ولې ښکلا؟

ولې ښکلا ؟ ستا ټول خیال او فکر د لاندي ښکلاو په لټه شپه او ورځ بوخت وي . د يوه ښکلي ژوند ، ښکلي راتلونکې ، ښکلي دوست ، ښکلي کور ، ښکلي اولاد ، ښکلې نړۍ ، ښکلي ښار ، ښکلې ښځي ، ښکلي .... هر څه ښکلي ښکلي ، دا یو حقیقت دی . د نړۍ هر انسان د ښکلا پتنګ ، د ښکلو شیانو مینه وال او دشکلا په ارمان کې ژوند تیروي . راځۍ په دې حقیقت ځان پوه کړو چې هغه کومه ښکلا ده چې زموږ په ژوند ، فکر ، روحیاتو ، او خیال مثبت اثر پريږدي ، او په ترلاسه کولو او حس کولو یې زموږ مادي او معنوي نړۍ ارام مومي . زموږ د مبین دین اسلام له نظره ښکلا وګورو او د پوهانو او روڼ اندو کسانو له نظره ښکلا وڅیړو . ( ولې ښکلا ؟ ) !!! ښکلا د همدې لپاره !!! خپل نظر ، وړانديز او نیوکې ضرور راته ولیکۍ ستاسو ورور عبدالله شاه ژوندون . ------------------------------------------------------------------------------------------------