مقاله د ځنګلونوپريكول لاهم دوام لري ځلاند

<!-- /* Style Definitions */ p.MsoNormal, li.MsoNormal, div.MsoNormal {mso-style-parent:""; margin:0in; margin-bottom:.0001pt; mso-pagination:widow-orphan; font-size:12.0pt; font-family:"Times New Roman"; mso-fareast-font-family:"Times New Roman";} @page Section1 {size:8.5in 11.0in; margin:1.0in 1.25in 1.0in 1.25in; mso-header-margin:.5in; mso-footer-margin:.5in; mso-paper-source:0;} div.Section1 {page:Section1;} -->

 

                                                             

 

 

 

 

 

ځنګلونه د هيواد ملي شتمني ده چې ورځني سالمه ګته اخيستنه له يوې خوا د  هيواد په بيا رغونه او ابادۍ كې مهمه ونډه لوبولې شي او له بله پلوه د هوا په پاكوالي كې  هم ستر رول  لري.

خو له بده مرغه په  افغانستان كې څوك  هم دې خبرې ته فكر نه كوي او نه ورته چا كار كړې دې.

اوس ټول خلك په دې پوهيدلي چې د ځنګلونو ساتنه يوه ستره ننګونه ده، چې څوك يې د مخنيوي لپاره جدي هڅه نه كوي او دا نهيلي په دې خاطر موجوده ده، چې د دولتي ادارو د كمزورۍ له امله دغه ځنګلونه د قاچاقبرانو ښكار ګرځېدلي دي.

د مثال په توګه به د ناړۍ، كامديش او كونړ ځنګلونه ياد كړو، چې د هيواد  د ځنګلونو پراخه ساحه تشكيلوي. 

درپوټونو په حواله  په تيرو وختونو كې به د دغه  ځنګلونو څخه هريو چارتراش چې د (دس پنج) په نامه ياديدل په ۳۰۰ كلدارې خرڅيدل او بيرته به  په باجوړ كې په ۶۰۰ كلدارې پلورل كيدل  او  همدا چارتراش چې كله  دوبى ته  ورسيږي بيا  په ۳۰۰ ډالر پلورل كيدل چې دا په خپله يوه جفا ده .

په  يا دو سيموكې خلكو په وار وار شكايتونه كړي، چې د پولې ها خوا خلك  ډيرې  قاچاقبر او ياهم سوداګر دي، ځنكلونه يې په پيسو رانيسي.

د هغوې په  خبره د چارتراشو مهم بازارونه په پاكستان كې جوړ شوي دي او دا ورته د خواشينۍ خبره د ه، چې د خپل كورګته دې د بل كور ته ولاړه شي او  خپلو هيوادوالو ته يې هيڅ ګټه ونه رسيږي.

 دشواهدو له مخې د خپل منځي جنګونو په وخت كې د ځنګلونو وهل او د چارتراشو او بېروچو قاچاق تر پخوا لس برابره زيات شوي و  او د نواپاس او بنشي له لارې باجوړ ته وړل كېدل.

 كه څه هم  په سيمه كۍ د هغه وخت  حاكم چارواكو ټولې لارې تړلې وې، خو يو سړک چې له ځنګله څخه د پاکستان پولې ته ځي هغه يې ونه تاړه او قاچاقبران دې ته اړ كېدل، چې له کونړ څخه جنوب لور ته ٨٠٠ کيلو متره مزل وکړي او چارتراش له هغې لارې له افغانستان څخه خپلې خاورې ته انتقال كړي

لنډه دا چې په كونړ كې د ځنګلونو وهل له ۱۹۸۸ څخه پيل شوي او د تيرو درې لسيزو  جنګ په موده كې دې ځنګلونو ته خورا ډير زيانونه اوښتي دي،

په همدې ا ړه د ملګرو ملتونو ادارې، چې شا وخوا درې كاله كيږي په افغانستان كې دننه فعاليت  كوي او د خپلو پلټنوپر بنسټ يې  يو رپوت هم خپور كړې، په دغه رپوټ كې راغلي، چې په  افغانستان كې ۷۰ سلنه  طبيعي ځنګلونه له منځه تللي او ترڅنګ يې دا هم روښانه کړې، چې  د ځنګلونو ساتل  په افغانستان کې د پام وړ دي، چې تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې.

خو ځايې متخصصينو دا رقم تر دې هم لوړ خودلې دى.

د دوى په وينا، په ناړۍ ولسوالۍ كې  د باتاش او چيره ګل د سيمو ځنګلونه يو څه پاتې دي، خو په كامدېش ولسوالۍ پورې اړوند  د بازګل درې، چنارخوړ، ساريت، پتيګل، ميردېش او ګوردېش سيمې تر ډېره له ځنګلونو پاكې شوي او يوازې د غرو په لوړو كې معمولي ونې بوټي پاتې دي.

كار پوهان  په دې باور دي، چې سوداګر او قاچاقبران په دې هڅه كې دي، ترڅو د نورستان دوه مهمې او ګڼ ځنګل لرونكې  سيمې ګورال او ماجام، چې تراوسه په قومي ډول اداره كېږي، له ځنګلونو پاكې كړي.

د ر سنيو د رپوټونو له  مخې طالبانو له هرې لارۍ څخه ٢٨٠٠٠ كلدارې کندهار ته نږدې د چمن پر پوله اخيستلې، چې هغه مهال د ورځې ٣٠٠ لارۍ چارتراش لېږدول كېدل.

 د كرزي په اداره كې له ۲۰۰۳ ميلادي نه د چارتراشو پر لېږد بنديز ولګېد او په زرګونه چارتراش د ناړۍ، چنار خوړ، ساريت او كمو په سيمو كې ذخيره كړاى شوي وو. خو په خواشينى سره، چې په دولتي ادارو كې د فساد د شتون له كبله د دغو چارتراشو يوه برخه د قاچاقبرانو له لور ې لېږدول كېدل او د سيمه ييزو واكمنو له خوا د هر موټر په سر ۳۰۰۰۰ كلدارې اخيستل كېدلې.

د دې ځاى د اوسيدونكو په خبره اوس هم هم هغه  حالت دې او د هيواد شتمني بهر ته قاچاق كيږي

دا خبره هم د يادولو ده چې د ولسي جرګې استازو هم دا كړنې يوه ستره فاجعه ګڼلې او ډير ورته په انديښنې كي دي.

د ولسي جرګې د طبیعي منابعو او چاپیریال کمیسون ويلي، چې د هیواد کې  ډيرى ځنګلونه له منځه تللي او اوس هم د دې ځنګلونو د پرې کولو او ګاونډیو ته د لیږد چارې یې دوام لري.

كه څه هم دوى د ځنګلونو د "تنظیم په قانون کې د تعدیلاتو "په ناسته کې دولت د ځنګلونو د خپل سري پرې کولو او ګاونډیو هیوادو ته د لیږدولو په برخه کې په بې پروايي تورن کړ، خو د كارپوهانو په اند دا به هم يوه نمونوي فيصله وي او كومه ښه پايله به و نه لري