د س. نظامي يو غزل
2009-08-08 04:35:32
مړ دې په دې مړوسترګوکې زورشه کبرجنه
جــــــــوړ درته دټول کلي پيغور شه کبرجنه
څنګه چې دې زه دچم په خلکو کې رسوآ کړمه
داسې هم په تا دشــــــرم تور شه کبرجنه
بس چې مخامخ شوپه لاس غلې ايشاره وکړې
ورک دې ګرانه دغه غماز ورور شه کبرجنه
څومره دې په سرو سکروټو ياره لولپه کړمه
ستا په ښايست پورې هم سور اور شه کبرجنه
هلـــه به زماد درد په څړيکو باندې پوهه شې
ړنګ دې دزړګي دارمان کـــــــور شه کبرجنه
ګـــــوره اخر پير يمه ښيرا به مې قبولې شي
بوره دې داستا په ځوانۍ مور شه کبرجنه
سيدعبدالله نظامي- اسدآباد