نوم:   هارون یحیی - حقیقت ته بلنه

ښار:   کیله ګی، دوشی، بغلان

د خوښې کتابونه:  

د خوښې شاعران:  

د خوښې سندرې:  

لنډ ژوندليک:

د ليکوال په اړه عدنان اقطار چې د هارون يحيىٰ په قلمي نوم ليكنې كوي، په کال ۱۹۵۶ کې په انقره كې زېږېدلى دى. له كال ۱۹۸۰ ميلادي راهيسي د ليكوال ګڼ شمير په عقيدوي، ساينسي او سياسي كتابونه چاپ شوي دي. هارون يحيىٰ د يوه داسې ليكوال په توګه مشهور دى چې د تکامل د پلويانو د تیروتنې، د هغوى د ناسمو ادعاوو او د ډاروينيزم، فاشيزم او كمونيزم په څير خونړيو ايډيالوجيو تر منځ د ناسيده اړيكو په اړه يې مهم كتابونه ليكلي دي. د ليکوال ټول کتابونه یو هدف لري: د قرآن د پیغام خپرول، د لوستونکو هڅول چې د ايمان بنسټيزه مسايل لکه د الله وجود، یووالی او آخرت په اړه فکر وکړي؛ او دا چې بي دينه نظامونه، کمزوري بنسټونه او ګمراه ايډيالوجيو را بربنډول دي. د هغه ۳۰۰ اثره چې ۶۳ ژبو ته ژباړل شوي دي په نړيواله کچه پراخ لوستونکي لري. د هغه قلمي نوم د الله پاك د دوه نازولو نبيانو له نومونو جوړ دى چې يو حضرت هارون عليه السلام او بل حضرت يحيىٰ عليه السلام دى. چې دواړو الحاد پر ضد مبارزه كوله. پر پښتۍ د پيغمبر مهر يو داسې سمبول دى چې د كتاب موادو پورې تړلى دى او د وروستي اسماني كتاب، قرآن عزيز، او له وروستي پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم نمايندګي كوي. د ليکوال موخه داده چې د قرآن او د سنت تر لارښونو لاندې د ملحدو ايډيالوجيو بنسټيز عقايد او اصول ناسم په زبات کړي او د حق کلمه سرلوړې شي ، مانا ټول هغه ګوت نيونې چې د دين په وړاندې راپورته شوي دي په بشپړه توګه يې غلې کړي. د وروستي پيغمبر مهر، چې تر ټولو د لوړ حکمت او اخلاقي بشپړتياؤ خاوند و د حق کلمې د سرلوړۍ په برخه کې د ليکوال د نيت ښکارندوی دی. د هارون يحيی آثار په نړۍ کې په پراخ ډول لوستل کيږي، له هنده تر امریکا، انګلستان نه تر انډنیزیا، له پولنډه تر بوسنیااو له هسپانيې تر برازیله لوستونکي لري. د هغه یو شمیر کتابونه په انګلیسي، فرانسوي، جرمني، هسپانوي، ایټالوي، پرتګالي، اردو، عربي، الباني، روسي، سرب-کروات (بوسنیايي)، پولندي، مالیزیايي، ترکيي، اندونیزیايي، فارسي او پښتو ته ژباړل شوي دي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لوستونکي ترې ګټه پورته کوي. دغه آثار چې نړیوال یې ارزښت تا قایل دي پر خدای د ډېرو خلکو د ایمان او عقیدې به رغولو او بیرته راستنولو او همداراز یې له نورو سره د ایمان په قوي کولو کې مرسته کړې ده. په دې کتابونو کې پروت حکمت، له اخلاصه ډک او د لوستلو آسانه طرز لوستونکي ته یو ښکاره احساس ورکوي چې په دې ډول هر ډول سړی چې دا کتابونه ولولي په مستقیم ډول اغیز پرې کوي. له نیوکې خوندي، دغه آثار د چټکې اغیزې، فطعي نتیجې او نه تردیدلو له پلوه ځانګړی نوم لري. هغه څوک چې دغه کتابونه ولولي او جدي فکر پرې وکړي بیا ممکنه نه ده چې نور د زړه له کومي له توکیزواله فلسفې، الحاد، او یا کوم بل ډول منحرفه مفکوره او فلسفې ملاتړ وکړي. ان که دوی دا کار روان هم وساتي، دا به یو ډول له تعصبه ډک ټینګار وي ځکه چې دې کتابونو دا ډول ایډیالوجۍ له بنسټه درواغ اثبات کړي دي. د الحاد ټول معاصر یونونه اوس د ایډیالوجیک پلوه ماتې سره مخامخ شوي دي، شکر دی چې هارون یحيی د کتابونو دا کلکسینونه لیکلي دي. په دې کې شک نشته چې د کتابو دا ټولې ځانګړنې د قرآن د حکمت او وضاحت پایله ده. خو لیکوال په خورا نرمۍ سره دا نیت لري چې خلکو لپاره د الله د سمې لارې د پلټلو یوه وسيله وګرځي. د دې کتابونو په چاپ کې هیڅ ډول مادي ګټې په نظر کې نه دي نیول شوي. دې حقایقو ته په پام سره څوک چې نور خلک د دغو کتابونو مطالعې ته هڅوي چې د زړه سترګې راپرانیزي او هغوی ته لارښونه کوي چې نور هم د الله بندګۍ ته ځان وقف کړي، یو ارزښتناکه خدمت وړاندې کوي. په همدې حال کې به دا د وخت او انرژۍ ضایع کول وي چې سړی د نورو کتابونو لپاره تبلیغات وکړي چې یو خو د خلکو په ذهنونو کې خرخشه رامنځته کوي او له بله پلوه سړی د ایډیالوجیکې ګډوډۍ لورته بیایی او لکه چې له مخکنیو تجربو هم ثابت کړل د خلکو له ذهنونو د شک د لرې کولو لپاره دومره پیاوړې او دقیقه اغیز نه لري. جوته ده چې هغو کتابونو لپاره چې د خلکو د ایمان د ژغورلو د نیک نیت په موخه نه بلکې لیکوال د ادبي ځواک د ښودلو لپاره ډیزاین شوي وي ناممکنه ده چې دومره لوړه اغیز ولري. که څوک په دې اړه شک لري کولی شي په تیاره د هارون یحيی د کتابونو یوازینی هدف وګوري چې د کفر لاندې کول او د قرآن د اخلاقي ارزښتونو خپرول دي. د دې خدماتو بریالیتوب او اغیزې د خلکو په نظریاتو کې ښه څرګندیږي. یو شی باید په ذهن کې ونیسو: د روان ظلم، جګړو او د تیریو یوازینی لامل چې دومره خلک یې ګالي د کفر ایډیالوجیک تسلط دی. دا حالت یوازې د کفر د ایډیالوجیکې ماتې، د خلقت د معجزو او د قرآن د اخلاقو خپرول دي چې خلک پرې ژوند وکړي. د ننۍ نړی حالت ته په کتو سره، چې خلک د تاوتریخوالي، فساد او جګړو ژورو کږلیچونو ته کښته کوي، روښانه ده چې دا خدمت باید په لا ډیره چټکۍ او مؤثریت ترسره شي. کنه دا به بیا ډیر ناوخته وي. دا به مبالغه نه وي چې ووایو د هارون یحيی د کتابونو کلیکسیون دا مخکښ رول خپل کړی دی. انشاءالله چې دا کتابونه به هغه اسباب وي چې په مرسته به یې په ۲۱مه پیړۍ کې هغه سوله، عدالت او خوښي ه ترلاسه کړيچې په قرآن کې یې وعده شوې ده.

البمونه

نيټه نوم انځورونه