نظامي ژمن او رېښتينى ليکوال – ارشاد رغند
2010-07-22 10:17:13
Thursday, 06.10.2010, 11:42am (GMT)
داليکنه په کونړ کې د نظامي د ناول مخکتنې ته ليکل شوې او پکې اورول شوې.
اوسنۍ پښتو ليکنه په ټوله او ناول ليکنه په ځانګړې توګه سره له دې چې وېش اودرجه بندي يې زماتر واک پورته ده خو لږ ترلږه د يوه لوستوال په توګه ليکوال يې په دوه برخو وېشل شوي راته ښکاري:
لومړى هغه چې د دې برخې پوهان او د مسلکي زده کړو لرونکي دي او دويم هغه چې د تيوريکي پوهې له کموالي سره،سره د ځينو اخلاقي دندو د ترسراوي لپاره ناول ليکوال شوي.
بياهم د يوه لوستوال په توګه که د دې دوو زما په اند ډلګيو ترمنځ د ډېرې او کمې ښې ټاکنه کېږي نو دويمه هغه به ترلومړۍ ځکه حقداره او د ستايلو وي چې لومړۍ ډلګيوال له ځينو پرته د ډېرو نورو هم کچو پرمختللو خلکو په شان يې يا د جوړجاړيو يا نورو لاملونو له مخې ولس هېرکړى اود لا ژوندي افغان ناورين يايوه برخه دي،يايې غندنه او انځورونه ناسمه ګڼي اويا له سياسته د ادب د لېرې والي په پلمه د ((شېخ فريده!چوپه خوله دې بهتري ده))خبره کوي!خو دويمه غاړه د دې په خواکې چې له لومړۍ غاړې څخه په ناپوهۍ،وخت ضايع کولو او احساساتي والي تورنيږي،خپلې له تيوريکي پلوه يو څه نېمګړې خو د اړتيا له مخې پرځاى ادبي هڅې او پنځونې غځوي.
له ښه مرغه چې سيدعبدالله نظامي هم د ((خبريال))ناول په خپراوي سره د دغې دويمې ډلګۍ غړيتوب واخېست.
د ده ناول چې زه يې د يوه لوستونکي په شان پرې غږيږم،له منځپانګيزه پلوه راته که ووايم نوې ښکاره شوه نو تېروتى به ځکه نه يم چې په اوسمهالې ډېره کم ارزښته شوې نړۍ او خبريالۍ کې د ميرويس په شانو خبريالاتو شتوالى او د رېښتياموندنې هڅې،پر دغه ښکاره يرغمل شوي افغان د يوې يرغلګرې امريکايي قومندانې مېنېدل او د يو شمېر نورو ټکويادون هغه څه دي چې په نورو ناولونو کې مې نه دي لوستي.
د(خبريال)پيل که د ناول پرځاى د خبريالۍ او دوديزو ليکنو پرژبې شوى خو د ځينو نورو برخو په توپېر بياد لوبغاړو د کړو،وړو تقريبااړين معلومات په ځان کې لري.
خو ډېرې نورې خواوې لکه د خبريال ميرويس ځانګړنې او کورنى چاپېريال،د شوروي يرغل پرمهال د زرين کورنۍ،له هېواده بهر بندي ملګري او فکر او دريځ يې او همداسې يې له بګرام زندانه راخوشې کېدل په اړينه کچه نه دي انځورشوي.
د نظامي صيب دا ناول چې په دې برخه کې يې لومړنى زيار او په وينايې له واقعيته سرچينه اخلي،ترډېرې کچې همداسې په واقعي او طبيعي بڼه پرمخ ځي،له ميرويس سره د امريکايي قومندانې رېښتينې مينه،اسلام ته د همدې نامسلمانې لېوالتيا او د ټولو په سر کې د قومندانې کرسټن له پېژندنې د ميرويس د ژونالېستيکې ګټې اخېستنې موخه د ناول لومړنۍ پېښې دي،له بګرام زندانه د زرين خلاصون او ميرويس سره مخامخيدل يې د ناول کيسه يو دم بدلوي،همداځاى يې د ورڅېرمو يادو غوندې پرتلوسې،راښکون او هغو آرونو چې ناول پوهانو وړاندې کړي،پوره سمبال برېښي.
((خبريال)ناول سره له دې چې تر ډېره يې پېښې او د لوبغاړو خبرې منطقي او طبيعي دي خو د ځينو نورو برخو په شان يې هغه برخه چې بې ګناه زرين پکې له کوم فشارپرته يو عادي خبريال ته ځان ترهګر ورپېژني،د ناول منطقي والى او خوند يوڅه خرابوي.
د ښاغلي نظامي دا کتاب زماله خوښيدو سره،ښايي ډېرې نېمګړتياوې هم ولري خو زه يې د هېرول ځکه ضرور ګڼم چې د ترهګرو په خيالي نامه مې پرولس د پيل شوي نړيوال ناتار يوه برخه راسپړي.
د خبر يال نظامي دا (خبريال)ناول او د نورو ورته پېښو د انځورباوري ژمنه يې که نورڅه نه وي ګومان کوم چې پردې مسلک د ډېرو نورو ناباوره شوو په حقو ښاغلو په شان به د ادبي ګاندي استاد محمد آصف صميم د ((شته داسې ژونالېست؟))اندېښنه تر يوه ځايه ځوابه او دا تمه پيداکړي چې زموږ خبريالان که په کاري ډګر کې يې ليدلي شيان هماغه شان نه شي خپرولاى نو د ځانګړو هنري اثارو په توګه يې د ميدان ته کولو زيارباسي.
په همدې ډاډ او هيله!