شهاب بنوسي
2010-03-17 11:16:53
غزل
ښکلئ چي تللئ مـــــرور دئ آخـــر څه وکړمه
کــــورمې دزړه پسې کنډر دئ آخــر څه وکړمه
په روڼا ورځ لــــه دک محفل یې زړګئ وړئ زما
هغه چي دومـــــــره زوروردئ آخر څه وکړمـــه
خدایه پښتو نــــه لاس پــــــه سرشم که دمینې څخه
یو خــوا ګړنګ بـل خواته غر دئ آخر څه وکړمه
پــــه خوشحالۍ پسي مې ډیري منډي وکړلې خو
غـــم چي زمــــا پــــه مقدر دئ آخــر څه وکړمه
یــــــو خواپرتي دي راته ډیري کشالې شهابـــــه
بــــــل خوا دژمي مــازیګردئ آخر څه وکړمــه
په درناوي
شهاب بنوسي
پیښور ښار کوهاټ روډ سکیم چوک