غزل

په پردي وطن دې غواړي لیونی دی خدای وهلی

هیڅ له تانه نه صبریږي زما زړګی دی خدای وهلی

 

زه چې ستا دفراق غم کې وخت ناوخته په نارو شم

خلک وایې یوو او بل ته دا زلمی دی خدای وهلی

 

شیبه ورسته به بیا ډوب یې دخپل زړه دوینو ډنډ کې

دلته مه ټو کیږه ګله زموږ سپرلی دی خدای وهلی

 

که خندا غواړې نو ښکلې چیرته بل لوري ته لاړشه

زما په روح کې غزیدلی خوږ زګیروی دی خدای وهلی

 

دساقي دسترګو شره معصوم توب کې انعکاس کړه

څوک درپوه چې داسي نه شي چې هم دی دی خدای وهلی

 

که یې شونډو ته ځیل وکړیوه وړه مچکه ورکړه

غضري لکه ورکوټکی سادګی دی  خدای وهلی

 

۲۰۱۰/۷/۵

ساجر