داسلامی امت نامتو عالم شیخ عبد الفتاح أبو غدة
2009-11-04 09:44:11
د توبي بلاګ درنو لوستونكو! د توبي بلاګ د شخصيت پيژندلو لړي پيل كړي, له هر چاسره چي د كومي ملي او اسلامي څټي ژوند ليك وي نو زموږ څخه يي مه سپموي.ليكونه مو په دي ايميل راليږي:
له پوهنغونډي (ويكپيډيا) په مننه
____________________________________________
استاذ عبدالفتاح ابو غده
لیکوال : جنیدالله ظهیر
داسلامی امت نامتو عالم شیخ عبد الفتاح أبو غدة
د اسلامی امت روښانه او ځلانده تاریخپاڼی یا خو د حق پالو علماوو پر زیار او سیاهی او یا هم د هغو سپیڅلو شهیدانو په وینو اړول شوی کوم چی خپل اوچت عقلونه او رسا پوهی د ویدو ولسونو د ویښولو ا و یا هم د لیار ورکو د لارښوونی لپاره مصرف وی. ددغسی اتلانو یاد د هغه مشهور تابعی سفیان بن عیینة رحمة الله علیه وینا ده چی : (موږ ته د خپلو لارښوونکو یاد د برکت او رحمت د راښکون لامل وه) د اسلامی امت د دغو اتلانو له لړه یو هم پیاوړی عالم دین، د سنتو ستر مدافع، نامتو داعی او فقیه شیخ عبدالفتاح ابو غدة وو.
مخیینه
شیخ ابو زاهد عبدالفتاح بن محمد بشیر چی د نسب لړۍ یی ستر صحابی خالد بن ولید رضي الله عنه ته رسی په ۱۹۱۷ م کال یی د لرغونی شام (اوسنی سوریه) شمال ته څیرمه د حلب نومی ښار په یوی مشهوری دین دوسته او بډایی کورنۍ په غیږ کی سترګې پرانیستی، چې د اوبدونکو مصنوعاتو په سوداګرې بوخته وه.
زده کړې
شیخ ابو غذة په اته کلنی کی خپلی لومړنی زده کړی د المدرسة العربیة الاسلامیة الخاصة له انګړه پیل کړه چی تر څنګ یی د حلب د مشهوری شیخ محمد علی الخطیب په مدرسه کی د قرآن کریم او خط زده کړی هم ترسره کولی، هغه بیا د ثانوی زده کړو لپاره د حلب مشهوره مدرسة (الخسرویة) غوره کړه چې له هماغه وخته پری د زیرکتیا او نبوغ نښی څرګندی وی او په ۱۹۴۲ م کی یی تری په اوچته درجه بری لیک ترلاسه کړ.
لوړی زده کړې
شیخ ابو غدة د خپلو لوړو زده کړو لپاره د مصر د الازهر اسلامی پوهنتون د شرعیاتوپوهنځی غوره کړ او په ۱۹۴۸ کی یی تری په بریالتیوب بری لیک تر لاسه کړ. په ۱۹۵۰ کی شیخ د عربی ژبی په ادبیاتو کی د تدریس د اصولو په تخصص کی ماستری هم له همدغه پوهنتونه ترلاسه کړه.
رسمي دندې
شیخ ابو غدة خپل پلرنی ټاټوبی حلب ته په رسیدو د خپل دینی مسوولیت په درکولو کابو یولس کاله د حلب په بیلابیلو مدرسو او لیسو کی د اسلامی ښوونی د استاذ په صفت دنده پر مخ بیوله چی مهمی مدرسی یی عبارت له: الشعبانیة او الخسرویة ځخه دی. هغه د تدریس تر څنګ د پوهنی په وزارت کی د دینی ښوونی د نصاب په تیارولو کی هم فعاله ونډه درلوده چی د همدی امله د دمشق پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځی د اصول فقه، حنفی فقهی او د مذاهبو د مقایسوی فقهو د استاد په توګه وګومارل شو. هغه د تدریس ترڅنګ په دی پړاو کی ددی پوهنځی په نوښت د اسلامی فقهی د موسوعی غړیتوب هم ترلاسه کړ. استاذ عبدالفتاح ابوغدة له دی وروسته د سعودی عربستان د ریاض د ښار د امام محمد بن سعود د اسلامی پوهنتون او د قاضیانو په عالی انسټیټیوټ کی له ۱۹۶۵ نه تر ۱۹۸۸م پوری د استاذ په توګه دنده پرمخ بیوله او په دی ترڅ کی یی د ډیرو علمی رسالو لکه ماسټری او دوکتورا ګانو باندی د څارونکی استاذ په صفت دنده هم پر غاړه وه، چې بیا د همدغو علمی خدمتونو لپاره د امام محمد بن سعود د پوهنتون د علمی مجلس غړی هم وټاکل شو.
علمي لوړتیا
استاذ ابوغدة د علم او پوهی د سمندر یو لالهانده تږی و ، تل د علمی مناظرو او مناقشو لیواله او د همدی مقصد لپاره یی د ګڼو اسلامی هیوادونو له علماوو سره بحث او مناقشی ته کیناست چی ځینی یی عبارت دی له:د عثمانی خلافت پخوانی شیخ الاسلام شیخ مصطفی صبری، شیخ زاهد کوثری، د عراق مشهور محدث امجد الزهاوی، دهند په نیمه وچه کی مولانا محمد زکریا کاندهلوی، مولانا محمد یوسف کاندهلوی، شیخ ابوالحسن ندوی، مفتی محمد شفیع،...
د ابو غده په اړه د نورو پوهانو آند
شیخ ابوغدة د خپلو هم عصرو علماوو په ژبه د ښی څیری او غوره اخلاقو خاوند و، د اسلامی آدابو پیاوړی مدافع او ساتونکی و، د علم ستر سمندر و چې تر څنګ یی په شخصیت تواضع او عاجزی غالبه وه. هغه په خپلو کتابونو کی د خپل نظر سره هیڅکله حتی د جمع ضمیر نه استعمالوه. یو وار په کوم مجلس کی کوم ګډون کوونکی شیخ ابو غدة د امام ابو حنیفه رحمة الله علیه سره تشبیه کړ چی له امله یی د شیخ مخ سور شو او په غوسه یی وویل: زه چیرته او هغه چیرته، زه د امام ابوحنیفه دپښو ګرد ته هم نشم رسیدای.
شیخ ابوغدة د خوږو خبرو او رسا نظر څښتن و، ناست کس به یی له خپل مجلس نه اغیز کی راوست او خپل ځان ته به یی راجذب کړ. خپل وخت یی تل علم او عبادت ته وقف کړی و او پر ژبه یی د الله ذکر پروت و. پیاوړی داعی استاد سعید حوی دده په اړه وایی: په اوسنی زمانه کی چې زه ګورم ښایی ددی آیت تطابق پر شیخ ابوغدة وی کوم کی چی الله تعالی فرمایی (و اذا تتلی علیهم آیت الرحمن خروا سجداْ وبکیا) او کله چی پر دوی زموږ ایاتونه ولوستل شی نو پر سجدو او ژړاو پریوځی.
شیخ ابوغدة د اسلامی دعوت او اسلامی ویښتابه په برخه کی هم فعاله ونډه درلوده، هغه په مصر کی د خپل تحصیل له وخته د اسلامی نړۍ د خوځښتونو د سالار شهید امام حسن البنا د اسلامی فکر نه الهام اخیستی و او هغه د خپل لارښود اوامام په توګه پیژنی. مرحوم استاذ په دی عقیده و چی اسلام د بشریت د ټولو رنځونو درمان دی چی هم دین او هم دولت. هغه اوملګرو یی لکه شیخ مصطفی السباعی ، استاد سعید حوی همدغه رسا او ځلانده فکر له مصره خپل ټاټوبی ته راولیږداوه او د دارالارقم په نوم یی د لومړی اسلامی مرکز بنسټ کیښود چی بیا یی ددی فکر په خپرولو او د ښکیلاک او سیکولریستی سوسیالستی افکارو په له منځه وړلو او مقابله کی لالهانده هڅی وکړی.
د اخوان المسلمون د غورځنګ د لارښود په توګه
استاذ د شیخ مصطفی السباعی نه وروسته دوه دوری د اخوان د ګوند د لارښود په توګه دنده پرمخ بیوله چی په ښه توګه یې سرته ورسولهاستاد ابو غدة هیڅکله دعوتی او ډله ییز اسلامی کارونه د علمی او اکاډمیکو کارونو خنډ نه بولی، بلکی د یو دعوتګر لپاره تر ټولو وړاندی دعلم جامه ضرور او لازمه ګڼی. هغه د ډیرو علمی مصروفیاتو سره سره په اسلامی دعوت کی تل فعال حضور درلود او دعامو او خاصو خلکو محبوبیت یی لاس ته راوړی و او په ۱۹۶۱ کی د حلب له ښاره د پارلمان د ا ستازی په توګه غوره شو. استاذ ابوغدة ددعوت په لاره کی ډیری لالهاندۍ ګاللی چی په همدی سلسله کی یو وار ۱۹۶۰ کی د (تدمرصحرا) په جیل کی ۱۱ میاشتی بند تیر کړ، هغه یو صابر او بردبار انسان و چی دوخت د فاسد رژیم ټولی ناخوالی یی په پراخه سینی وګاللی اوهیڅکله یی ددوی غوښتنو ته سر ټیت نکړ. استاذ ابوغدة په ۱۹۷۸ کی د سوریی له خاوری ووت او د سعودی په خاوره کی یی میشتیدنه غوره کړه، هغه په خپلی جلاوطنی کی دعلم تر څنګ د اسلامی امت قضایاوو ته ځان وقف کړی و. استاد ابوغدة د استاد حسن حبنکه المیدانی نه وروسته د سوریی له هیواده د رابطة العالم اسلامی موسسی د تاسییس مجلس غړی وګرځید او له همدی منبره یی د ډیرو اسلامی قضیو څخه په میړانه دفاع کړی. شیخ عبدالفتاح ابو غدة د اسلامی امت یو له هغو عالمانو څخه و چی د افغانستان سپیڅلی جهاد نه یی په میړانه دفاع کړی او دایی د مسلمانانو دعزت او برم لامل ګاڼه، هغه څو ځلی ویلی چی: د افغانستان جهاد د مسلمانانو سر اوچت کړی دی شیخ ابو غدة به وخت پر وخت د اسلامی نړۍ د ګوټ ګوټ هیوادونو لکه سودان، یمن، هند، پاکستان، اردن، ترکیه، الجزایر، عراق، قطر او اروپایی هیوادونو ته سفر کاوه او علمی او دعوتی سمینارونو کی به یی برخه اخیسته. شیخ ابوغدة ۱۹۹۵ کال کی د لندن د اکسفورډ د اسلامی مطالعاتو د مرکز لخوا د اسلام د تعریف او د حدیثو د خدمت په ویاړ د سلطان برنای د جایزی ګټونکی شو، او په همدی کال د سوریی د پخوانی ولسمشر حافظ الاسد لخوا ورته شیخ محمد سعید رمضان البوطی د منځګړی په حیث ولیږل شو چی په دی توګه یی خپله ۱۷ کلنه جلاوطنی پای ته ورسوله.
پوهنیز ژوند او لیکلي اثار
شیخ ابوغدة دخپل ژوند وروستی کلونه هم د اسلام او علم خدمت ته وقف کړی و او خپل ډیر وخت یی تحقیق او تالیف ته ځانګړی کړی و. د هغه ځانګړنه په دی کی نغښتی وه چی خپل کتاب به یی له ښی کره کتنی وروسته راویست او د یو کتاب له تحقیق سره به یی خپله ځانګړی حاشیه اوفواید هم پری اضافه کول. شیخ ابوغدة د حدیثو، فقهی، تصوف، اصول حدیث، اصول فقه او جرح تعدیل په علمونو کی بډایه تصنیفات ترسره کړی چی ځینی یی په لاندی ډول دی:
1- الرفع والتكميل في الجرح والتعديل للإمام عبد الحي اللكنوي وطبع 3 طبعات أولها سنة 1383-1963 بحلب
2- الأجوبة الفاضلة للأسئلة العشرة الكاملة للإمام اللكنوي وطبع 3 طبعات أولها سنة 1384-1964 بحلب
3- رسالة المسترشدين للإمام الحارث المحاسبي وطبع 8 طبعات أولها سنة 1384-1964 بحلب، وترجم إلى اللغة التركية .وهو كتاب عميم الفائدة للخاصة والعامة فمع النصح المخلص للمؤلف المحاسبي رحمه الله ،الذي يقال ان كل من صنف في تهذيب النفس وتربيتها عيال عليه ،جاءت توشيحات الشيخ ابي زاهد لتزيده فائدة وحسن اثر.
4- التصريح بما تواتر في نزول المسيح لمحمد أنور الكشميري، وطبع 5 طبعات أولها سنة 1385-1965 بحلب
5- إقامة الحجة على أن الإكثار من التعبد ليس ببدعة للإمام اللكنوي طبع بحلب سنة 1966-1386
6- الإحكام في تمييز الفتاوى عن الأحكام وتصرفات القاضي والإمام للإمام القرافي وطبع طبعتان أولاهما سنة 1387-1967 بحلب
7- فتح باب العناية بشرح كتاب النقاية في الفقه الحنفي للملا علي القاري الهروي المكي، طبع الجزء الأول بحلب محققاً سنة 1387-1967، ولم يقدر للشيخ أن يتمه تحقيقاً ثم طبع في لبنان دون تحقيق
8- قاعدة في الجرح والتعديل للحافظ تاج الدين السبكي، وطبع 5 طبعات أولها ببيروت سنة 1388-1968
9- المنار المنيف في الصحيح والضعيف للإمام ابن قيم الجوزية، وطبع 5 طبعات أولها سنة 1389-1969 في بيروت
10- المصنوع في معرفة الحديث الموضوع للإمام ملا علي القاري، وطبع 3 طبعات أولها سنة 1389-1969 بحلب
11- فقه أهل العراق وحديثهم للأستاذ محمد زاهد الكوثري و طبع ببيروت سنة 1390-1970
12- خلاصة تهذيب الكمال في أسماء الرجال للحافظ الخزرجي طبع مصوراً أربع مرات أولها ببيروت سنة 1390-1970 مع مقدمة ضافية وتصحيح أغلاط وتحريفات كثيرة .
13- قواعد في علوم الحديث لمولانا ظفر الله التهانوي، وطبع 6 طبعات أولها ببيروت سنة 1392-1972 وترجم بعضه إلى التركية
14- المتكلمون في الرجال للحافظ السخاوي، وطبع 4 طبعات أولها ببيروت سنة 1400-1980
15- ذكر من يعتمد قوله في الجرح والتعديل للحافظ الذهبي، وطبع 4 طبعات أولها ببيروت سنة 1400-1980
16- قصيدة عنوان الحكم لأبي الفتاح البستي أولها ببيروت سنة 1404-1984
17- الموقظة في علم مصطلح الحديث للحافظ الذهبي وطبع 3 طبعات أولها ببيروت سنة 1405-1985
18- سنن الإمام النسائي طبعه الشيخ مصوراً ومفهرساً، وطبع 3 طبعات أولها ببيروت سنة 1406-1986
19- الترقيم وعلاماته للعلامة أحمد زكي باشا، وطبع طبعتان أولاهما سنة 1407-1987 ببيروت
20- سباحة الفكر بالجهر بالذكر للإمام عبد الحي اللكنوي، وطبع 3 طبعات أولها ببيروت سنة 1408-1988
21- قفو الأثر في صفو علم الأثر ابن الحنبلي، وطبع طبعتان أولاهما ببيروت سنة 1408-1988
22- بلغة الأريب في مصطلح آثار الحبيب للحافظ الزبيدي، و طبع ببيروت سنة 1408-1988
23- جواب الحافظ المنذري عن أسئلة في الجرح والتعديل، وطبع ببيروت سنة 1411-1991
24- التبيان لبعض المباحث المتعلقة بالقرآن للعلامة الشيخ طاهر الجزائري الدمشقي، و طبع ببيروت سنة 1412-1992
25- تحفة الأخيار بإحياء سنة سيد الأبرار ومعه حاشيته نخبة الأنظار على تحفة الأخبار للإمام عبد الحي اللكنوي، وطبع ببيروت سنة 1412-1992
26- التحرير الوجيز فيما يبتغيه المستجيز للشيخ زاهد الكوثري، و طبع ببيروت سنة 1413-1994
27- تصحيح الكتب وصنع الفهارس المعجمة للعلامة أحمد شاكر، وطبع ببيروت سنة 1414-1994
28- تحفة النساك في فضل السواك للعلامة الميداني، و طبع ببيروت سنة 1414-1993
29- كشف الالتباس عما أورده الإمام البخاري على بعض الناس للعلامة عبد الغني الميداني، وطبع ببيروت سنة 1414-1993
30- العقيدة الإسلامية التي ينشأ عليها الصغار للإمام ابن أبي زيد القيرواني و طبع طبعتان أولاها ببيروت سنة 1414-1993
31- الحث على التجارة والصناعة والعمل للإمام أبي بكر الخلال الحنبلي، و طبع ببيروت سنة 1415-1995
32- توجيه النظر إلى أصول الأثر تأليف الشيخ طاهر الجزائري وطبع ببيروت سنة 1416-1995
33- ظفر الأماني في شرح مختصر الجرجاني للإمام عبد الحي اللكنوي وطبع ببيروت سنة 1416-1995
34- رسالة الألفة بين المسلمين للإمام ابن تيمية ومعها رسالة في الإمامة للإمام ابن حزم الظاهري، وطبع ببيروت سنة 1417-1996
35- مكانة الإمام أبي حنيفة في الحديث للشيخ العلامة المحدث محمد عبد الرشيد النعماني، وطبع ببيروت سنة 1416-1996
36- الحلال والحرام وبعض قواعدهما في المعاملات المالية لشيخ الإسلام ابن تيمية، وطبع ببيروت سنة 1416-1996
37- شروط الأئمة الخمسة للحازمي، وقد صدر بعد وفاة الشيخ سنة 1417-1997
38- شروط الأئمة الستة للحافظ ابن طاهر المقدسي، وقد صدر بعد وفاة الشيخ سنة 1417-1997
39- كتاب الكسب للإمام محمد بن الحسن الشيباني، وقد ألحق الشيخ به رسالة الحلال والحرام وبعض قواعدهما، وقد صدر بعد وفاة الشيخ سنة 1417-1997
40- ثلاث رسائل في استحباب الدعاء ورفع اليدين بعد الصلوات المكتوبة، وقد صدر بعد وفاة الشيخ سنة 1417-1997
41- الانتقاء في فضائل الأئمة الثلاثة الفقهاء للإمام ابن عبد البر، وقد صدر بعد وفاة الشيخ سنة 1417-1997
42- خطبة الحاجة ليست سنة في مستهل الكتب والمؤلفات كما قال الشيخ ناصر الألباني، وهذه الرسالة نشرت بعد وفاة الشيخ ضمن مجلة مركز بحوث السنة والسيرة بجامعة قطر .
شیخ ابوغدة بالاخره د ۸۰ کالو په عمر د یو اوږد خدمت او جهاد نه وروسته د ۱۹۹۶ کال ددسمبر په میاشت کی د ورپیښی ناروغۍ نه د سعودی عربستان د ملک فیصل روغتون ته راوړل شو او د ۱۹۹۷ د فبروری د میاشتی په ۱۶مه د ابدی سفر په لور رخصت شو. رحمة الله علیه