د اسلامي بانکونو کاري تګلاره: د اسلامي او غير اسلامي بانکونو ترمنځ ستر توپير سود دي چي اسلامي بانکونه پور په سود نه ورکوي او همدارنګه ګټه او تاوان دواړه په شريک ډول سر ويشي. اسلامي بانکونه په لاندي ميتود کار کوي: ١- مشارکت، ٢- مضاربت، ٣- مرابحه، ٤- بيع سلم، ٥- بيع موجل، ٦- اجاره، ٧- استضاح، ٨- حسنه پور.
١. مشارکت: مشارکت د دوو يا څو ګډونوالو سوداګريز شرکت ته وايي. مشارکت او مضاربت د سود له ختميدو وروسته د هغه اصلي او غوره بديل دي. د مشارکت څخه هدف دادي چي دوه يا زيات کسان په يوه کار کي د پانګي په شريکولو سره شريک شي او د معاملي ګټه او تاوان ددوي ترمنځ شريک وي.
٢. مضاربت: مال يا سرمايه د يو کس يا يو ګروپ له لوري او کار د بل کس او بل ګروپ پواسطه کيږي. که تاوان وشي هغه يواځي د سرمايي څښتن وي او د کارکوونکو زيار ضايع کيږي او مالي تاوان پري نه وي. ٣. مرابحه: له بيعي مرابحي څخه هدف دادۍ چي يو شۍ د هغه په پخوانۍ بيه واخيستل شي ( وپيرودل شي) د اخيستني بيه طي شي او له ټاکلي ګټي اچولو نه وروسته بيا خرڅ کړي شي.
٤. بيع مؤجل: لدي څخه موخه په پور باندي خرڅول دي يعني پدي کي نرخ يو ځل او يا په قسطونو خو څه موده وروسته ادا کيږي خو قيمت له مخکي څخه ټاکل شوي وي او د قيمت ورکولو وخت هم ټاکل شوي وي. او دا هم ذکر شوي وي چي يو ځلي او که په قسطونو سره يي خرڅوي. ٥. بيع سلم: دا هغه بيعه ده چي نرخ پکي نقد يا لاس په لاس ادا کړي شي او جنس وروسته ورکړي شي. د نبي کريم ص د يو تقريري حديث څخه ددي جواز څرګنديږي، اصحاب کرامو د بيع سلم کاروبار کولو نبي کريم ص لدي څخه دوي منع نه کړل خو يو څه اصلاحات يي پکي وکړل.
٦. استضاح: دا بيع سلم ته ورته تړون دي، د استضاح له تړون څخه هدف کوم کارګر يا صنعت کارته د څه شي د جوړولو په بدل کي وړاندي قيمت يا مخکي بيه ورکولو ته واي ( پيشکايي)
٧. اجاره: د پانګوني دغه طريقه هم د شريعت له نظره جايزه روا ده، او په پرمختللو هيوادونو کي په پراخه کچه له دي څخه کار اخيستل کيږي، بالخصوص په بانکارۍ کي په ياد ولرۍ، چي په بنسټيز ډول اجاره د اسلامي فقهاوو ايجاد او په لويديځ کي هم دا تصور په نږدي ماضي کي منځته راغلي دي. د اجاري نه مطلب داسي راکړه ورکړه ده چه په هغه کي د يوه جايې شي ملکيت په ځان سره وساتل شي مګر د هغه څخه د ګټي اخيستلو (حق الانتفاع) د يوي معيني مودي لپاره په بل يا نرخ کړاي شي. ٨. قرض حسنه: هغه قرض چي په مقابل کي کومه ګټه لاسته راوړي او چي څه ورکړي وي هغه بيرته واخلي. دا سمه ده چي د حسني پور په مقابل کي کومه ګټه نشته خو مونږ مسلمانان پدي ايمان لرو چي دهري حسني په مقابل کي به له مونږ سره نيکي کيږي يا پدي نړۍ کي او يا په اخرت کي، دا هم په خپل ځاي پريږدو د قرض حسني په ورکولو سره په ټولنه کي د ورورګلوۍ او مرستي حس را ژوندي کيږي. په پاي کي الله تعال ج ته ددعا لاسونه لپه کوم تر څو په نږدي راتلونکي کي افغانستان هم ددي جوګه شي تر څو د سودي بانکونو پرځاي اسلامي بانکونو ته د کار لار پرانيزي او افغان ولس هم د اسلامي بانکارۍ څخه په استفادي د پرمختګ لوړو منزلونو ته ورسيږي. په همدي هيله!!! _____________________________________
*شاکر جلالي د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد د اسلامي بانکاري او مالياتو محصل.