دحضرت علي كرم الله وجهه تورې ته ولې ذوالفقار ويل كيږي؟

omari

دحضرت علي كرم الله وجهه تورې ته ولې ذوالفقار ويل كيږي؟

ځواب

دحضرت علي كرم الله وجهه تورې ته ځكه ذالفقار وايي چي

دخندق دجنګ په وخت كښي دمشريكينو يو قهرمان

چي په عمروبن عبدود سره يې شهرت درلودو دومره زورور وو چي

آس به يې پورته كړو اوبيرته به يې پرزمكه راوغورځاوه٬

دخندق دجنګ پروخت يې نبي صلي الله عليه وسلم ته وويل چي زه عمروبن عبدود يم  آيا په تاسي كښي يو داسي ځوان شته چي له ماسره مقابله وكړي٬ 

شيرخدا حضرت علي كرم الله وجهه چي دځوانۍ شپې او ورځي يې وې دهمدې ليوني تكبر او غرور يې ونه شو زغملاي ولاړو ترڅو له نبي صلي الله عليه وسلم څخه  دمقابلې اجازه وغواړي كله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه مقابلې ته پرېښود هغه بل لورته كفارو دتمسخر نه ډېره سخته خندا وكړه عبدود نورهم په تكبر او غروركي شو  او اوازيې وكړو چي اوريدلي مي دي چي له تاسي څخه څوك ووژل سي جنت ته ځي آيا په تاسي كي څوك دجنت غوښتونكئ نه دئ پاتي؟

حضرت علي كرم الله وجهه ددې اواز په اوريدلوسره دمجاهدينو له  سردارڅخه په ډېر اصرار  اجازه وغوښتله ترڅو داكافردخپل عمل په سزا ورسوي دالله سپيڅلي رسول ص حضرت علي كرم الله وجهه  په ډېره مينه

او شفقت حضرت علي كرم الله وجهه ته وكتل خپله پګړۍ يې د حضرت علي كرم الله وجهه پر سر وركښېښودله خپله توره يې ورته په غاړه كښي ورواچوله چي له همدې امله دغه توره په ذوالفقارمشهوره شواوبيا يې ورته دعا وكړه  حضرت علي كرم الله وجهه دعمرو په مخ كې ودرېدو  او ورته يې وويل له آس څخه راكوزشه عمرو ورته په دېره مشفقانه لهجه وويل اې زما ددوست بچيه زه نه غواړم چي تا پخپلو لاسو ووژنم حضرت علي كرم الله وجهه ورته په ځواب كښي وويل  زه غواړم چي تا ووژنم  ابن عبدود په ډيره غصه راكښته شو  اوپه پرلپسې توګه يې پر حضرت علي كرم الله وجهه باندې دتوري ګوزارونه وكړل مګر حضرت علي كرم الله وجهه دلاس په پوره چالاكۍ سره  هغه ټول ګوزارونه داسي شنډ كړل  چي دعربو يو نوميالئ  جنګيالئ ورته ګوته په غاښ شو  عبدود په ډير چل او ول سره  بريدونه وكړل خو بالاخره له خپل ټول زور او قوت سره سره ستړئ او ستومانه شو په دې وخت كي حضرت علي كرم الله وجهه خپله توره او سپر پر زمكه كښېښودل او دبرق په شان يې پرې بريد وكړو چي عبدود يې په يو ټكان سره پر زمكه راچپه كړو او خپله توره يې  راواخيستله اودعبدود پر سينه ودرېدو دعمرو مرۍ يې په توره وټكوله  او ورته يې وويل اې عمرو بې له دې چي اسلام ومنې هيڅ دخلاصون لاره نه لرې عمرو له اسلام څخه مخ واړولو او دخپلې غصې دسړولو دپاره يې دحضرت علي كرم الله وجهه پر مخ مبارك باندې لاړې ورتف كړې هغه په دې بې كاره او رذيل حركت سره نور  دمرګ انتظار ويوست خو ډېر زيات حيران هغه وخت شو چي حضرت علي كرم الله وجهه يې له سينې څخه راكوز شو او ويې ويل ما هرڅوك دالله ج درضا دپاره وژل مګر كه نن تا ووژنم شايد دادغچ اخيستلو دپآره وي ماته وبخښلې اوچت شه او له دې ځايه ولاړشه عمروبن عبدود عمرو بن عبدود دغه ذلت ونه شو زغملاي اوپدې حالت كښي يې ژوند دځان دپاره شرم ګڼلو اوچت شو او سم دلاسه يې پر حضرت علي كرم الله وجهه باندې دتورې ګوزار وكړو حضرت علي كرم الله وجهه سره له دې چي آماده او چمتو نه وو بيا يې هم وكولاي شو چي دخپل ځان دفاع وكړي  مګر سپريې دوه ځايه شو ګوته يې زخمي شوه  حضرت علي كرم الله وجهه نورنه غوښتل چي هغه ته دبيا بريد فرضت وركړي  خپله توره يې دبرېښنا په څېر په هواكښي وتوغوله او دعمرو په څټ كښي ورولوېده دعمرو له څټ څخه دوينو فوارې  پيل شوې٬ اوپر هغه ځان پر زمكه لا پرېووت ٬٬

دحضرت علي كرم الله وجهه وتورې ته ذالفقار له همدې وجهې ويل كيږي

چي رسول الله صلي الله عليه وسلم خپله توره  حضرت علي كرم الله وجهه ته ورپه غاړه كړله

٬٬٬٬٬٬٬٬

په اسلامي مينه

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

omari.zabul@gmail.com