انټرنیټ یا نړیوال جال :

په ۱۹۴۰ کال کې دامریکا ددفاع وزارت څانګې په یوه داسې پروژه کارپیل کړه چې دکمپیوټرونویوداسې سیستم رامنڅ ته کړې چې نوموړی سیستم به په دې وتوانیږی چې دمختلفو ښارګوټو کمپیوټرونه یودبل سره په داسی ډول سره وتړی چې خپل معلومات سره ګډکړي .په دغه مهال کې داسی سیستمونه رامنڅ ته شول چې ددی وړتیایې درلوده چې یوبل ته معلومات، بریښنالیکونه ولیږدوی دغوکوچنیواوتیتوشبکویودبل سره داړیکولپاره په څانګړوسټنډرونوکارکاوو وروسته د کمپیوټرپوهانوله لوری ځینی نوي پروټوکولونه (Protocols) کشف شول چې په نوموړوشبکوکې به ورڅخه ګټه اخستل کیده . په کال ۱۹۴۱ کې دامریکا ددومختلفوښارونوکمپیوټرونه په کامیابې یودبل سره وتړل شول چې ددغه پرمختګ له امله نیټ ته د (ArpNAT) نوم ورکول شو په کال ۱۹۷۰ کې ځینې نوی پروټوکولونه رامنڅ ته شول لکه TCP چې اوس مهال هم ورڅخه ګټه اخستل کیږي . دامهال افرنیټ دامریکا په ټولوښارونوکې وپيژندل شو وروسته په کال ۱۹۹۳ کې دی لوی شبکې ته دانټرنیټ (Internet) نوم ورکول شو.