دشبکو اوانټرنیټ داړیکو لپاره لاندی څیزونه باید په نظر کې ونیول شي :

دشبکې اوانټرنیټ داړیکو لپاره باید اسباب ، پروټوکلونه ،اوپروګرامونه په نظر کې ونیول شی ځکه بدون له دی څیزونه دشبکې اوانټرنیټ تړل ګران دی دنورومعلوماتولپاره سرلیک کلیک کړی .

پراخه شبکېWide Area Network:

داشبکې پراخه جغرافیاوي سیمی ترخپل پوښښ لاندي راولی لکه لویه وچه (براعظم) هیوادونه اوداسی نوردځایي شبکو (Local Area Networks) ترمنځ اړیکې جوړوی اودمعلوماتو په لیږدولو کې نظرځایي شبکوته سوکه سرعت لري . دشبکو اوانټرنیټ داړیکو لپاره لاندی څیزونه باید په نظر کې ونیول شي : ۱- اسباب (Equipments) 2-پروټوکولونه (Protocols) 3-پروګرامونه (Application)

ښاري شبکې Metropolitan Area Network :

ښاري شبکې منځني جغرافیاوي ښاري سیمه لکه ښارګوټي ترخپل پوښښ لاندي راولي . ښاري شبکې نظرځایي شبکوته پیچلی اوددی وړتیا لري چې انځورونه ،موسیقي ولیږدوی اوداشبکې کولای شي چې دڅو ځایي شبکوترمنځ اړیکې جوړی کړي .

ځاي شبکېLocal Area Network :

ځاي شبکې داسی شبکو ته ویل کیږي چی یوه کوچنی جغرافیاوي سیمه کله (کور ، کالج ، دفتر ) ترخپل پوښښ لاندي راولي . داشبکه کولای شي په ډیره چټکتیا سره معلومات ولیږدوی . اویوه ټاکلی ساحه تر خپل پوښښ لاندی راولی ځایی شبکي ددی وړتیا لري ترڅومعلومات په ارزانه بیه دټیلفون دلینونو له لاري ولیږدوی .

دشبکې ډولونه :

شبکه په دریو ډولونوویشل شوي دی ځایې شبکه ( Local Area Network) , ښاري شبکه (Metropolitan Area Netwrok) پراخه شبکه (Wide Area Network )

دکمپیوټري شبکې موخي:

کمپيوټري شبکو جوړولو يواځینۍ موخه ګډون (Sharing) ده په یوه کمپيوټري شبکه کې کمپيوټرونه کولاي شي لاندي څیزونه یودبل سره ګډکړي . ۱- معلومات ، ۲- دسیستم سرچینی ،۳- دخلکواړیکې یودبل سره ،دکمپیوټري شبکو په وسیله خلک کولای شي دلری واټن څخه دیو کمپیوټر معلومات دبل کمپيوټر په وسله وګوری روغبړوکړي اوخپل اندوواند(خیال اوفکر) سره تبادله کړي.

کورنۍ شبکه :

هغه څیزونه چې دمخابراتي کیبلونوله لاري یودبل سره اړیکي نیسي اودخبرتیاوواوډیټاراکړه ورکړه کوي کمپیوټري شبکې بلل کیږي. که دکمپیوټرسیستم ته نظرواچونوکولای شوچې ووایو کمپيوټر ټولي پرزی لکه پراسیسر (Processor) ، اصلی حافظ (RAM) , سخت ټیکلی (Hard Disk)،لیکدړه (Keyboard) یودبل سره داصلي دړي (Main- Board) له لاری تړلې دي دښاردابوجوړښت ، دسړکونوجوړښت اودانسان ددماغوجوړښت هم دشبکې دبیلګوپه توګه راوړلی شوو،که دوه یا څوکمپيوټرونه سره وتړل شي کمپيوټري شبکې جوړوی .