چاچي امام حسين رضي الله تعالي عنه شهيد كړو
2012-01-20 10:58:00

چاچي امام حسين رضي الله تعالي عنه شهيد كړو
٬٬٬
هغه څوك چي درسول الله صلي الله عليه وسلم لمسئ
امام حسين رضي الله تعالي عنه يې په شهادت ورساوه ٬
په كوم دليل به دقيامت په ورځ ورته بخښنه وشي٬
چاچي دكربلاپر ميدان امام حسين رضي الله تعالي عنه په شهادت ورساوو
آيا هغه به هم ددې اميد لري چي دامام حسين رضي الله تعالي عنه مبارك نيكه٬ حضرت محمدمصطفي صلي الله عليه وسلم به دهغه شفاعت وكړي
هغه بدبخته زړه چي امام حسين رضي الله تعالي عنه يې په ډېر ظالمانه ډول
شهيد كړو آيا په هغه زړه كښي به لا هم دا اميد او هيله وي
چي جنت ته به ولاړشي٬ يقيني خبره ده چاچي
د اهل رسول ص له خاندان ځخه يو ځلانده ستورئ
په شهادت ورساوه٬ هغه بدبخت به ددوزخ اورلړونئ وي
خو امام حسين رضي الله تعالي عنه دخداي درسول صلي الله عليه وسلم هغه
قهرمان لمسئ وو٬ چي دالله او دالله درسول ص ددښمنانو يزيد ملعون او ديزيد دملګرو په وړاندې يې دصدق اواز پورته كړو٬ اويزيد ملعون ته يې په ډاګه وويل٬ چي ته ظالم يې دالله او دالله درسول ص دښمن يې زه ستا حكم منلوته تيار نه يم
آن كه مې سرهم ولاړشي٬
ځكه نو داهل رسول دوفادارانو ځخه دامام حسين رض ډول هستي او دده ملګري
دكربلا پر ميدان په شهادت ورسيدو ٬ او ټوله كربلا يې په وينو ګلګونه كړله ٬ او كفري نړۍ ته يې دا ثابته كړه چي مسلمان پراسلام باندې داډول قرباني وركوي٬
رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي چي حسن او حسين رض به په جنت كښي دجنت دځوانانو سرداران وي٬
درسول الله صلي الله عليه وسلم له وفات څخه وروسته بلال رضي الله تعالي عنه داقسم وكړو چي والله بالله كه زه له دې وروسته اذان وكړم٬
ځكه درسول الله صلي الله عليه وسلم وسلم له وفات څخه وروسته
بلال رضي الله تعالي عنه اذان وكړو كله چي په اذان كښي و اشهدان محمدرسول الله ٬ ته ورسيدو نو ٬ درسول الله صلي الله عليه وسلم فراق زور وركړو٬ ډېر نا آرامه شو ويې ژړل او لوړه يې وكړه چي زه به له دې وروسته په هيڅ صورت
اذان نه كوم ځكه په اذان كښي خو رسول الله صلي الله عليه وسلم ياديږي
او ده ددې برداشت نه درلودو چي اذان وكړي ځكه يې ډير ټينګ قسم وكړو٬ اوبيا درسول الله صلي الله عليه وسلم فراق دومره زور باندې وكړو چي مدينه يې پريښودله او شام ته ولاړو٬ هلته په شام كښي څوورځي وروسته يوه شپه ويده وو٬ دچي دشپې يې رسو ل الله صلي الله عليه وسلم په خوب وليدو٬ رسول الله صلي الله عليه وسلم په خوب كښي ورته وويل چي اې بلاله ته چيرته ولاړې چي زه دې يواځې پرېښودلم٬ كله چي له خوبه راپورته شو٬ فورا دمدينې پرلوري راروان شو٬ فقط به يې دخوراك او حاجت دپاره پرلارې باندې درنګ كولو٬ په منډه منډه يې مدينې ته بيرته ځان ورسولو او درسول الله صلي الله عليه وسلم قبر ته ورغلو او پر قبر مبارك يې پرېووت او ويې ژړل او دايې وويل چي يارسول الله صلي الله عليه وسلم بلال خو داده درته راغلو خوته چيرته يې ته دلته نه يې
خو كله چي داذان وخت شو صحابه كرامو ورته وويل چي بلاله اذان وكړه ده وويل چي زه اذان نه كوم
ماقسم كړئ دئ چي زه به اذان نه كوم صحابه كرامو ورته وويل چي دخداي بنده ته خو درسول الله صلي الله عليه وسلم مؤذن يې ته به اذان كوې ده ورته وويل چي زه په هيڅ صورت اذان نه كوم
په دغو صحابه كراموكښي ډير دلوړې مرتبې صحابه موجود وو دهغو خبره يې هم ونه منله٬ دصحابه كرامو ډيره خوابده شوه چي بلال رضي الله تعالي عنه اذان نه كوي٬ خو يو چا دې صحابه كرامو ته وويل چي پر رسول الله صلي الله عليه وسلم باندې امام حسن او امام حسين رضي الله تعالي عنهما ډير زيات ګران وو
او درسول الله صلي الله عليه وسلم له وجې پربلال رضي الله تعالي عنه باندې هم بيحده ګران دي تاسو وامام حسن او حسين رضي الله تعالي عنهما ته وواياست چي دوي له بلال رضي الله تعالي عنه ځخه غوښتنه وكړئ چي
اذان دې وكړي بيا امام حسن او حسين رض له بلال رض ځخه غوښتنه
وكړه چي اذان وكړه بلال رض ورته وويل چي ماخو قسم كړئ دئ
چي زه به له دې وروسته اذان نه كوم
امام حسن او امام حسين رض ورته وويل چي خير زموږ دوو له وجې
اذان كول بيرته شروع كړه بلال رض ورته وويل چي تاسو دوه چي ټينګار كوئ نو زه به ستاسو دوو له وجې تر خپل قسم تېر شم٬ بيا حضرت بلال رض دامام حسن او حسين رض له وجې تر خپل قسم تېر شو خپل قسم يې مات كړو٬
اوبيرته مؤذن شو٬٬٬
اندازه ولګوئ درسول الله صلي الله عليه وسلم له رويه ځخه امام حسن او امام حسين رض پر صحابه كرامو باندې تر دې اندازې پورې ګران وو چي قسمونه
به يې دامام حسن او امام حسين رض له وجې ورته ماتول٬ امام حسين رض داسلام هغه ستر قهرمان وو چي دنړۍ تاريخ يې دتل دپاره
پردې قهرماني شاهدي وركوي٬
او امام حسين رض كفر ته دا وروښودله چي زه دخداي درسول صلي الله عليه وسلم لمسئ يمه تاسو له ماځخه دا تمه مه كوئ چي زه به دغلامۍ پړۍ
خپلې غاړې ته اچوم٬
موږ ته په كارده چي ددې ستر قهرمان له كړو وړو ځخه عبرت واخلو
او دكفر په خاصه توګه دامريكې او اسرائيلو په وړاندې
دحق توره اوچته كړو او ددوي دغلامۍ پړۍ
خپلې غاړې ته وانه چوو٬
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوامسلم باغ
omari.zabul@gmail.com