کونړ، د چايو توليدوونکې سيمه

کونړ، د چايو توليدوونکې سيمه

 

د اسدآباد په سالار باغ کې يوه لويه کرونده د خلکو د ليدو لپاره نوې خبره ده، داسې چې د جلال آباد- اسدآباد تر منځ پر غځېدلي سړک تلونکي خلک خامخا دغلته پښه نيولي کېږي.

په دې وروستيو، په دغه سيمه کې د چايو ازمايښتي کروندې جوړې شوې دي؛ که څه هم دا لومړى ځل نه دى چې د چايو بوټي کرل کېږي، خو تر دېرشو کلونو وروسته دغه چارې يو وار بيا پلې کېدونکې دي. له ١٣٤٥ لېږديز لمريز کال څخه تر ١٣٥٠ لېږديز لمريز کال پورې چې د اعليحضرت محمد ظاهر شاه واکمني وه، د وخت د کرنې وزارت له خوا د چايو د کر لپاره د کونړ ولايت د خاورې څېړنه وشوه چې د طول البلد، عرض البلد، د سمندر د کچې لوړوالي، کلني ورښت، پرتليز رطوبت، د خاورې د PH کچې د تودوخې درجه او د خاورې جوړښت ته په پام سره د کونړ ولايت مرکز اسدآباد په سالار باغ سيمه کې پر لس جريبه زمکه د چايو بوټي وکرل شول او د تر پېنځه کلنې ازمايښتي مودې وروسته دغه کروندې د چايو پر فارم واوښتې.

تر ١٣٥٠ لېږديز لمريز کال وروسته دغه فارم په ښه برياليتوب سره حاصل ورکاوه او د چينايي متخصصينو له خوا د وخت په سمښت د څو دستگاوو په وسيله له دغه فارم څخه تور او شين چاى جوړېده او بازار ته وړاندې کېده. د هېواد د نورو بنسټونو په څېر په جګړييزو کلونو کې د چايو فارم هم د بل شوي اور په لمن کې وغورځېده او پر دغه کرنيز نوښت خاورې واوښتې.

په دې وروستيو کې يو وار بيا په سالار باغ کې د چايو ازمايښتي کروندې جوړې شوي، په دې هيله چې د کونړ چاى د هېواد په بازارونو کې خپل نوم څرگند کړي. د کونړ ولايت د کرنې او مالدارۍ رئيس حاجي محصل خان فتوحي چې په هېواد کې د گوتو په شمېر له هغو کسانو څخه دى چې په دغه برخه کې تجربه لري، نوموړى وايي چې تر ډېرو هلو ځلو وروسته پر دې بريالي شوي دي چې دغه فارم ورغوي؛ دى زياتوي: ((له لومړي سر کې مو د ميليونونو افغانيو په لگښت د دغې خاورې دويم ځلي څېړنه وکړه او له هغه وروسته د هېواد د کرنې او مالدارۍ او اوبو لگولو وزارت له خوا د پاکستان له مانسهرې څخه د چايو بوټو راوړل او د فارم په پخوانۍ زمکه کې په يو جريب درې زره بوټي کېنول شول او په پام کې ده چې پاتې زمکه هم په راتلونکي کې په دغو بوټو وکرل شي.))

د ښاغلي فتوحي په وينا د دې فارم د بنسټيزې جوړونې لپاره يې يو پراخه پلان جوړ کړى چې له مخې يې په نږدې ورځو کې د بنگله دېش هېواد د متخصصينو يوه ډله د کروندې د رسېدو په موخه کونړ ته راتلونکې ده. دغه ډوله به د دې ولايت د کرنې او مالدارۍ له مامورينو سره خپلې تجربې شريکوي او د فارم د لا ښه والي او راتلونکو کارونو لپاره به ورته لارښوونې کوي.

د کونړ د کرنې او مالدارۍ رئيس وايي چې خپل اړوند وزارت ته يې وړانديز کړى چې د داسې فارمونو د جوړولو لپاره بايد د سيمې نورو باغ لرونکيو او کروندگرو ته هم ونډه ورکړل شي، ځکه چې په کونړ کې حکومتي زمکې د کر لپاره کمې دي، خو که د کونړ د نورو سيمو خلک د چايو د فارمونو لېوالتيا پيدا کړي او غواړي ورته گام پورته کړي، د ښاغلي فتوحي ځواب دا دى چې دغه کار شونى دى، ځکه د اسدآباد ټوله سيمه د چايو د کر لپاره جوړه ده او په نږدېيو سيمو لکه شيگل، وټپور، نرنگ او نورو سيمو کې هم د چايو کر کېداى شي.

د اسدآباد اوسېدونکى گل محمد چې په خپله هم د باغ جوړونې په چارو کې لاسرسى لري، وايي چې که چېرې دولت د چايو د بوټو په برخه کې له کروندگرو سره مرسته وکړي او د چاى جوړونې ماشينونونه جوړ کړي، ډېر خلک به دغه بوټي وکري، ځکه له يوې خوا د چايو د کروندو پالنه هم ستونزمنه نه ده او بله دا چې اقتصادي گټه يې ډېره ده. گل محمد دا هم وايي چې د کونړ ولايت په نورو سيمو کې دې هم د دغه بوټي د کر لپاره څېړنې وشي. د ده په اند، هغه سيمې چې کوکنار په کې کرل کېږي او دولت او نړيوال ترې سر- تندې وهي، خلک به د دغه روا بوټي په کرکيلې سره له کوکنارو څخه لاس واخلي.

نورهاشم د کونړ په وټپور ولسوالۍ کې د چايو د کر لپاره لېواله دى، هغه چې د غنمو په يوه لويه کرونده کې د چايو پر پيالې دمه جوړوله او د يوې کوچنۍ باغچې پر جوړولو بوخت ؤ، وويل: ((هسې خبرې دي، ما په پاکستان کې د هر ډول بوټو کروندې او باغونه ليدلي، خو هلته حکومت خلکو ته اسانتيا برابره کړې؛ دلته خو هيڅ هم نشته.)) نوموړى زياتوي: ((هلته کروندگر خان دى، خو موږ له غريبۍ لور او بېل په لاس کې اخيستي، که دولت د چايو په کرلو کې پاملرنه وکړي، هر سړى به کروندگر شي او کروندگر د چايو د فارم جوړېدل د ځان لپاره زېرى بولي او خوښ دى.))

خو د کونړ عام وگړي هم د چايو د فارمونو جوړېدو خوشحاله کړي دي، سيد رحمان بېکور چې تازه خپل هېواد ته له اروپا څخه راستون شوى دى، وايي: ((هر څه يې پرېږده، يواځې دا څومره لويه خبره ده چې د کونړ په نوم چاى په بازار کې وپلورل شي.)) بېکور له دولت څخه په ټينگه غواړي چې د چايو د فارمونو پر ډېرېدو او د ورته دستگاوو او بازارموندنې په لاره کې دې گړندي گامونه واخلي.

کونړ د هېواد يو له هغو سيمو څخه ده چې د کرنې لپاره هوارې زمکې نلري، ځکه چې د دې ولايت ډېره برخه غرونه دي، خو د اوبو د شتوالي او معتدلې هوا په درلودلو سره د کرنې لپاره وړ سيمه گڼل کېږي. د ډېرو غوښتنه دا ده چې د کونړ د کرنيزې ودې لپاره بايد گټور بوټي د کروندگرو په واک کې ورکړل شي او د هغو کم شمېرو ډاگونو د خړوبولو غم دې وخوړل شي چې د کونړ د سيند په څنډو کې وچ پاتې دي.

سيد عبدالله نظامي