د کمپیوټر آداب – استاد شپون
2010-02-15 06:36:38
د کمپیوټر آداب – استاد شپون
زاهد جلالي صاحب ته دې خالق باچا جنتونه ور په برخه کړي چې د لارې آداب یې له شرعي اړخه په ډېرې واضحې او ساده طریقې لوستونکو ته ښودلي . هغه چې د کبره ورمېږونه کاږه وړي ، په موټرو کې سپاره په نورو خټې اودوړې شیندي، سترګې ورباندې برګوي، پېژني یې خو بې سلامه لار ورنه کږوي دا ټول باید د زاهد جلالی صاحب مقاله ولولي، عمل پرې وکړي.
دا کمپیوتر څشتن جینګې چې هغه وخت نه وهم ځینې آداب لري چې که یې بل خیرمن لوستونکو ته ابلاغ کاندې نو لوی خدمت به یې کړی وي. د لارښودنې چار زما له وسې پوره نه ده، نه په دیني معیارونو حاوي یم او نه مې د کمپیوټر نرۍ بخۍ زده.
خو خپله یوه محدوده تجربه له لوستونکو سره شریکول غواړم ، بلکه د یوه چېټ مثال به ورکړم
(سلام علیکم
و علیکم السلام استاده، څنګه یې؟
شکر روغ
صحت دې څنګه دی؟
ښه، خپل حال وایه
کورنۍ، بال بچ ټول صحتمند او تکړه دي
هو صیب، کومه نوې خبره کابل کې نشته؟
ښه دی چې روغ او د صحت په جامه ملبس یې،
مننه، څه نوي خبرونه؟
ښه شو استاده چې له هر لوري خیریت وي. هلته هوا څنګه ده؟
وچ ساړه دي، د نوې کابینې احوال معلوم شو؟
استاده نوې کا بینه په توپه وله، د خپل ژوند او کار بار را ته وایه
روغ یم کار کوم، دا دویمه کابینه په رشتیا تنظیمي ده؟
وي به که به نه وي، خو مقصد چې ته روغ یې، د دفتر کمپیوټر دی، معین ورغوښتی یم،، الله حافظ)
زما او خپل وخت یې خاورې کړ ، کمیونیکېشن(ارتباط ؟ مخابره؟) یې په توپه والوځاوه. دا یې جلي مثال و، خفي یې بل وخت ته پرېږدم. ګوره که د زاهد جلالي صاحب په شان کوم بل خیرمن دغو لار ورکو ته هم یو څه ادب ور وښیي