کچکول

کچکول 

دهيواددتکړه ليکوالاوشاعرمحمدمعصوم هوتک دمقالولومړي ټولګه ده په لمړي ځل دکندهارداطلاعاتواوفرهنګ رياست د٢٢٤مخه اوزر ټوکه په تيراژسره په ١٣٨٩کال کي په خورا ښه صحافت سره چاپ کړپه همدغه ټولګه کي ٢٤څلرويشت بيلابيل عنوانه مقاليس راټولي سوي چي هره مقاله يي له پنده څخه ډکه ده د ښاغلي معصوم هوتک په دغه ارښتمن اثارکي په زړه پوري ښوونيزي مقالي هم سته دمثال لپاره يي دالاندي مقاله رااخلو:

پښتولنډۍ

نه جاپاني هايکوده نه پارسي طرح

د[زرنګار]مياشتنۍپه څوپرله پسي ګڼوکي دپښتولنډيو په باب ليکني سويدي چي دهغوپه لړکي يي په څلرمه ګڼه کي پښتولنډۍدپارسي ادب له ځينوژانرونوسره پرتله کړي او په مجموع کي يي داسي نتيجه اخيستي ده چي پښتولنډۍ دپارسي ژبي له[خسرواني]سره ورته نه ده پارسي چاربيتۍ اوتراني هم له لنډيوسره توپير لري رباعي بياله شکلي لحاظه لنډ ي کيدلاي نه سي اوپدي ډول نو پښتولنډي دپښتو شفاهي ادب هغه سوچه او ناب شکل دي چه په پارسي \عربي\ترکي\اواردوادب کي يي سا ري نسته زه له دي ټولوخبروسره موافق يم خوداچي دمضمون ښاغلي ليکوال ليکي چه په پارسي نوي شعر کي چي د[طرح]په نامه کوم ژانر دنړيوال معاصرشعراوپه تيره بيا دجاپاني هايکوګانوتراغيزي لاندي راغلي دي ښايي له پښتولنډيوسره دي ډيرنزدي وي اوهغه هم له دي جهته چه په طرح کي وزن ازاد دي اودمصرعو لنډوالي اواوږدوالي يي له لنډيو سره شکلي ورته والي لري  ماته لږڅه دغور وړخبري ايسي اودموضوع پرهمدي اړخ بانديث به لږڅه وږغيږم دمضمون ليکوال د[شايد]قيدپه راوړلوسره دعلمي احتياط اصل پر ځاي کړي دي زما سره سمدلاسه دپارسي طرح نموني نسته چي لنډۍ ورسره مقايسه کړم خوترکومه ځايه چي دجاپاني هايکوپه باب راته معلومه ده  [١]پښتولنډي له هايکوسره بنسټيز توپيرونه لري هايکودجاپاني ادبياتو دنظم هغه ډول ته ويل کيږي چي هر بنديي دري نابرابري مصراعوي لري اودلومړي اودرييمي مصرع دڅپو[هجاوو]شميريي پنځه اودمنځوۍ دايي اووه وي پوهاندرشادليکي چي دهايکوبندونه عمودونه نه لري يعني دبندونو په پايونوکي داسي قافيوي هناهنګيۍنسته چي يوه هايکودي له وړاندي ورسته هايکوګانوسره وتړي جاپاني هايکوګاني انګريزي\فرانسوي \جرمني \هسپانوي اونورواروپايي ژبوته لارکړي اودشملي پيړۍ له پيل څخه پدي ژبوکي هايکوګاني ترجمه کيږي عربي هم پدي بهير ورکښيوتلي ده دڅوکلوراهسي په لره پښتونخواکي هم هايکو وشمه پښتونظمونه ويل کيږي چي دپوهاندرشادصاحب په نظر داردوادب له لاري په ختيزو پښتنو شاعرانوکي باب سويدي دپښتوهايکو وشمه نظمونو څونموني به درنولوستونکوته وړاندي کړم:

نيغه مي شمله

خدايه دپښتو ساتي

مه يي کړي کږه

ـــــــــــــــــــــ

زلفي جالونه

چي شي زوړندي په مخ

کوي مرګونه

ـــــــــــــــــــــ

سترګي ستاتوري

ټوکري ټوکري دي کړمه

دحسن حوري

ددي خبري يادونه به هم بي ګټي نه وي چي دهايکوشکلي جوړښت دپښتني محققنوپه نظردعربي نظم له مثلث سره ورته دي اوپه يښتو اوپارسي ديواني ادب کي يي مثالونه موندلاي سوپه يښتواولسي ادب کي له ډيرو لرغونو زمانوراهيسي دري مصرعيز نظمونه لرو چي يوه بيلګه يي [بابولاله]ده بابولاله دپښتواولسي ادب هغه نظمونه دي چي پښتني ښځي يي په ودونوکي وايي ددغه نظم هربند دري مصراعوي لري چي دلومړي اودرييمي مصرع تر منځ يي قاقيوي هماهنګي وي مثالونه يي دادي:                                 اوښ ولاړزنګون تړلي

تر هغوبه يي خلاص نه کړم

چه زماجان نه وي راغلي

ــــــــــــــــــــــــــــــ

تربالښت لاندي انار دي

داسي زوم مودروستلي

چه نامتودکندهاردي

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

خور په طشت کي اوبه توري

داسي ناوي موراوستې

بي رنجويي سترګي توري

ـــــــــــــــــــــــــ

پښتولنډۍ دپښتواولسي اد ب هغه نظمونه دي چي لومړۍ مصرع يي نهه اودوهمه يي ديارلس څپي وي اوددوهمي مصرع په پاي کي يي د[وينه\دينه\شينه\کوينه ...] راوړل حتمي دي لکه دا لنډۍ:                     ګلان له خاوروپيداکيږي

زمالالي تر ګل نازک خاورو له ځينه

په دي ډول وينوچي دپښتولنډيو اوجاپاني هايکوګانواوهايکو وشمه نظمونو ترمنځ داتوپيرونه سته :په لنډيو کي دلومړۍ اودوهمي مصرع دڅپوشمير ثابت وي او هغه نهه اوديارلس څپي وي په داسي حال کي چه په هايکوکي عموماً دارازقيد حتمي نه دۍ .

دلنډۍ ددوهمي  مصرع دقافيودورستيو څپويووالي حتمي دي .وينه ،دينه،لرينه اونور ،په داسي حال کي چه په هايکوکي دغه شان هجايي يووالي نسته .

لنډۍ دشفاهي ادب يوه برخه ده او شاعر يي معلوم نه وي په داسي حال  کي چه دهايکو شاعر معلوم وي .

په لنډيو کي وزن ازاد نه دي په داسي حال کي چه دمضمون دمحترم ليکوال په قول په پارسي طرح کي وزن ازاددۍ .

له دي مقايسي څخه ويلاي سو چه پښتولنډۍ نه له جاپاني هايکو سره ورته ده او نه هم اه پارسي طرح سره، بلکه دپښتو خوږو ادبيا تو يو ډير لرغوني ژانر دي چه ژوند يي دپښتني ټولني دپيدايښت همزولي دي اوسيال يي په نورو ژبو کي نسته. ددداوږده عمر په هيله ثنا ءاله مخلص