دشبکو اوانټرنیټ داړیکو لپاره لاندی څیزونه باید په نظر کې ونیول شي :

  1. اسباب (Equipments)
  2. پروټوکولونه (Protocols)
  3. پروګرامونه (Application)

اسباب (Equipments):

اسباب اووسائل دفزیکي اړیکو دپاره په کار وړل کیږي . او په دوه ډوله ویشل شوي دي .

  1.  دکاروونکووسایل(End-user-Devices)
  2. دشبکې وسایل (Network Devices)

کاروونکووسائل(End-user-Devices):

 دکاروونکووسائل (End-user -Devices)چې دکوربه (Host)په نامه سره یادیږی دهغووسایلو

نه عبارت دی چې دکاروونکوپه وسیله استعمالیږي ددغووسایلوپه واسطه کاروونکونکي کولای شی معلومات یودبل سره شریک کړې .لکه کمپیوټر،چاپ ماشین،سکنر،اوداسی نورولې داډول وسایل بدون له شبکې نه هم کارکوی خودشبکې قدرت زیاتوی .