دعبدالله نظامي دلیک په ځواب کي د طالبانو جواب

دلوي څښتن په سپیڅلي نامه
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

درنه ورره!
دجهاد له موخو ځخه یوهم دادی چې دجهادپه وسیله  دمسلمانانودابرواوعزت ساتنه وشی ،مجاهد مسلمان دامسؤلیت لری چې دخپل سرپه وینو دنورومسلمانانودابرواوعزت ساتنه وکړي ،نه داچې خدای مه کړه مسلمانان ازار اودهغوﺉ سپکاوی وکړي.
داسلام پیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي: المسلم اخوالمسلم لایظلمه ولایسلمه من کان في حاجة اخیه کان الله في حاجته ومن فرج عن مسلم کربةً فرج الله عنه کربة من کُرب یوم القیامة ومن ستر مسلماً ستره الله تعالي یوم القیامة ) رواه البخاري ومسلم . (
یعني هرمسلمان دبل مسلمان دیني ورور دئ ، نه به ظلم پر ي کوي اونه به يي ظالم ته ورپریږدي ، هرڅوک چي د خپل مسلمان ورور حاجت ورپوره کړي  الله جل جلاله به دده حاجت ورپوره کړي  ، اوهرڅوک چي لري کړي له یوه مسلمان څخه یوغم نولري به کړي الله پا ک له ده څخه یو لوي غم له غمونو دورځي دقیامت ، او هر څوک چي پټ کړي يومسلمان ( یا په دې معنی چي داغستلو لپاره یوه جامه ورکړي اویا په دې معنی چي عیبونه یې پټ کړي ونوروخلګوته یې ښکاره نه کړي ) نوپټ به کړي الله پاک دَی په ورځ دقیامت كي .
 محترمه وروره!
که له تاسوسره په  کونړولایت کې  دپتنګ نومي له خوا دغه ناوړه برخورد واقعاشوی وي اودخبریالی شاته نورڅه نه وی پټ نوداخوواقعا ناروا اوداسلامي مقرراتوخلاف عمل دی اومونږیې په کلکه غندنه کوو.

له بده مرغه چې زمونږپه هیوادکې  ډیروخت شخصي خصومتونه اوستونزې  هم کله کله په داسې مواردوکې دخیلې اوسرته رسوونکي یې دمجاهد له سپیڅلي نامه څخه په استفادې سره دهغومرتکب ګرځي .
داسلامي امارت مشرتابه دخپل شرعي مسؤلیت له مخې خپلوټولومجاهدینوته له خپلومسلمانووروڼوسره دحسن معاملې اوښه اسلامي برخورد امرکوي اوپه دې هکله یې په ځانګړې توګه  دمجاهدینوپه نامه  په ۶۷ مادومشتمل دمجاهد لارښود ترتیب اوپه هغوﺉ توزیع کړی .
دهغه چاپه هکله چې دمجاهداوطالب له نامه څخه په استفادې سره خلګوته ستونزې جوړوي  ددغه  لارښود په ۴۷ ماده کې داسې راغلي:
    " کوم مسؤل اویاعادي شخص چې دمجاهدله نوم څخه په استفادې سره عاموخلګوته ضرر رسوی نومافوق مسؤل یې په دې مکلف دی چې همدافردیامسؤل اصلاح کړي ،دنه اصلاح کیدوپه صورت کې دې  دولایت د مسؤل له لوري دمشرتابه مقام ته معرفي کړل شي ؛مشرتابه  به دخپل لزوم دیدسره سم سزا ورکړي اویاکه لازم وګڼي دمجاهدینوله صف څخه به یې خارج کړي"

اسلامي امارت کله هم دخپلوافرادو دمعصومیت دعوه نده کړې  اودخپلو افرادودټولوکړنود رد اوتأیید په هکله یواځې شرعي مقرراتوته ځان ژمن بولي  زه په دي هکله اصولاځان مکلف ګڼم چي داموضوع به تراړونده مسؤلینوپوری رسوم. 

والسلام
   ذبیح الله مجاهد دافغانستان داسلامي امارت ویندوي