غزل

غزل مينه چې سترګو کې د يار ورکه شوه زما نه هم د ژوندون لار ورکه شوه هغه د نيا چې مې په خيال جوړه وه دا ستا د ميني په انکار ورکه شوه خاونده نورو نه يې مه ورکوې هغه متاع چې له ما خوار ورکه شوه لکه چې لمر د مازديګر ډوبيږی هسې يې مينه وار په وار ورکه شوه جانانه اوس نوراته سم ووايه دادي يوه وه که په شمار ورکه شوه عبدالله شاه ژوندون