نوم: محمد ابراهيم ماموند
ښار: پوني, هندوستان
د خوښې کتابونه: دپښتو ادبياتو او شاعرۍ كتابونه او د اقتصاد د علم كتابونه
د خوښې شاعران: پيرمحمد كاروان, مصطفى سالك اوملنګ جان
د خوښې سندرې: د هارون باچا, استاد ناشناس, سردارعلي ټكر, رحيم شاه, غزاله جاوېداونورو.
لنډ ژوندليک:
زه محمدابراهيم ماموند په ۱۳۶۷ لمريز يا ۱۹۸۸زېږديز كال د كونړ ولايت په منورې ولسوالۍ كې زېږېدلى يم٬ خپلې لومړنۍ زده كړې مې د منورې په لومړني ښوونځي كې ترسره كړي او په ۱۳۸۵لمريز يا ۲۰۰۶زېږديز كال د اسعداباد د عمراخان عالي لېسې له دولسم ټولګي څخه په لومړۍ درجه فارغ شوم٬ ورپسې د هندوستان بورس په ازموينه كې بريالى او د اقتصاد پوهنځي په غوره كولو سره هندوستان ته راغلم اوسمهال د پوني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د وروستي كال زده كړندوى يم چې ورسره د "ځوان ادبي بهير٬ پوني" د مشرۍ چارې راترغاړې دي٬ د پښتو ادب سره لېوالتيا لرم او كله, كله شعر يا نثر ليكم٬ د پښتو ژبې سره بې كچې مينه لرم او د پښتو او پښتنو وده او پرمختګ مې يوازينۍ هېله ده.