څلوريځي٬ رحمت زلمئ
2012-01-20 10:55:00

څلوريځي٬ رحمت زلمئ
٬٬٬
څلوريځه
له مقدره اوهـــــم لـــه خدايه
هغه ګيله كړي هسې بې ځايه
چي دتدبيرپرآس سپاره نه شي
منزل ته رسي كله ترپـــــايه
٬٬
څلوريځه
چي دښمنان مو څوك دديارشي
هغه په دام كېې سم ګرفتارشي
تاريخ ګواه دي دماهي غوندې
ښكارته راغلي پخپله ښكارشي
څلوريځه
چي يې تهذيب مري چي يې زبان مري
هغه قامونـــــــــــــه ژراواســـــان مري
تـــل پــــه تاريخ كــــې دهغو خلګو
نوم نښان څه چي لايې داستان مري
څلوريځه
دمځكې تل يې وغوښت كښتۍ كې
هغه اوس ګرځي پاس په سپوږمۍ كې
موږاو دوي لرې زموږ دودې
څراغ مړپروت دي لاپه كيږدۍ كې
څلوريځه
نفرت وباسه دزړه له منځه
ځان دې ازادكړه له دغه رنځه
تش دي له مينې دزړه جام نه شي
جوړه دي نه شي تندي كې ګونځه
څلوريځه
دځان په لټه په ځان كې ورك يې
په عمرستريې په خيال هلك يې
ځان او جانان هم پېژنداي نه شې
لاخودپوهې په ويښته پك يې
څلوريځه
خودبه نژدې وي وتباهۍ ته
هوښ يې سپارلي ومدهوشۍ ته
دادوحشت په غيږكې لوي شوي
توروي سترګې تل وبدۍ ته
څلوريځه
په سترګوړوند يې نظردي خام دي
لمردي پرېوتي دژوندتر بام دي
پرخلګونن دي پرتاپرون دي
پردونيا ورځ ده پرتا ماښام دي
څلوريځه
دشونډوجام نه مات موپرهېزكړ
شيخه٬ پيمان موسم رېزمرېزكړ
دنفرت پنددې نورراته مه كړه
موږډك له مينې دزړه كارېزكړ
څلوريځه
ټنډه دي بچ كه په وينو سره شي؟
دووكې دي خوښه كومه يوه شي؟
لاړپه رضاشه زما له خاورې
ګنې دپلاربه دې هم توبه شي
څلوريځه
نيت چي يې پاك وي مرام ريښتيني
پــــه اخلاص اخلي هرګام ريښتيني
پرخپل مقصديې چي پوخ باوروي
هغه قام مـــومـــي مقـــام ريښتيني
څلوريځه
حجره موړنګه پرې ولاړټــــانګ دي
جومات شهيددي زخمي يې بانګ دي
دپنــــاه لارمـــو يـــوه هــــم نشتــــه
مه ته موپاڼ دي شاته موپړانګ دي
څلوريځه
دچاله لاسه چي دونيـــــا ژاړي
هغــــه پخپله نــــــــن سبا ژاړي
نن يې دظلم سيندكې دخپـــل ژوند
كښـــتۍ غرقيږي نـــــــاخداژاړي
څلوريځه
په انتظاردي مړه كړو ګيلاس ته
غـــوسه موخيژي سركې وپاس ته
ساقي٬ پيــالې كړه ترخولې راډكې
فقيران ګــوري ستا سخي لاس ته
څلوريځه
څوك چي زياروكړي خولې يې توي شي
دژوندګلشن يـــــې ډك له خوشبوي شي
سړې تـــــــودې چــــي چـــــاوي ګاللې
ښادۍ پــه برخه تـــل دهــــغو ي وي
څلوريځه
پرسپين رخساردي اوښكې بهاندې
سردي بيا ايښي پرځنګون باندې
ګلـــې٬ منم ستا قاتلان خپل دي
خپـــــــلووژلې ستا هيلې تاندې
څلوريځه
ددونيــــــا داسې يو بخيل در دي
چــــــي قارون هم لاپكې نهردي
پردونيا باندې هيڅوك موړنه شو
مړپه ارمان كې هرڅوك دزر دي
څلوريځه
چي افراط نه كړي په نرمۍ اوسي
وخت ورتــــه تل په سلامۍ اوسي
دنېــــكوخلـــــــګو دقسمت ستوري
همېش په څنګ كې دسپوږمۍ اوسي
څلوريځه
ياران چي دوه وي اويويې رازوي
دژوندپه رازچي سره همـــرازوي
ژونديې مثال شي نـــورې دونيا ته
تاريخ كې ياد پـــه محمود ايازوي
څلوريځه
چي په سوال ژوندكړي چي سپي سړي وي
هغـــــه والله كــــــــــه بيـــــخي سړي وي
ننګ هغه ژغـــــــــوري دسرپـــــــــه بيه
سم پـــــــــه رښتيا چـــي سړي سړي وي
څلوريځه
مــــــــله دشيطان دي داځيني خلــــــــګ
بېخي نـــــــادان دي داځيني خلـــــــــګ
دځـــــــــان پــــــــه پوهه ناپوه مغروردي
مين پــــــرځــــــــان دي داځيني خلــګ
څلوريځه
دعشق له جنګ او دعشق له نيه
ځان دي بــــلد كــــړه اې ليونيه
عشق دفرهاداو دمجنون كاردي
عشق ميړني كړي اې مېېړنيه
څلوريځه
دزړه پركورمي جوړڅه ناورين دي
چي وران دهيلـــومي فلسطين دي
هريوارمان مـــي شهيد شهيددي
عشقه همدادې انصاف آيين دي؟
څلوريځه
نظردي لوړكړه فـــــكردي لوي كړه
ځان پهريښتيا دخوشحالخان زوي كړه
وطن يــــــــوځل بيا قرباني غواړي
پكې بيــــا وينــې اوخولې توي كړه
څلوريځه
چي په غېږراشي ماته يې خوله شي
دوښمن په خــــــپلو وينو اوبه شي
افغان وطنـــه افـــغان بچي يـــــم
راباندې كښته به دي سرنـــه شي
ـــــــــــ
رحمت زلمي٬ مندوخيل
سهيلي پښتونخوا ٬ ژوب