غزل

ګرانو لوستونکودومره جرئت نه شم کولی چه ځانته د شاعر کلمه وکاروم خو کله نه کله د شعرپه نوم په کاغذ لیکې راکاږم.د نومونې په ډول دا یو غزل ګوټی ستاسو مخې ته وړاندې کوم، که کومه مشوره یاکوم وړاندیز لری، شبګیر ستاسود مشورو او وړاندیزونو هرکلی کوي.

                                                        غزل             

 ستاپه لیدو مې راژوندی شي داسې زړه په غـیږ کې

لکه چه ورکړی مړاوي ګل ته څــــوک اوبه په غـیږ کې

ستاپه خاطر مې کړ ګوکل حرام په ډیرو ښــــــــــــــکلو

ځای به ورنکړم بیګانه ښکلی ته زه پــــــــه غــــــــیږکې

دجبــرائیل(ع)له سینې ډیرڅه محـــمد(ص) اخیستی

دردبه مې درک کړې چه دټینګ ونیسم ښه په غیږ کې

چـــــــــه دباڼو لاندې راوګوری موسکۍ غــوندې شی

لـــــکه چه غشي راګزارګړي څــــوک شپیته په غیږکې

چه دشبـــقدرشپې ارمـــــان کړي بیاناځوان به وي خــو

یوځل شبــــــــــګیر که دجــــــانانه شي ویده په غیږکې

                                                                                               ولی خان شبګیر