د اړيکې لپاره هم دلته کلېک وکړی
2008-03-12 10:16:51
که غواړی چې زمونږ سره خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړی نو په لاندې اړيکه زمونږ سره اړيکه ونيسۍ مننه کور مو ودان
ډاكټر ذاكر ناېك
2008-03-10 06:51:52
ډاكټر ذاكر ناېك هغه اورژبې ويناوال دى، چې د يوويشتمې پېړۍ معجزه يې ګڼلې شو. دا عالم پدې توانېدلې چې د ګردې نړۍ د هغو بېځايه نيوكو ځواب ووايي، چې دوي يې د اسلام په سپېڅلي دين، اسلامي شخصيتونو او د شريعت په اړه كوي، په مستند ډول ځواب ووايي. د يوويشتمې پېړۍ نامتو اسلامپوه، او د نړيوالو اديانو پرتله اييزه څېزونكې علامه ډاكټر ذاكر ناېك چې په ځوانه ځوانۍ كې يې د ټولې نړۍ بېلارې اديانو لارويان چلېنچ كړي دي، خو د ځواب ويلو لپاره يې څوك تر دې مهاله ندې راوړاندې شوې، ان تردې چې د روان كال (۲۰۰۷)ز كال كله د عيسويانو مذهبي پلار (پاپ بنډي كېټ) د اسلام سپېڅلي دين او محمد صلى الله عليه وسلم په اړه له زهرو ډكه وينا وكړه، نو همدې ځوان ؤ، چې هغه يې چېلېنج كړ، مګر دده له پوهې او هوښيارۍ څخه په ډار سره پاپ دېته تيار نشو چې له ده سره مناظره وكړي.
ابو الاعلی مودود
2008-03-10 06:48:36
د مولانا سېد ابو الاعلی مودودي شمار د شلمې پېړۍ په هغو نامتو روڼ آندو او اسلامپوهانو کې راځي، چا چې په خپل شپېته کلن پوهنیز، ادبي، دیني، ملي او ټولنیز ژوند په هر هړخ باندې رڼا اچولې، او څېړنیزه لیکنې یې پکې کړي دي.
تصوف
2008-03-10 06:43:59
د الرساله القشېريه ليكوال ( امام ابو القاسم القشېري) ليكي چې په هره ژبه كې پاكي د تعريف وړ ده، او ناپاكي چې ددې ضد دى، د رټلو ده. نوموړې د [[رسول الله صلى الله عليه وسلم]] يو حديث (ذهب صفو الدنيا) او كدورت باقي پاتې شو، نو ځكه اوس مرګ د هر مومن لپاره يوه ډالۍ ده.
وعده
2008-03-10 06:34:50
بادام د خپلې ميرمني پيكۍ سره دغره لمن كې په يوه جونګړه كې اوسيدو، د دوي په جونګړه كې يواځې يوه وړوكې كوټه چې هميش به خالي وه، په هغه كې يواځې يو زوړ كټ، يوه بړستن او يوه توشكه وه، پيكۍ به له يوي لري چينې څخه اوبه راوړلي. يوه ورځ بادام د جونگړې څخه بهر يوي تيږې ته ډډه وهلې وه، هغه ډېر پريشانه معلوميدو، ميرمن ئي د ولادت په حالت كې وه، دوى دري اولاده لرل خو ټول مړه شوي وو، بادام زوي غوښت خو هغه د نوي ماشوم د ژوندي پاتې كيدو او هغه ته دخواړو پيدا كولو په فكر كې وو.
شفر
2008-03-10 06:34:11
کله به چې، ډريورانو له بګرام څخه جلال آباد ته او يا هم له جيکب آباد څخه بنون ته کانتينر راورساوه نو د تيليفون په ليکه به يې موږ خبر کړلو او په يو ځانګړي شفربه يې د ( چمتو اوسۍ ) قومانده راکړه. موږ به هم خپل د مهرو لاک د خلاصولو وسائل پاک کړل په دې خاطر چې، يوه سخته ، عصري او د يوې پرمختللې ټکنالوژۍ له خاوند څخه مو غلا کوله ، نو خپل د غلا وسائل به موهم ډېرمجهز ساتل، او په همداسې پرمختللو .....
د مړي په جېب كې
2008-03-10 06:32:45
چې څنګه يې تابوت کلي ته ورساوه ، يوه ګونګوسه خپره شوه ، هرچا خپل کارونه پرېښودل او دتابوت په لور يې را منډې کړې . تابوت دخلکو په منځ کې ورک شو ، ټول ترې را تاو، وو . يو دبل پر اوږو يې لاسونه اېښودل او دسر په ښورولو يې تابوت کتلې. خپلو منځو کې خبرې پيل شوې: چاويل: څو مره په تمه وو، موږ وې دا به خداى ډاکټر کړي ، ښار ته به دناروغانو له وړلو بې غمه شوو داخو يې .. . چاوې: دا زړه و که تيږه؟ څنګه يې داسې چناري ځواني خاورې ايرې کړه . بل غږ کړ: زموږ دناروغانو به خداى مل شي ، زه يې بل څه ته ځوريږم : درې کاله يې دکوژدنې شوي وو، خسر به يې همدا ويل تر څو يې فاکولته خلاصه کړې نه وي واده نه ورکوم .اوس به څه کړې، دا ځوانيمرگ خو بل ورور هم نه لري .
له مذهبه پرته انسانيت
2008-03-10 05:50:03
سيد جمال الدين افغاني
2008-03-10 05:44:30
علامه سيد جمال الدين افغاني په کال ١٢٥٤ هجري سپوږميز کال د شعبان په مياشت کي چي له ١٨٣٩ زېږد کال سره برابر دی د کنړ ولايت په مرکز اسعداباد کې په يوه ديندوسته کورنۍ کي زېږېدلې دی. دې د