شا امان الله هغه څوک دى چې ولس ته يې لويه قهرماني ګټلې . ليکنه :استاد ببرک مياخيل
2008-08-27 12:13:14
شا امان الله هغه څوک دى چې ولس ته يې لويه قهرماني ګټلې
ببرک مياخېل
که دافغانستان دپيښليک پاڼې واړول شي او په ځينو شرماورو څيرو مو سترګې لګيږي چې اوس يې هم افغان ولس او په ځانګړي ډول پښتون قوم دشرم او عار پيټى په اوږو وړي خو تر څنګ يې داسې څېرې هم په تاريخ کې لرو چې ولس او قوم مو پرې وياړي .
په دغو څېرو کې يو هم ستر وياړ او دافغان قوم فخر ، غازي امان الله دى .
که دتاريخ په اوږ دو کې هغه اشخاص ستايل کيږي چې ددې قوم اوولس له پاره لاس ته راوړنې لري نو له هغو نه يو امير امان لله خان دى ، شا امان الله هغه څوک دى چې ولس ته يې لويه قهرماني ګټلې او هغه دازادۍ تر لاسه کول دى .خو افسوس چې ځينې داسې پردي پالي مو په هيواد کې شته چې نه يواځې دا چې هغه ديو قهرمان په توګه نه پېژني بلکه هغه ته سپورې ستغې او بد الفاظ کاروي زه فکر کوم دا هغه څوک دي چې دنورو له خوا دخپلو ملي شخصيتونو او ارزښتونو دسپکاوي له پاره ګمارل شوي دي ، دايواځې اوسني دنورو په لمسه دخپلو ارزښتونو سپکوونکي نه دي بلکې پخوا هم ددغه ستر غازي پر وړاندې داسې دسيسې جوړې شوي دي چې هغه يې له ديني او ملي ارزښتونو نه ياغي او باغي ګڼلى دى .
خو حقيقت داسې نه وو اوهغه دنورو دسيسې وې چې غوښتل يې دا قوم دداسې چا پر ضد را پاروي چې په ريښتينې توګه يې ددې قوم درد په زړه کې لره په ډېرو ځمکو کې ما اوس هغه خلک وليدل چې پرون يې شا امان الله په بد نومونو او القابو يادوه خو نن ورته هغه خپل يو ارزښت ښکاري ښايي هغوى نن پوهيدلي وي .
چې تر اوسه پورې دوې غليدلي وو ، او څه يې چې کول هغه نه رښتياوو او نه عدالت .
زه پر دې ډېر نه تميږم چې دغازي امان الله پروړاندې چا څه او چا څه وکړل ځکه دا ټولې خبرې دبل چا له لوري تنظيميدې او دنورو لاسونه يې تر شا وو
دشا اما لله ستره قرباني داوه چې نه يې غوښتل په قدرت کې پاتې شي چې وجود يې دوينو توييدو سبب شي
البته دغازي امان الله هغه ريفورمونه يا اصلاحات چې له بهرني سفره تر راګرځيدو ورو سته يې پلي کول غوښتل يو څه له ولسي غبرګونو سره مخامخ شول خو که همدغه ريفورمونه وڅيړل شي
تر ډېره به د ولس ياقوم په ګټه وو ځکه چې ځينې ريفورمونه يې اوس ډېر په خوښۍ سره پلي کيږي .
شا امان ا لله چې کله داروپا له اوږده سفرنه خپل هيواد ته راستون شو نو دنړۍ والو شخصيتونو برنامو پر ده اغيز ښندلى وو هيواد ته له راګرځيدو سره سم يې په يو لړ اصلاحاتو لاس پورې کړ ،
پر ١٩٢٨م کال يې زر نفري لويه جرګه را وغوښته چې دټولنيز پر مختګ په اړه ستراتيژي ور وړاندې کړي .
دامنو چې ځينې ريفورمونه به دټولنې د ملسطوکولتوري شرايطو په پام کې نه نيولو سره يو تېز ګام وو چې اخيستل کيدو لکه دڅادري له منځه وړل خو تر څنګ يې ځينې ريفورمونه داسې هم وو چې تر ډېره پرې ټولنيزه ګټه مرتبه وه .
لکه دزده کړو له پاره بهر ته دځوانانو ليږل ،دافغانستان اتباعو ته دتذکرو ويش ، دصغېرې دنکاح منع کول دازدواج له پاره دسن ټاکل (( دنجونو له پاره ١٨ کاله او دهلکانو له پاره ٢٢ کاله )) او ځينې نور چې داټول دټولنې دبهبودله پاره وو
مګر دانګريزي ښکيلاک بدو او ناوړه هڅو هغه مهال زور واخيسته چې شا امان الله په دويم سفر اروپا ته روان شو چې دلته ورپسې دتبليغاتو لړۍ هم ګرمه شوه او ددې تر شا دانګريزي ښکيلام لاس و چې غو ښتل يې دخپلې ماتې انتقام او غچ له شا امان الله او له افغان ملت نه واخلي
دهند فقيد لومړى وزير نهرو ليکي چې ((دامان الله د غيابت پرمهال ټولو هغو له وخته ګټه اخيستونکو ((فرصت طلبو)) خلکو چې له هغه سره مخالف وو مخې ته راغلل اودسيسې جوړول يې پېل کړل ،داهغه مهال وو چې دامان الله پر ضد پراخه تبليغات شروع شول .
ظاهرا ددغه تبليغ له پاره ډېرې پېسې کارول کيدې خو هيڅوک نه پوهيدل چې داپيسې له کومه راځي پر ځينو ملايانو او اخونانو هم ډېر کار شوىوو چې په ډېرو ځايونو کې ورپسې تبليغات کيدل او امان الله خان يې کافر او بې دينه معرفي کولو دملکې ثريا انځورونه په اروپا کې په نامناسبه بڼه اخيستل شوي وو چې دافغانستان په کليو او بانډو کې خپريدل او پروړاندې يې دخلکو غوصې او نفرتونه راوپارول .
خو که دخپلو خبرو لمن راټوله کړم او په ټوله کې داډول خپل نظر مطرح کړم نو هغه مهال
هم زمونږ دارزښتونو دسپکاوي له پاره هڅې کيدلې او اوس هم داهڅې روانې دي
خو زه دا وايم چې داهرڅه داسې دي چې ...................او کاروان تيږي