د طلاق په اړه یوه فتوی

بسم الله الرحمن الرحیم
د طلاق په اړه یوه فتوی
پوښتنه:
ښځه  له مېړه نه طلاق اخیستی شي او که لا هم د طلاق انحصار د نارینه و سره دی؟.  یو مثال بلکه بېلګه به ورکړم. په فرانسه کې زما یوه خپلوانه ده. د حکمتیار د اسلامي حزب غړې ده، خاوند یې هم غړی دی. خو هغه  وطن کې بله ښځه کړې او زموږ خپلوانې ته نفقه څه چې لا مخ نه ورکوي. دې څو څوځلې د طلاق د اخیستلو تکل کړی خو د پاریس او امریکا دینې علماو ورته ویلي دي چې اسلام کې ښځه طلاق نشي اخیستی. یوځلی خو ملا ، د دې په حضور کې د الازهر کوم لوی مفتي ته چې ده پېژاند تلفون هم وکړ، او د ښځې ټول دلایل یې ورته بیان کړل، خو د ازهر مفتي وویل چې د طلاق په برخه کې د ښځې غوښتنه ناشوونې ده، اعتبار نه لري،طلاق ورکول د مېړه حق دی نه د ښځې. دې خور هم حج کړی ، هم د بل مېړه اراده نه لري او هم د چا خبره(چې وایې نه وري) زړبودتیا ته ورلنډه ده. هغې په مایوسۍ ما ته ویل چې « وطني  ملایانو خو ورټلم، چې کابل کې محکمې ته لاړم، قاضي هم زما عریضه رد کړه، ازهروالا هم حق نه راکوي، نو په چا وژاړم ؟ ماویل ودرې، دلته یو دیني عالم پېژنم، چې یو وار خو د هغه لمن هم ونیسو.
یوې بلې نجلۍ ، چې د امریکا تابعیت لري، ویل چې ماغوښتل د یوه افغان سره واده وکړم. لاړم کابل ته هلته مې د یوې ښی کورنۍ د ځوان زوی سره واده وکړ، واده هم نه و، بس نکاح  مو وتړله .وروسته ګورم چې هغه پوډري دی. بیا مې هم کوشش وکړ چې امریکا ته یې راولم چې تداوي شي، خو چې اسلام آباد کې ډاکټرانو معاینه کړ، څو څو قسمه  مخدرات  یې ورکې وموندل، امریکا ویزه ورنه کړه. ناچاره مې طلاق وغوښت، خو هغه یې نه راکوي، وايي چې ما یو وار امریکا ته ورسوه، بیا که طلاق غواړې درکوم یې. هلک او کورنۍ یې د هغه په بدو عملونو خبر وو خو صرف د دې دپار یې د واده چل جوړ کړی و چې هلک امریکا ته ورسوي. دا هم د هغه بل په شان د ښځې د حق خبره ده چې مولوی صیب په کې څه وايي؟
فتوی:
ښاغلی شپون صیب!
ستاسو د پوښتنی په اړه می له ځینو علماو سره وکتل او دا خبره می ورسره شریکه کړه او تری می وپوښتل چی داسی یوه ښځه ده چی نه یی خاوند نفقه ورکوی او نه یی احوال اخلی ددی په اړه مو څه نظر دی؟
ددی پوښتنی ځواب د نړیوال اسلامی پوهنتون، اسلام اباد د شریعی او قانون د پوهنځی د فقهی په ډیپارټمنټ کی استاد دکتور فاروق ابو دنیا چی مصری دی او استاد دکتور عبدالباقی عبدالکبیر چی دی هم د شریعی او د قانون په پوهنځی کی استاد دی او افغان دی داسی ځواب راکړ:
که چیرته خاوند خپلی ښځی ته نفقه نه ورکوی د حنفی فقهاو لنظره محکمه دی د ښځی خاوند دیته مجبور کړی چی خپلی ښځی ته نفقه ورکړی او د مالکی فقهی لنظره پداسی حال کی ښځه حق لری چی له خپل خاوند نه طلاق واخلی.
که چیرته د ښځی خاوند نشه یی توکی استعمالوی، ښځه حق نلری چی ترینه طلاق واخلی٠
او که ښځی ته د خاوند له لوری ضرر ثابت شوی وی یانی بیځایه یی وهی او داسی نور بیاهم د مالکی فقهاو لنظره ښځه د طلاق حق لری او له خاوند نه طلاق اخستی شی٠
زاهد جلالی
--
--
zahid jalaly
ویب بلاگ: bloguna.com/tuba