نظم ٫ محمدعلی عمری

نظم ٫ محمدعلی عمری

ورتــــــــه ګورمــه حیران یم زما نې ته

دخنـــــــــــدا او دژړا وتمــــاشې تــــــه

دهرچا پر خوله او زړه باندي پیسي وي

ایمان خرڅ کړي او په بل باندي پسي وي

دغه فام دهیچا نشتــــــه چي بـــــــه کله

زماپــــه برخه پر دنیــــــا سي یوشپه بله

کــــه هلـــک ددغـــه ښار او که بوډاوي

خدای یې هیر پــه اندیښنه کي دسبا وي

دلته څوک دچـــا وعلم تـــــه نه ګوري

ښه هغــه دئ چي پیسي باند ي رااوري

اې خــــالقه داڅــــه وینـــم اوڅه کیږي

دازړګئ مي همیشه بانــــــدي ژړیږي

نه دچا لــــه لاسه خــــــیر چــــاته رسي

لـــکه ټول چي یې نیولي وي په نوسي

زوي په پلاراوپلارپه زوئ باندي شرمیږي

نتیـــــجه یـــې وپیسو تــــــه رارسیږي

وسړي تـــــه خپله ښځـــه سره تبۍ سي

پر سړي چي یې سپره خواره نیستۍ سي

کــــــه مودا نشه په زړونوکي وي پاته

پــــــــــه دنیا او آخیرت کي بـــه یو پاته

عمري خالقه مکړې وهــــــــغو تــــــه

سي سجده یې لـــــــګولې وي پیسو ته

په درنښت

محمدعلی عمری

سهیلی پښتونخوا مسلم باغ