محبت
2010-03-11 06:41:02
♥ محبت ♥
زه خو دی مینه کی مجنون کړم اشنا
دا ته په ما ولی نظرنه کوی
زه خو دی هره ورځ سلام ته درځم
ته په دی لورولی ګذرنه کوی
ګوزارد زړه په کټارو باندی کړی
ولی درمل نودپرهرنه کوی
په ویښه تل رټل ټرټل وی د ستا
خوب کی لاهم غصه کنځل وی د ستا
که ته پروانه کړی خومه یی کوه
نوزه دی ولی پریښودلی نشم
ستا خو عادت نازاو مکیزو همیش
مګرزه هیڅ زړه صبرولی نشم
دستا په مینه کی مامه ګرموه
زه اباسین ایسارولی نشم
خیال اوهوس می لیونی غوندی دی
د زړه طوطی می سارانی غوندی دی
لکه ماشوم چی څوک یی وخنده وی
زه له هغوسره خنداکومه
که څوک خپه وی ورنه تښتم کنه
بیا نو له ځان سره ژړا کومه
ماشوم زړګی می نصحت نه منی
زه هم د خپل زړګی سلا کومه
زه خو (صادق) یم صداقت غواړمه
اشنا نه مینه محبت غواړمه