کوچنيو برېښنايي بندونو د خلکو کورونه روښانه کړي دي
2009-07-13 04:26:43
کوچنيو برېښنايي بندونو د خلکو کورونه روښانه کړي دي
د کونړ ولايت چې د اوبو د شتوالي له اړخه ښه نوم لري، د کونړ د لوى سيند په څنګ کې د دې ولايت په هره دره کې اوبه بهېږي. که څه هم دولت د کونړ له اوبو څخه سمه ګټه پورته کړې نه ده، خو د دې ولايت خلکو بيا ترې په بېلابېلو برخو کې ګټه اخيستې چې د کوچنيو برېښناکوټونو جوړول يې ښې بېلګې دي.
د کونړ ولايت په ډېرو سيمو کې د خوړونو او ويالو پر اوبو جوړو شويو برېښناکوټونو د خلکو د برېښنا ستونزې يو څه راکمې کړي؛ آن په ځينو سيمو کې ولسي خلکو دولت ته برېښنا ورکړې.
د وټپور ولسوالۍ د کټار کلا د سيمې يو اوسېدونکى ملک داودشاه چې د خپل کلي د برېښنا لپاره يې د اوړو پر ژرنده کوچنى د برېښنا توليدوونکى ماشين لګولى، وايي: ((موږ اوبه لرو او دا چې دولت زموږ لپاره برېښنا نشي برابرولى، موږ په خپله دغه وکړ؛ زموږ د خپل شاوخوا څو کليو لپاره ما برېښنا له خپلې ژرندې څخه ورکړې، نږدې دوه سوه کورونه پرې روښانه شوي، هيڅ لګښت نلري، يواځې ماشين مې اخيستى.))
د همدغې سيمې يو اوسېدونکى عبدالاحد وايي چې له دوى څخه په مياشت کې د يوه څراغ راډ پر سر لس افغانۍ اخيستل کېږي، که د لاټين تېل حساب کړي او د ګازو حساب وکړي، تر ٥٠٠ افغانيو هم اوړي. نوموړى زياتوي: ((زموږ لپاره دغه برېښنا اقتصادي هم ده او برېښنا يې هم ده.))
که دغې برېښنا يواځې د عبدالاحد خونه روښانه کړې، خو عمر ترې د ټلويزيون او نورو وسايلو لپاره هم ګټه اخلي، هغه وايي چې له برېښنا څخه ډېره ګټه اخلي او د که د لګښت خبره شي، نو د جنراتور د تېلو وس هيڅوک هم نلري، ځکه د ده په وينا د دوى سيمې زياتره خلک بېوسه دي.
نه يواځې د کټار کلا خلک له دغې برېښنا خوښ دي، د وټپور ولسوالۍ د هزارباغ يو قومي مشر ملک ادم خان وايي: ((د غرنيو سيمو ډېرو خلکو برېښنا بندونه جوړ کړي دي، ځکه لګښت يې کم دى، هر سړى چې د اوړو ژرنده ولري، کولاى شي د برېښنا ګټه هم ترې واخلي.)) ملک ادم خان زياتوي: ((يواځې د کونړ مرکز اسدآباد دى چې برېښنا نلري، خو زه د دغه ښار خلکو ته هم دا مشوره ورکوم چې کوچني برېښنا بندونه جوړ کړي، ځکه اسدآباد هم اوبه لري.))
که له يوه پلوه دغه کوچني برېښنا بندونه د خلکو لپاره اقتصادي ګټه لري، نو له بله پلوه د چاپېريال په پاک ساتلو کې هم رغنده رول لري.
دغه څه ته په کتو سره د کونړ ولايت د چاپېريال ساتنې ادارې مشر نجيب الله کونړى وايي: ((د برېښنا لپاره د جنراتورونو کارول د چاپېريال لپاره زيان لري، ځکه د جنراتورونو لوګي کاربن لري او دغه کاربن د تنفس په وخت د انسانانو لپاره روغتيايي زيانونه راپيدا کوي.))
نوموړى زياتوي: ((دغو کوچنيو برېښنا بندونو تر ډېره د جنراتورونو د کارونې مخه نيولې او له بله پلوه يې چاپېريال هم پاک ساتلى دى.))
اوسمهال په کونړ کې په دولتي کچه يواځې د اسدآباد برېښناکوټ نيمژوانده فعاليت کوي چې يواځې ځينو دولتي ودانيو او د ولايت مقام ته يې برېښنا ورکړې ده، خو د کونړ چارواکي د تېرو شپږو کلونو راهيسې د دغه برېښناکوټ د رغولو په ژمنو د اسدآباد ښار اوسېدونکي دلاسه کوي، خو تر دې دمه يې کوم عملي ګام پورته کړى نه دى.
سيدعبدالله نظامي