دوه ښه خویونه

رسول الله صلی الله علیه وسلم  خوږ صحابي ابوذر غفاري رض ته وویل :

تاته دوه داسي خويونه ښیم چي پیټی یې د انسان پر اوږو ډېر سپک  دی (یعني په خپلولو یې انسان ته کوم تکلیف نه رسیږي) خو د الله جل جلاله  په میزان کي هغه ډېر درانده دي .

۱- خاموش اوسیدل ۲- له نورو سره ښه اخلاق .

قسم په هغه ذات چي زما روح یې په ولکه کي دی؛د مخلوقاتو په ټولو کړنو کي دا دواړه کارونه بې ساري دي.

(شعب الایمان ،البیهقي،معارف الحدیث)

پای

۱۳۸۸-۱۱-۱۵ هـ،ش