دسختو بيماريو او ستونزو يقيني علاج
2012-01-20 11:00:17

دسختو بيماريو او ستونزو يقيني علاج
٬٬٬
ډېر خلګ په زياتو پريشانيو او مصيبتونوكښي نښتي وي ٬ مثلا سكون يه نه وي پريشان پريشان وي٬ په بلډپرېشر٬ دزړه په بيمارۍ
او دېته په ورته بيماريو اخته وي
همدا ډول دكاروبار دنه سمېدو له ستونزې سره مخ وي٬ دنكاح دنه كېدو له مشكل سره لاس او ګرېوان وي البته هغه كه سړئ وي يا ښځه٬ همدا ډول دقرض له جنجال سره مخامخ وي٬ دغه ډول كاروبار او ليك لوست لره يې زړه نه ورځي٬ همدا ډول غصه زياته ورځي٬ له مورپلار وروڼو او نورو عزيزانو څخه يې نفرت كيږي٬ددين ولورته يې مينه نه وي٬ دغلط ماحول په وجه پريشان وي٬ دشيطاني وسوسو څخه پريشان وي٬همدا رنګه زړه يې غواړي چي خودكشي يعني ځان وژنه وكړي٬ ددې ټَولو پريشانيو او مصيبتونو دحل او لرې كېدو دپاره
مجربه نسخه
لاَ حَولَ ولاَ قُوَّةَ اِلاَّ بِاالله ٬
رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي چي لاحول ولاقوة الا باالله ٬ دنهه نوي
آفتونو دپآره علاج ده چي په هغوكښي ترټولو كوچنئ آفت پريشاني ده٬
( مشكاة شريف ۲۰۲)
رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي كله چي بنده لاحول ولاقوة الا بالله ووايي٬ نو الله تعالي دهغه په ځواب كښي فرمايي چي هغه تابعداره جوړ شو
او خپل كاريې والله ج ته وروسپارلو
( مشكاة شريف ۲۰۲)
او رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي ٬ لاحول ولاقوة الابالله دجنت له
خزانو څخه يوه خزانه ده
(مشكاة شريف ۲۰۱)
عوف ابن مالك اشجعي رضي الله تعالي عنه ورسول الله صلي الله عليه وسلم ته راغلو او ورته يې وويل چي يارسول الله صلي الله عليه وسلم زه له دوو مصيبتونو سره مخامخ يم يوداچي زما زوي كفارو اغواء كړو او بل داچي درزق له ډيرې زياتې تنګۍ سره مخامخ يمه رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه ته ددوو كارونو دعملي كولو حكم وكړو اشجعي رضي الله تعالي عنه ته يې وويل چي تقوي وكړه يعني خپل ځان تقوي داره جوړ كړه اوبل داچي لاحول ولاقوة په كثرت سره
۵۰۰ سوه ځله وايه عوف ابن مالك اشجعي رضي الله تعالي عنه دغه دواړه كارونه شروع كړو اشجعي رضي الله تعالي عنه پخپل كوركښي وو چي
دده زوئ راغلو او دوه سوه اوښان ورسره وو چي خپل كورته راغلو په همدې ډول سره داشجعي رضي الله تعالي عنه دغه دواړه مصيبتونه ختم شو
( معارف القرآن صفحه ۴۸۸ جلد ۸ )
٬٬٬٬
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com