ډيري کارګران لمونځونه قضا كوي ددوي په اړه څه فتوي ورکوي؟
2010-02-09 04:56:11
ډيري کارګران لمونځونه قضا كوي ددوي په اړه څه فتوي ورکوي؟
فتوي: عبد العزيز بن عبد الله بن باز
ژباړه: زاهد جلالي
پوښتنه:
ډيري کارګران په خپلو کارونو کي مصروف وي د ماسپښين او د مازيګر لمونځونه شپي ته ځڼډوي ځکه چي هغوي مصروف وي او يايي کالي پاک نه وي، ددوي په اړه څه فتوي ورکوي؟

فتوي:
مسلمان ته هيڅ کله هم دا اجازه نشته چي خپل فرض لمنځونه له خپله وخته وځنډوي، مګر بايد په خپلو وختونو کي يي اداء کړي او هر مسلمان او مسلمانه پدي باندي تر خپلي وسي مکلف دي چي خپل لمنځونه په خپل وخت اداء کړي.
او کار او د کاليو نجسوالي هيڅ کله هم د لمونځ ځنډولو عذر نشي کيدي.
او بايد د لمانځه وختونه له کارونو څخه مستثني شي او کارګر بايد دلمانځه وخت کي خپل ناپاک کالي وباسي او دلمونځ لپاره پوره تياري ونيسي.