خطا
2010-04-15 04:01:22
خطا
ليكوال: رفیع الله نبیل*
خطا داسې پديده ده چې له هر چا
په هر وخت کې شونې ده. د فقهې او قانون په قاموس کې د خطا مانا شته او ى
قصد او خطا تر منځ جوت توپير کوي، خو په سیاسي قاموس کې د خطا ځای نه شته،
دواړو ( قصد او خطا ) ته په یوه سترګه ګوري .
(Every body makes mistakeو that is why they put erasers on the end of pencil) انګریزي مقوله وایې:
( هر انسان خطا کوي همدا لامل دی چې د هر پينسل په پای کې پينسل پاک وي)
دغه خبره سمه ځکه ده چې قران کریم کې هم د خطا مفرد ( ۲۲) ځله یاد شوی،
نبی کریم صلی الله علیه وسلم هم فرمایې ( هر انسان تېروځي ) حنفي فقهاو هم
قتل په پنځه ډوله ویشلی، دوه یې ترې خطا ته ځانګړي کړي دي ( قتل خطا، ما
جری مجری خطا).
د خطا په پېښیدو کې د وګړو تر منځ توپير دی، که له یوه عام وګړي خطا وشي
پایله به یې دده په سر راوڅرخي او که ډېره ژوره وي کورنۍ به یې هم څه ترخه
وڅکي. خو که له یوه داسې چا خطا وشي چې د واک واګي یې په لاس کې وي، پایله
به یې د هغه هیواد وچ او لامده ټول په خپل ګروت کې واخلي، لکه زمونږ د
واکمنو د خطاوو له امله ان د هیواد ژوي او ځنګلونه هم زورېږي.
یونانی فیلسوف یوریفدس وایې: ( الله جل جلاله چې د چا د تباه کولو فیصله
وکړي اول یې لیونی کړي ) هټلر لکه د لیوني په څیر په روسیه راودنګل، د
ناپلیون له خطاوو یې هېڅ زده نکړل، د یوه واکمن د خطا له کبله په زرګونه
ککرۍ دل شوي، ښارونه په کنډوالو بدل شول، خطا دومره ژوره وه چې هټلر غوندې
دیکتاتور هم ځان وژنې ته اړ شو او ځان یې وواژه.
روسانو بیا د ناپلیون او هټلر له خطاوو هېڅ پند وانخیست، دې جل وهلو ګرمو
اوبو ته د رسېدو په موخه زمونږ په هیواد راغلل، زمونږ هیواد خو یرغلګرو ته
تنور دی، که له یوې مخې د تنور دې ګرمو لمبو پخوانی شوروي اتحاد دومره
راغونج کړ چې روسیه یې ځنې جوړه کړه، له بل پلوه یې مونږ ته هم کاري
ګذارونه راکړل، چې ټپونه مو لا تر اوسه مخ په شړیدو دي .
زمونږ د څه د پاسه دیرش کلن کړکېچ پیلامه د محمد ظاهر شاه د حکومت د اساسي
قانون د کمیسون خطا وه، کمیسون په اساسې قانون کې (۲۴)مه ماده ځای کړه، (
۲۴)می مادې د محمد داود مخه ډپ کوله چې صدر اعظم شي وزیر شي یا ....
د کمیسون جوړښت له داسې کسانو شوی و چې ټول محمد داود ته نیت بدي وو او د هغه پښې یې وهلې.
محمد دواد غوندې شخص چې ټول بالغ عمر یې حکومت کړی، د تجربو خاوند دی, په
کور کښیني، د هغه تربور ( محمد ظاهر شاه ) چې د عمر په لحاظ ورنه پنځه
کاله کشر دی ټول عمر یې عیاشي کړې پاچا دی وي، هغه هم داسې پاچا چې د هغه
په واک کې دې دده پښې وهل کېږي، که څه هم محمد داود له شاهي نظام سره
همکار و، خو کله چې پردې پوه شو چې دده په ضد دسیسې روانې دي، د نظام دښمن
شو او د بدلولو فکر ورپیدا شو، هماغه وه چې د ۱۳۵۲/۴/۲۶ چې د ۱۹۷۳/۷/۱۷
سره سمون خوري د سپينې کودتا له لارې په خپل تربور د پاچاهۍ تخته را
نسکوره کړه.
دغه خبره به په ډیرو ستوغه لګیږي، خو دا حیقیقت دی تاریخ په خپلو پاڼو کې
نغښتی، محمد داود هم خطا کړې، په کودتا سره یې داسې یو نظام له منځه یوړ
چې په لویې جرګې سره منځ ته راغلی و، بلکه ستره خطا خو یې داوه چې کودتا
یې په داسې کسانو تر سره کړه چې زیاتره یې مسکو پلوه کمونیسټان وه.
د ملي اردو انډول یې کاواکه کړ، د پوځ یو شمیر مسلکي جنرالان یې له وخت نه
مخکې متقاعد کړل، ځنې نور واړه افسران چا چې ورسره په کودتا کې مخامخ
مرسته کړې وه دوه درجې ترفیع ورکړه، او چا چې یې پلوي کړې وه یوه درجه
ترفیع ورکړه او اردو یې له وخت نه مخکې ځوانه کړه. خپلو نزدې ملګرو ته یې
شاه کړه هغوی یې ضعیف النفس وبلل، په ځان دومره تکیه وه چې د خپل ورور
سردار محمد نعیم او زوی محمد عمر خبرو ته یې هم غوږ نه نیوه، همدا وجه وه
چې د کودتا په ورځ هیڅ یو خواخوږی پیدا نه شو چې د مرستي لاس وروغځوي، په
داسې وحشیانه توګه په شهادت ورسول شو چې ان د کورنۍ ماشومان یې هم د سیاسي
دسیسو قربانی شول .
دغه مقوله چې وایې: I have learned more from my mistake, then from my success) )
( د خپلو لاس ته راوړنو مي دومره څه نه دي زده کړي، لکه څومره چې مي له
خپلو خطا زده کړي) زمونږ په هیواد کې نه پلي کېږي، دلته خطا خطا زیږوي،
ځکه یې زیږوي چې مونږ خپله خطا نه منو.
انګریزان ښه وایي:
(When you make a mistake, admit it. If you don’t you make only make matters worse)
كه زمونږ مشرانو خپلې خطاوې منلې وای ، ولې به نن په یو لویشت کابل کې څه
د پاسه ۴۰ پاچایان وه، ولې به پرونی فاتح نن ترهګر و ، ولې به هغه تور سرې
چې چا یې پلو لېدلی نه وه نن په خیرنو لاسونو پلټل کېدلې، افغان خو د پت،
درناوي، وقار سمبول وو، ولې به دغه پرونی د پت سمبول نن د جرم سمبول بلل
کېده....
محمد ظاهر شاه له روم څخه د افغانستان سفیر نور احمد اعتمادي په لاس خپل
یو داسې تربور ته چې له پاچاهی یې پردیسۍ ته اړ کړی و، یو لیک استولی و،
کاش چې زموږ نورو مشرانو هم یو بل ته دغسې لیکونه استولي وای، هر یوه ځان
عام وګړی ګڼلی وای، د هیواد د پرمختګ لپاره یې لاسونه سره یو کړای وای،د
بده مرغه دوی داسې ونه کړل، که یې کړي وای د ستونزو تنسته به مو دومره نه
غزیده.
لیک په دې ډول وو:
برادرم جلالتماب رییس جمهور
از موقعیکه خبر جریانات اخیر راشنیدم،تا ایندم فکر متوجه وطن من بود وبرای
آینده آن نګران بودم، مګر همینکه دریافتم مردم افغانستان بغرض ادراه
آینده امور ملی خود از رجیم جمهوریت با اکثریت کامل استقبال نموده اند، با
احترام از اراده مردم وطنم خود را از سطلنت افغانستان مستعفی میشارم
وبدینوسیله از تصمیم خود بشما ابلاغ میکنم، در حالیکه آرزوی من سعادت و
اعتلای وطن عزیز من است، خود را بحیث یک فرد افغان زیر سایه بیرق
افغانستان قرار میدهم.
دعا من این است که خداوند بزرګ وتوانا همواره حامي و مددګار وطن وهموطنان وطن من باشد.
یادونه: په دغه لیکنه کې د محترم ډاکټر محمد حسن کاکړ له کتابه ( د سرطان
کودتا د افغانستان د اوږدې بې ثباتۍ پیلامه) استفاده شوې ده.
نړیوال اسلامي پوهتنون – اسلام آباد
________________________________
*رفيع الله نبيل د اسلام اباد د نړيوال اسلامي پوهنتون د شرعياتو او قانون په پوهنځي کي د ماستري په درجه کي خپلي زدکړي پرمخ بيايي٠