ټپه اييزې

/ سید عبدالله نظامي

20.11.2009 18:23

ټپه ايزې

د یار غمونه ټول په زړه وړم

زه يي په سترګو کې خواږه وړم

کله به بد کله به ښه وړم

زما قبول دی که هر څه وړم

په سر نرۍ لوپټه نه وړم

درنې درنې خبرې ستا د دادا وړمه

«««««««««««««

د دېواله په سر ولاړې

سترګې دې سرې دي ولې ژاړې

په تور ټيکري کې ځان رانغاړې

اوس لټوه راپسې شاړې

کډې مې تورو غرو ته لاړې

راپسې ژاړي ستا د کلي چنارونه

«««««««««««««

اوس رانه هېر نن او پرون دی

سر مې خپل ايښی په زنګون دی

دا څه سپېره سپېره ژوندون دی

کړی مې غم سره تړون دی

که زه خبر وای چې بېلتون دی

ما به د يار سترګوته ډېر کتلي وونه

««««««««««««««

خدای مې ليدلی خوب رښتيا که

تا مې زړګی تالاوالا که

وايه په څه بانه دې غلا که

له بې وسۍ مې ځان رسوا که

که داسې بل ګذار دې راکه

د زړه په وينو به مې رنګ کړې دېوالونه

نظامي /اسداباد

 

 

ن، کامران 22.11.2009 04:56

نظامي وروره ډېرې جالبې او په زړه پورې ټپيزې دې ليکلې دي، دومره مې خوښې شوې که رښتيا راباندې وايې په هرې ټپېزې مې د يو يو غزل مينه ماته شوه، په راتلونکې کې دې خدای وکړي چې نورې هم په زړه پورې ټپيزې پر ليکه کړې. اوس چې زه څومره مالومات لرم خلک ټپيزې ډېرې خوښوي خو داسې نه چې له ژانر نه په لسګونو نور شيان جوړ کړي زما په اند بايد په يوه بڼه وليکل شي نه داسې بې ترتېبه او ګډ وډ؛ په هر صورت ستاسې ټپيز ې ستايم .
کامران

ايمن شاهين 21.11.2009 10:31

هاي هاي هاي نظامي جانه دومره غوصه خداي دي ستا نازولي ته هدايت وكري چي نور دي نه ازاروينه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره