راشه ستالیونی اوس هم پخپل حال دی
2009-07-02 04:09:58
راشه ستالیونی اوس هم پخپل حال دی
یونیمه سندره چې جادوګري پکې نغښتې وي داسې راباندې زوروره شي چې ټول مې په ځان پسې اخلي کله کله له مینه ناکویارانوسره دغه جادوګرې سندرې په ګډه زمزمه کوم اونشه یی هم دومره درنه وي چې سړې ترې ژرنشي وتلائ دیارانودیوه بڼډاریادونه به وکړم چې یوه پکې داسندره وویله ((سرې ماښام کوې خوبونه بنګولیونی کړې جانانه
ګودردپیغلوجوماعت دی
امام یی نشته مخ په لمرولاړې دینه ))
دغه سروکی نونورزمادلارې ملګری شوهروخت چې یواځې شم اویاهم دبڼډارله یارانوسره یوځای شم ددردپه تنابونوخورې ټپې پکې پیوندکوم اوله دغې جادوګرې سندرې بلاکیسې دخپلویادونوپه لمن کې راټولوم ددې لپاره چې لیوني خیالونه مې لاهمداسې سرشاره وي هوزمونږدځوانمرګې ځوانۍ همداکاروباردې خوڅه وکړوله دې پرته هم ژوندراته پیکه اوبی خونده مالومیږي اوچې پسرلی شي نوبیا خوله هرڅه لاس ټولواویواځې همدغه دګوتوپه شمیرټکې دیارانوپه خوله وي دسیندغاړه ،غزل ،سندره، اومازیګر همدا ښایسته موده روانه وي اوموږهم ورته خپلې اوښکې دزړه له وینوسره یوځای ډالۍ کوو هودداسې شیبویوه نه هیریدونکې هغه درته یادوم یاران ټول دبڼډارپه ځای راټول وو.هریوه دخپل زړه غووټه په نویو نویو کیسوپرانستله اوپه نه خبره موهسې ددردپه جاموکې په نغښتې خندا ناسته له شوره ډکوله زه کله وړې وړې خبرې خپل بې وره زړګي ته بلمه چې هغه راته بیا غرونه غرونه غمونه ګاڼه کوي دا مازیګر دټولو یارچې تل په ځانګړي هنردناستویارانوپه خولو کله بې واره خندا اوکله هم دردونکې خاموشي راولي له خپل جيبه يی یوټایپ راوخسته اوراته یی وویل یارغوږشه کنه دانویوله درده ډک غږ و
هم یی بیره ده ساتلې هم یی ټال دی
راشه ستا لیونی اوس هم پخپل حال دی
ستا دپنجوپه سرتله مې زړه پریباسي
مشران وایی چې کبرله زاوال دی
غږبې سازه خوښکلی و اودغزل هرې کړۍ مې په زړه منګولې لګولې دامازیګرزما لپاره دنوروهغوسره په توپیر وو دمحفل خبروته مې غوږونه کاڼه کړل اوهیڅ مې زړه دغزل په اوریدونه موړنه شو ځکه زما دیادونو په اوده شوي ماران یی راويښ کړل او له دردمنې بې هوشۍ په خود راغلم دمازیګرخونداو دبڼډار له کیسو نه وم خبر دلمرنازولووړانګوبه له یارانو سره مخه کړی وه خو زه دوخت په بدلون اوخوځښت نه وم پوه شوی غزل مې ښه ډیرپه تلوسه واوریده نورنوماهم هرتورې په خوند خوند پخپله ویلو اوټول مې په یاد شو دلیونیویادونولمانځنه لاروانه وه په ټپه شپه څو وارې هغه ځای ته لاړم چې دچا دپلونو اوناستې نښې پکې زما سترګوته رڼې ښکاریدې دغه ځای ته دتللونه ځان ډيرساتم خوداوخت مې په ځان زور بر نه شو دشپې ګونګه فضا هروخت زما دغم خوبونه له ماتښتوي خودا وار راته دشپې جامې هم بدلې ښکاريدې اوچې به دغزل کوم بند ووایه نودستورګډامې هم لیده په دې فکر وم چې زما دزړه د ربا ب دپردوسوځونکي غږخو به خامخا یوڅوک بې خوبه کړې وي ماته دهغه دبې خوبۍ فکرهم دزغم نه و نوځان مې یوشیبه بیا دبې هوشۍ په نړۍ کې وغورځوه زما سترګې لا دغې دونیا ته نه وې تللې چې دسهارلمن په خوریدو شوه اودچرګ اوازيی زیرې په لوړاواز وکړما فکروکړچې ګوندې مایوڅوک بې خوبه کړی ترما راغی نوپه ډیرې بې صبرۍ مې دغزل هغه بیت ووایه چې
زه پښتون یم ته ښایسته یی داپوره ده
په دونیاکې خوجلال دی یاجمال دی
سترګې مې وغړولې ډیره په تلوسه مې یوخوا بل خوا وکتل چیغې مې کړې خوهیچا ځواب رانکړ اونه مې هغه څوک ولیدل چې ټوله شپه مې دهغې په یادونو رڼه کړې وه
س نظامي