دا بلاګ دم ګړۍ په ليکه ندی.

غزل


ورځ په انتظارکې ده اوشپه په انتظارکې ده
یاره بس زمونږ ټوله  موده په انتظارکې ده
شاته  شاته ګورمه  دیار  دغږ په        طمعه یم
لاره مې رالنډه شوه دمه دمه په انتظا رکې ده
راشه بدرګه مې کړه په سروشونډولمبه مې کړه
خوله کې دې جانانه ترانه په انتظار کې ده
راشه په ګیلوبه دادمینې لانجه غوڅه کړو
سترګوکې دمړو اوښکوجرګه په انتظارکې ده
وه نظامي یاره شپه پخه شوه خوته رانغلې
مړشې یوه ستړی میلمنه په انتظارکې ده
سیدعبدالله نظامي کونړ