاپېرۍ ورغوى
د خوښې شاعران: حمزه بابا، سعود،كاروان، وړ، الهام او امرخېل
د خوښې سندرې: د هارون باچا او رفيق شينواري
لنډ ژوندليک:
هجرت الله اختيار نومېږم، د پلار نوم مې عبدالمنان دى، له اره د ښكلي ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونكى يم، خو اوس د ښكلي لغمان په عزيز خان كڅ ( اروښاد الفت كلي ) كې اوسېږم. لومړنۍ زده كړې مې مې د پاكستان په هريپور كيمپ كې د ابى ايوب انصاري عالي لېسه كې كړي، له هغې وروسته د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته پر ۱۳۸۳ راغلم او پر ۱۳۷۸ لمريز د همدغه پوهنځي له اداري او ديپلوماسۍ څانګې څخه راووتم. د شعرونو يوه ټولګه مې د ( لپه ) په نوم خپره شوې ده، يوه ناچاپه ټولګه د ( زه ) په نوم شعرونه هم لرم. لنډې كيسې هم كله ناكله ليكم. تر اوسه مې لاندې كتابونه له اردو ژبې څخه راژباړلي او په جلال اباد كې مومند خپرندويې ټولنې چاپ كړي دي: ۱: كله چې توره څادري سوځېده (د جنايي او پوليسو كيسو ټولګه) ۲: اسلام او هندوواله (د هندي نامتو عالم ډاكتر عبدالكريم ذاكر نايك كتاب) ۳: پر ځان ويسا (يو ارواپوهنيز كتاب) ۴: اسلام، د انساني خوښۍ دروازه ( د تركيې د نامتو عالم ارواښاد بديع الزمان سعيد نورسي كتاب) هغه كتابونه، چې پر ژباړه يې بوخت يم: ۵: پښتانه څوك دي؟ ( د پروفيسور پرېشان خټك كتاب) ۶: د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم معجزې (د تركيې د نامتو عالم سعيد نورسي كتاب)